مولوي عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د غرونو پر څوکو
په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول
(شپږمه برخه)
د تنکي ځوان ربیعه بن کعب اسلمي مېړانه
دې سرښندونکو کله چي به د یو نېک کار فضیلت واورېدی، نو په منډه به یې ځان ور رساوه او پر هغه نېک کار به یې همېشه توب خپل عادت وګرځاوه.
الله جل جلاله خپل د میني او محبت خوند په هغوی څکلی وو، د خپل راز او نیاز مزه یې دوی ته وربخښلې وه، په خپل څارني سره یې د هغوی زړونه پاک ساتلي او خپل د نژدېوالي تاج یې د هغو پر سر اېښی وو او مخکي تر دې چي جنت ته داخل سي، د جنت د خوشبويۍ خوند یې څکلی وو.
ربیعه بن کعب اسلمي یو تنکی او کم عمره صحابي وو، مګر همت او مېړانه یې وريځو ته رسېدل.
هغه په داسي حال کي چي د ځوانۍ موسم یې وو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راتلی، د اوداسه اوبه به یې ورته تیارولې او نور کارونه به یې ورته اجرا کول.
هغه وو چي یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم وغوښتل چي د ده د محبت او خدمت بدله ورکړي، نو ورته و یې ویل: ای ربیعه! زما څخه یو شی وغواړه؟ ربیعه یوه شېبه چوپ وو، بیا یې وویل په جنت کي ستاسو ملګرتیا غواړم.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: نو په دې کار کي زما سره په ډېرو سجدې کولو کي ملګرتیا وکړه. (رواه المسلم)
تر دې خبري وروسته ربیعه که څه هم ډېر کم عمر درلودی، خو تل به د لمانځه او سجدې په حالت کي لیدل کېدی، خپل د ژوند یوه شېبه یې هم له لاسه نه ور کوله او تل به یې لمونځ په جماعت سره ادا کاوه.
www.taleemulislam.net