تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اختري ته ولي د ابراهيم عليه السلام سنت ويل سويدي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 23, 2021
  0

اختري ته ولي د ابراهيم عليه السلام سنت ويل سويدي؟


لیکنه : مفتي جان محمد  صاحب/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


نبي كريم (صلی الله عليه وسلم)  و اختري  ته د ابراهيم عليه السلام سنت ويلي دي حال دا چه كوم عمل چي ابراهيم عليه السلام كړى وو هغه بل وو او د حيوان اختری  كول بل عمل دئ د ابراهيم عليه السلام عمل خو د هلك د حلالولو وو او په اختري كي خو حيوان حلالېدل وي او اختري كول د ابراهيم عليه السلام سنت څنګه سو؟ 


دغه هغه وخت كېدلاى سي چي موږ ته په اختري كولو كي  دومره ثواب راكول سي څونه چي ابراهيم عليه السلام ته د هلك په حلالېدلو كي وركول سوی وو، د دواړو كارو آخري نتيجه يوه وه نو ځكه دواړو عملونو ته يو عمل وويل سو كه څه هم عمل جلا جلا وو ګواكي نبي كريم (صلی الله عليه وسلم) وفرمايل چي اې محمدي امته!

 

تاسي ته د حيوان په حلا لېدلو كي هغه ثواب دركول كېږي كوم چي ابراهيم عليه السلام ته د هلك په حلالېدلو كي وركول سوی وو نو ګورئ چي د دغه حديث څخه د اختري څومره فضيلت معلوم سو.


ماخذ : دلوي اختر احکام


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته