تازه سرليکونه
د (د نر او ښځي توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نر او د ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۲۳)
  تعلیم السلام راډیو
  November 28, 2017
  0

لیکنه او څېړنه: استاد عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د اسلام څخه مخکي د ښځو حالت:

د اسلام څخه مخکي ښځو هيڅ ارزښت نه درلودئ، يو چا کولای سوای چي تر هر څو پوري چي ئې خوښه وي په هغه اندازه او تعداد سره ښځې په نکاح کړي، لور ودېدل يو شرم ګڼل کېده، نو له همدې کبله خلکو هغه ژوندۍ ښخولې، ښځې په بازارونو کي داسي خرڅيدلې لکه پسونه چي خرڅيږي، له ښځو څخه د نڅاه، جنسي اړيکو او خوښيو لپاره ګټه اخیستل کيدل، ښځو د ميراث حق نه درلودئ، که له ښځي سره يو جرم سوي واي کوم مجازات ئې نه درلودل، حيوانانو ښه عزت تر درلودئ خو کله چي د اسلام مبارک دين راغئ و ښځې ته ئې داسي لوړمقام ورکړ چي د نړۍ په تاريخ کي نه ورکول سوی دئ او نه به هم ورکړل سي چي مخکي رڼا ورباندي واچول سوه.

 

د اسلام څخه په مخکي تمدنونو او مذهبونو کي د ښځو حقوق:

 

د يونانيانو په تمدن کي د ښځې ارزښت:

سقراط وايي: ښځه يوه په زهرو لړلې ونه ده،  چي ظاهر ئې ښکلی دئ او باطن ئې د زهرو نه ډک دئ، دا د شيطان چټلي ده.

 

يونانيان بيا په دې آند وه چي ښځه صرف د نر د صحت لپاره ده، د نر د طبعيت رستګۍ لپاره ده، موږ له ښځو سره د خپل ذهن له کبله اړيکې نه ساتو بلکې ددې لپاره ښځه ښه ده چي و موږ ته زامن راوړي.

 

د روم په تمدن کي د ښځې ارزښت:

د روم په فلسفه کي بيا د ښځې روح د سرو غوړو سره مشابه شوی دئ، چي سړی سوځي او هلاکت دئ، ښځه صرف د نارينه د ګټو لپاره ده او بس، ښځه داسي ده لکه ليونی ماشوم هيڅ اهليت نلري، د ښځو خرڅول، وهل، تعذيبول او رانيول دا د نر حق دئ.

 

همدارنګه روميانو به ويل: ښځه روح نه دئ دوی به ښځو ته د عذاب ورکولو په وخت کي پر دوی تيل تويول او سوځولې به يې همدارنګه به يي په اسونو پوري تړلې کشولې به يي تر څو چي مړه سي. (۱)

 

د چينايانو په تمدن کي د ښځو ارزښت:

د چينايانو په فلسفه او قانون کي د ښځې قيمت له سره هم کم وو، يو خاوند دا حق لري چي خپله ښځه ژوندۍ ښخه کړي، تر ښځې هيڅ داسي بې ارزښته شي نسته،  په ټوله کائناتو کي ښځه کمترينه مخلوق  ده، دا په بشريت کي تر ټولو ټيټ مقام لري. او همدارنګه ښځه هغه دردونکي اوبه دي چي نيکمرغي پريمنځي او که کوم چينايي نارينه مري نو ښځه يي هم د نورو پاتي شونو په څير وارث ته په ميراث کي پاتي کيږي. (تير ماخذ)

 

د هندوانو په تمدن کي د ښځې ارزښت:

د اسلام څخه مخکي هندوان په دې آند وه چي د ښځې په شان دوږخ نسته، د ښځې په شان زهر نسته، نو که چيري يي خاوند مړ سي خلک کولای سي چي ښځه ئې ژوندۍ ورسره وسوځوي. او يا به يې د خاوند له مرګه وروسته سر و خرايه تر څو بل څوک يې په نکاح نکړي. (۲)

 

فارسيانو به ويل:

چي يو فارسي نارينه ته جايزه ده چي له محرمو خپلوانو سره له استثناء پرته نکاح وکړي همدارنګه يو فارسي حق لري چي خپله مېرمن مړه کړي.

 

يهودو به ويل: ښځه يو ملعون موجود دئ ځکه چي د سرکښۍ لامل کيږي همدارنګه ښځه د حيض په ورځو کي پليته ده او په دغو ورځو کي يي د لاس خواړه مه خورئ او يوې دښتي ته به يي شړل، او د انجلي پلار دا حق لري چي د يوه حيوان په شان يي وپلوري.

 

ښځه په عيسايت کي:

نصرانيان خو په ۵۸۶م کي په فرانسه کي په دې سره راټول سوي وو چي ايا ښځه انسان دی که نه؟ ايا روح لري اوکه نه؟ که روح لري نو روح يي انساني دی او که حيواني دی؟ که انساني روح لري نو ايا د يو نارينه په څېر روح يي دی که يا؟ په پاي کي دوی پرېکړه وکړه چي ښځه انسان ده خو د نارينه د جنسي غريضي او خدمت په موخه پيدا سوېده.

 

د انګريزانو پارلمان د اتم هنري په وخت کي يو پرېکړه ليک صادر کړ چي پکښي راغلي وه، ښځه حق نلري چي انجيل ولولي دا ځکه چي دا پليته ده.

 

نور بیا...

---------------------------------------------

۱: (المرأة بين الاسلام والقوانين العاليمة، سالم البهنساوي، دارالوفاء، مصر، ط۱، ۱۴۲۴هق/ ۲۰۰۳م، ص ۱۲)

۲: (مکانة المرأة في الاسلام وحقها في التعليم، دږ علي جمعة، ص ۱۴۱)

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته