تازه سرليکونه
د (د نر او ښځي توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نر او ښځي توپیر: په غرب کي د ښځو ونډه (۲۰)
  تعلیم الاسلام
  July 29, 2017
  0
لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د لويديځو پوهانو، سياست والو او د بشر د حقوقو د پلويانو ليکنې او ويناوې:
 
١-د پورتنيو معلوماتو (طلاق په کفري نړۍ کي) په هکله د اتحاد جماهير شوروي د اخري ولس مشر ګرباچوف ليکلې کتاب حقيقت بالکل روښانه کوي . ګرباچوف پخپل کتاب (پروسټرائيکا) کې دارنګه ليکي :
 
(لويديځې ټولنې د کورونو څخه د ښځو په ويستلو سره څه لږ شانته پرمختګ کړى او عايدات يې زيات سويدي ځکه چي نر او ښځه دواړه کار کوي، خو ددې سره سره زموږ کورني نظام ختم او تباه سو، کومه ګټه چي موږ کړې وه د هغې څخه زيات زيان او تاوان راورسيده، زه ددې زيانونو او تاوانونو د کمولو او ختمولو لپاره د پروسټرائيکا په نامه خوځښت او تحريک پيل کوم تر څو د کور څخه وتلې ميرمنې بيرته خپلو کورونو ته راسي، که پدى خبره غور ونسي نو زموږ د کورني نظام د تباه کيدو په شان به ټول قوم او ملت هم تباه سي).  (۱)
 
٢-انسائکلو پيډيا اف برټانيکا د١٩٨٤م کال د ټوک په ٧٣٢ پاڼه کې دا رنګه ليکلي دي :
زموږ په ټولنه کې چي کومې ښځې کار کوي د هغوى زيات شمېر په ټيټو معاشونو باندي په کار اخته دي ، همدارنګه په يو شانته او يو ډول کار کې ښځو ته د نرانو په نسبت کمه تنخوا ورکول کېږي، په امريکا کې د ښځو اوسط معاش نسبت نرانو ته %٦٠ کم دى، په چاپان کې %٥٥ کم دى او په سياسي لحاظ د ښځو برخه او ونډه ډېره کمه ده.
 
٣- لندن ټايمز د١٩٩٣م کال د ٩ نومبر پخپله ګڼه کې دا رنګه ليکلي :
(زياتو لويديځوالو ښځو چي اسلام مطالعه کړی او منلی يې دى، هغوى وايي چي اسلام ښځې ته په زيات تقدس او احترام قايل دى کوم چي په لويديځ کى ښځو ته نه په برخه کېږي، د لويديځوالو ښځو د ازادۍ تحريک پرته له دې څخه بل څه کار ندى کړی چي ښځه يې د ژرندې د دوو پلونو او ډبرو ترمنځ راګير کړېده.)
 
٤-د امريکا نامتو او مشهوره ناول او داستان ليکوونکې او د بشر د حقوقو پلوۍ ميرمن رهو ډالرمين د هندوستان ټايمز سره په (٣٠) اپريل ١٩٨٧م کال يوه مرکه کړې چي د هغې لنډيز پدى توګه وړاندى کېږي :
 
الف : په امريکا کې %٧٧ غريبان او بې وځلې ښځې او ماشومان دي .
ب : د نرانو په نسبت د ښځو عايدات %٦٢ کم دي.
ج : يو شانته کار کول، يو شانته اسانتياوې په لاس راوړل او يو شانته حقوق اخستل يوه افسانه او خوب دى .
د : ښځې يواځې په ټيټو کارونو باندي ګمارل کېږي .
 
٥- د امريکا ټايمز
اونيزه چي نامتو اونيزه ده د ٢٠ مارچ ١٩٩٢م کال په ګڼه کې دارنګه ليکلي :
 
الف : د امريکا د ساينس اکاډمۍ غړي ٨٠٠ دي چي په هغې کې (٩) ښځې دي .
ب : د امريکا په ٢٧٨ نوبل جائزه اخستوونکو کې (٩) ښځې دي .
ج : په نيويارک ټايمز کې ٦٢٦ خلک کار کوي چي ٦٤ پکې ښځې دي .
د : په واشنګتن پوست کې ٣٨٥ کسه کار کوي چي ٧٠ پکې ښځې دي .
ھ : ښځې ډاکترانې کمې خو نرسانې زياتې دي او جراح ډاکترانې، بالکل کمې دي .
و : په امريکا کې نژدې (١٠٠٠٠) قاضيان دي چي په هغې کې (٢٠٠) ښځې دي .
ز : د وزارت کار د راپور سره سم نران په هفته کې اوسطاً (٣٦٠) ډالره او ښځې اوسطاً (١٩٠) ډالره تنخوا او عايدات لري .
 
٦-د کره او موثقو معلوماتو او راپورونو په اساس په لويديځ کې لاندي ستونزې او مشکلات شته چي د ښځو او نرانو د مساوات حقيقت پکښې څرګنديږى :
 
١- د ډير احتياطي راپور په اساس په امريکا کې په هر لسو دقيقو کې د يوې ښځې آبرو تويږي .
 
٢- په امريکا کې يواځې %١٥ ماشومان د مور او پلار د سيوري څخه برخمن دي پاتې هسې بې پلاره ګرځي .
 
٣- په ډنمارک، برتانيا، فرانسه او امريکا کې %١٥ ماشومان حراميان او ناجائز پيدا کېږي .
 
٤- په جرمني کې %٧٢ نارينه د نکاح څخه پرته ښځې لري او١٢٠ لکه جوړې پرته له نکاح څخه ژوند تيروي .
 
٥- په کال کې %٦٤ ودونه په طلاق باندي له منځه ځي .
 
٦- په جرمني کې د يو ماشوم لپاره مور او پلار نيم ساعت وخت ورکوي پداسې حال کې چي هره جرمنۍ ښځه د خپلو ملګرو سره نيم ساعت په ټيلفون خبري کوي او پنځه ساعته تلويزون گوري او نور تفريحي کارونه کوي .
 
٧-  هر جرمني ماشوم اوسطاً ٢.٥ ساعته تلويزون ګوري چي په هغې کې (٥٠) د قتل او جرمونو پيښي او صحنې ګوري .
 
٨-  په جرمني کې ٢٦ لکه ميرمنې د پلار د شتون څخه پرته د ماشومانو پالنه کوي .
٩-  د امريکا په مرکزي دفترونو کې %٨٢ ښځې په جنسي ډول زورول کېږي .
١٠- د امريکا په ايالتي حکومتونو کې %٨٥ ښځې په جنسي ډول زورول کېږي .
١١-  په امريکا کې د نکاح او طلاق نسبت سره برابر سويدى .
١٢-  په امريکا کې د نرانو په نسبت د ښځو کار کوونکو سلنه د٤٠ څخه کمه ده .
١٣-  په امريکا کې د ښځو معاش د نرانو څخه %٤٤ کم دى .
١٤-  په نورو لويديځو هيوادونو کې د ښځو معاش اوسطاً %٤٥ کم دى .
١٥-  په لويديځو هيوادونو کې د ښځو ګډون په سياسي او ټولنيزه ډګرونو کې اوسطاً %٢٠ دې. (۲)
 
نور بیا...
 
--------------------------------------------------
(۱):  قومي ګزت، مياشتنۍ خپرونه- کراچۍ - مارچ ١٩٩٦م
 
(World Women Rights :(۲
Women at the croos road
Daily life style of women and the problems/pp:55
Women work and Health/Social Problems/pp:233
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته