تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د حبشې وپاچا نجاشي رضی الله عنه ته ليک
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 19, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۴۱برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د حبشې وپاچا نجاشي رضی الله عنه  ته ليک

 

دغه رنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم  د حبشې پاچا نجاشي ته ليک وليکى چي د دغه نجاشي نوم اصحمه بن الاَبجر ؤ او دغه ليک يې د عمرو بن اُميه الضمري رضی الله عنه  په لاس د هجرت د شپږم کال په آخري مياشت يا د هجرت د اووم کال په اوله مياشت کي ور ولېږى، خو د دغه لیک په لفظ او عبارت کي د علماء کرامو څخه مختلف قولونه را نقل سوي دي، امام طبري  رحمة الله عليه  د دغه ليک لفظ او عبارت ذکر کړى دى مګر که د هغه ليک په الفاظو او عبارت کي په دقيق شکل سره وکتل سي داسي ځني معلوميږي.

 

چي دغه ليک هغه ليک نه دى چي د حديبيې تر صلحي وروسته و نجاشي ته لېږل سوى دى بلکه ښايي دا د هغه ليک الفاظ يا عبارت وي چي د مکې مکرمې په وختو کي و جعفر رضی الله عنه  او د ده ملګرو ته هغه وخت ورکول سو چي دوى حبشې ته هجرت کاوه، ځکه دغه ليک چي امام طبري ذکر کړى دى د هغه په آخر کي د دغو مهاجرينو ذکر په داسي ډول سره راغلى دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و نجاشي ته ليکلي دي: 


ما و تاسي ته زما د اکا زوى جعفر او د ده سره څو نفره  مسلمانان در ولېږل،كله چي دوى و تا ته درسي عزت يې وکه او جبروت پرېږده. 
او امام بيهقي د ابن اسحاق څخه د دغه ليک چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و نجاشي ته ليکلى ؤ عبارت داسي روايتوي: 


﴿هْذا کتاب من محمّد النّبي الْى النجاشي الاَصحَم عظيم الحبشه: سلامٌ علْى من إتبع الهدْى واْمنَ باللهِ ورسولِهِ، وأشهد ان لا إلْه إلا الله وحده لا شريک لهُ لم يتخذ صاحبةً ولا ولداً، وأن محمّداً عبدُهُ و رسولُهُ، و أدعوکَ بِدِعايَةِ الإسلام، فَإنّي أنا رسولُهُ فَأسلِم تَسلَم،  په دغه ځاي کي دليک عبارت يوڅه کم شوي خوپه کتاب کي مکمل سته ﴾.


دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ليک هغه لفظ او عبارت ؤ چي امام بيهقي رحمة الله عليه  د ابن اسحاق رحمة الله عليه  څخه را نقل کړى ؤ. 


مګر هغه لوى محقق او دانشمن: ډاکټر حميدالله د دغه ليک لفظ او عبارت چي په دغه نزدو وختو کي يې لاس ته را وړى دى او د دغه ليک په لاس ته را وړلو کي يې ډير تکليف او زحمت ګاللى دى او د هغه د حاصلولو دپاره يې د نوي عصر د اکتشافاتو او وسايلو څخه کار اخستى دى او په خپل هغه کتاب کي چي په اردو ژبه سره دى او د (رسول اکرم کې سياسی زندگی) په نامه سره ياديږي د دغه ليک عکس يا تصوير هم را وړى دى، په هغه کي دغه ليک داسي ليکل سوى دى:


﴿بسم الله الرّحمْن الرّحيم، من محمّد رسولِ الله الْى النّجاشي عظيم الحبشه، سلامٌ علْى من إتبع الهدْى، امّابعد: فَإنّي أحمدُ إليکَ اللهَ الّذي لا إلْه إلا هوَ الملکُ القدوسُ السلامُ المؤمنُ المُهيمنُ، وَأشهدُ أنّ عيسْى بن مريم روحُ الله وکلمتُهُ ألقاها اِلْى مريم البتول الطيبة الحصينة، فَحَمِلَت بعيسْى مِن روحِهِ ونَفخِهِ کما خَلَقَ آدم بيدِهِ، و إنّي أدعو إلْى اللهِ وحدَهُ لا شَرِيکَ لَهُ، وَالمُوالاةَ على طاعَتِهِ، وَ أن تَتّـبِعني، وَتُؤمِن بالّذي جاءَني، فَإنّي رسولُ الله وَإني أدعوکَ وجُنُودَکَ الْى اللهِ  عزوجل ، وقد بَلَغتُ وَنَصَحتُ فَأقبِل نَصيحتي، والسلامُ علْى من إتبع الهدْى﴾. 


اوس نو محترم ډاکټر حميدالله پر دې تاکيد کوي چي دغه د هغه ليک لفظ او عبارت دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  پسله حديبيې څخه و نجاشي ته ليکلى دى، خوکه پسله کتلو د هغو دلايلو چي محترم ډاکټر ذکر کړي دي په دې کي هيڅ شک نه پاته کيږي چي هو! دغه هغه لفظ او عبارت دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و نجاشي ته ليکلى دى مګر دا چي دا هغه ليک دى چي پسله حديبيې ليکل سوى دى د دغه د اثبات دپاره کوم دليل نسته او هغه لفظ يا عبارت چي امام بيهقي د ابن اسحاق څخه را نقل کړى دى هغه!د هغو ليکونو سره مشابه دى کوم چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر حديبيې وروسته د نصاراوو و پاچهانو او آمرانو ته لېږل، ځکه په هغه کي هغه آيات شريف سته چي د دغه وخت په ليکونو کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه آيات شريف ليکل عادت ؤ، چي هغه دغه آیات شریف دی: 


قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَىٰ كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلَّا نَعْبُدَ إِلَّا اللَّهَ وَلَا نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلَا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللَّهِ فَإِن تَوَلَّوْا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ ﴿آل‌عمران: ٦٤﴾.


او په هغه ليک کي د اصحمه نوم هم په صراحت سره ذکر سوى دى. 


مګر دغه لفظ او عبارت چي ډاکټر حميدالله ذکر کړى دى ممکن دا د هغه ليک لفظ او عبارت وي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اصحمه تر مرګ  وروسته د هغه و خليفه ته ور لېږلى وي، نو ځکه يې په دغه ليک کي د اصحمه نوم هم نه دى ذکر کړى، خو بيا هم د دغه إدعا د اثبات دپاره کوم قطعي دليل نسته بېله دې څخه چي د دغو رسالو د لفظ او عبارته څخه ځيني داخلي دلايل په لاس را تلاى سي. 


معافي غواړم! تاسي پوهېږى چي ما ولي د دغه ليک د لفظ او عبارت د تعينولو او معلومولو دپاره د علماوو دغه مختلف قولونه را نقل کړه؟ کېدلاى سواى چي دغه موضوع مي په مختصر ډول سره بيان کړې واى، مګر څرنګه چي ما مخ کي هم ويلي دي چي دغه کتاب د مختلفو استعدادو خلک مطالعه کوي او هلته داسي طالب علمان سته چي د يوې موضوع پوره څېړنه غواړي، نو ځکه د دغه ليك د لفظ د تعینولو دپاره دغه ټول قولونه را نقل سوه چي د هر چا د ذوق مراعت سوى وي. 


د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ليک د عمرو بن اُميه الضمري په واسطه نجاشي ته ورسېدى، نجاشي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ليک واخستى او پر سترګو يې کښېښاوه د خپله تخته څخه را کښته سو او پر مځکه کښېنستى او  د جعفر بن ابي طالب رضی الله عنه  پر لاس يې ايمان راوړى.


 نجاشي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ليک په جواب کي بل ليک وليکى چي هغه په داسي ډول سره ؤ: 


بسم الله الرّحمْن الرّحيم، و محمّد رسول الله ته د نجاشي اصحمه د طرفه: سلامٌ عليک يا نبي الله! من الله و رحمة الله و برکاته، الله الّذي لا إلْه إلا هو، امّابعد:

 

يا رسول الله! ستا هغه ليک و ما ته را ورسېدى چي په هغه کي دي د عيسْى عليه السلام  حال ذکر کړى ؤ، د آسمانو او مځکي په رب مي دي قسم وي چي عيسى عليه السلام  تر هغه هيڅ زيات نه دى چي تا ذکر کړى ؤ، هغه هم واقعاً داسي دى لکه تا چي فرمايلي وه او موږ په هغه شي پوه سوو چي تا موږ ته را ليږلي وه، يا موږ په هغه شي و پوهېدلو چي ته د هغه دپاره موږ ته را لېږل سوى يې، ما ستا د اکا د زوى او ستا د اصحابو عزت وکړی او زه دا شاهدي آداء کوم چي ته د الله رسول يې، صادق او مصدوق يې او ما ستا سره بيعت کړى دى او ستا د اکا د زوى سره مي بيعت وکړی او د ده پرلاس والله رب العالمين ته تسليم سوم. 


همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم  د نجاشي څخه دا غوښتي وه چي جعفر رضی الله عنه  او د ده سره په حبشه کي مهاجر مسلمانان ورته را وليږي، نو نجاشي دغه نفر  په دوو کښتيو کي د عمرو بن اُميه الضمري رضی الله عنه  سره ورته را ولېږل، کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خيبر کي ؤ دوى ور ورسېدل، نجاشي د هجرت د نهم کال د رجب په مياشت کي د تبوک تر غزاء وروسته وفات سو او رسول الله صلی الله علیه وسلم  د غائب د جنازې لمونځ پر آداء کړى، کوم وخت چي نجاشي رضی الله عنه  وفات سو د ده پر ځاى بل پاچا کښېنستى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  و هغه ته هم يو بل ليک ور ولېږى خو دا نه ده معلومه چي هغه مسلمان سو که يا؟ دا هغه نجاشي رضی الله عنه  ؤ چي د اسلام قصه يې مخ کي هم درته بيان سوې وه مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  دوهم وار بيا قاصد ور ولېږى چي د ده پر اسلام تائيد او تاکيد وسي.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته