تازه سرليکونه
د (د نر او ښځي توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نر او ښځي توپیر:د ښځو مالي او اقتصادي حقوق
  تعلیم الاسلام راډیو
  February 13, 2018
  0

د نر او د ښځې توپیر په اسلام او ساینس کي (۲۵)

 

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

۲: سوال:  ولي په ميراث کې دوې ښځې له يوه نر سره برابرې دي؟

 

کله چي ښځه د پلار په کور کي وي نو ټوله مصرف، نفقه او کالي ئې د پلار او يا مشر ورور ذمه ده، او کله چي ښځه د خاوند و کور ته ولاړه سي نو بيا ئې ټوله نفقه، کالي او مصرف پر خاوند باندي  دي، نو ځکه په ميراث کي الله جل جلاله ورته نيم حق ورکړيدئ، که چيري موږ يوه بېلګه وړاندي کړو ؛ په يوه کور کي يو ورور او دوې خويندې دي که چيري دا نر۱۰۰ افغانۍ ولري او دا خويندي دواړي ۱۰۰ افغانۍ و لري نو دا د ورور سل افغانۍ به ختمي سي  نوري په زرهاوو به ختمي سي خو د خويندو دا سل افغانۍ به ختمي نه سي  دا ځکه چي ددې دوو خويندو ټوله خرڅ پر ورور باندي دی نو له همدې کبله الله جل جلاله دا پرېکړه د انصاف او عدل په دائره کې کړېده.

 

په ميراث کې د ښځې حق او اقتصادي امتيازات:
–د ښځې ټول مصارف او خرڅ لومړی په پلار او بيا په خاوند باندي دئ او هیڅ ډول مصرف له خپل جيب څخه نکوي خو سره لدې هم اسلام هغې ته د خپل اصلي مسؤليت د اداء کولو لپاره زيات مالي او اقتصادي امتيازات ورکړيدي چي په لاندي توګه وړاندي کيږي:

 

الف : د خپل پلار په ميراث کي د ورور نيمه برخه د خور حق کيږي .
ب : د خپل خاوند په ميراث کي د اولاد د شتوالى په صورت کي اتمه برخه او که اولا د نه وي څلورمه برخه اخلي .
ج : د نکاح په وخت کي د خاوند څخه مهر د ښځې حق دئ .
د : د اولاد په ميراث کي ښځه شپږمه برخه اخلي .
ھ : د خپل کار، کسب، تجارت ،هديو او تحفو څخه چي څه ګټه او نفع راځي هغه ټوله د ښځې حق دئ .

 

۳: سوال:  ولي ښځې له نارينه سره په ټولنه کي مساوي کار نسي کولای؟


د ښځو په نامه مساوات دا د اسلام په خلاف د لويديځ يوه پروپګنډا ده، ، هغه عزت چي اسلام و ښځې ته ورکړيدئ، هغه په هيڅ دين کې نسته، بيا په فطري ډول سره د ښځې او نر دندې بيلي دي، که موږ يوې کورنۍ ته راسو،

ايا د يوه ماشوم روزنه به يو نر ښه وکولای سي او که يوه ښځه؟

ايا د کور نظم او سنبالښت به نر ښه وکولای سي او که ښځه؟

ايا ښځه د نر سره مساوي کار کولای سي؟

ايا هغه هيوادونه چي د ښځو د حقوقو ناروا ږغونه پورته کوي په دوی کې و ښځو ته د دوی په آند مساوي حقونه ورکول شوي دي؟

ايا که يو هيواد لس لکه اردو ولري په دې کې یې ولي پنځه لکه ښځې نه دي؟

ايا که په يوه پارلمان کې سل وزيران وي ولي یې پنځوس ښځې نه دي؟

په نړۍ کې د څو هيوادونو مشران ښځېنه دي؟

په نړۍ کي څومري ښځېنه ساينس پوهانې لرو؟

ولي ټول کشفيات او اختراعات په نارينه وو پوري اړه لري؟

او که په مجموع کې و ګورو د نړۍ دا ټول سياسي، اقتصادي، علمي او فوځي نظام څوک چلوي نارينه که ښځېنه؟

که ښځې ورسره جوختي وي نوسلنه به ئې څومري  وي؟

د ښځې فطري جوړښت دا اجازه نه ورکوي چې ښځه دي د نر په شان سي، او د نر کار وکړي ، چې موږ مخکي د ساینس په رڼا کې ورباندي بحث وکړ.

 

په غرب کې د ښځو حقوق:
په غربي نړۍ کې ښځه د لوبو يوه اله ده، ښځه د نڅاه او جنسي اړيکو د تسکين يوه منبع ده، ښځې وژل کيږي، تښتول کيږي، بې عزته کيږي، مال او ناموس ئې لوټيږي، ښځه په ښارونو کې په لس ډالره ټوله ورځ وقف وي، په کورنو په هوټلونو کې کار کوي هرڅه ورسره روا دي، په کوڅو کي بوټونه پالش کوي، په کرايه له نارينه سره د معين وخت لپاره ځي، په کارخانو کې سخت کارونه کوي چې ډېر ځله خپل ژوند له لاسه ورکوي او داسي نور.....

 

په اسلامي نړۍ کې ښځه د کور ملکه ده، خاوند، پلار او يا ورور یې چې هر څه ګټې هغه که په هر څومره تکلیف سره وي هغه راوړي و دې ته یې ورکوي او ددې خواهشات ور پوره کوي بيا هم پر اسلامي ټولنه باندي اعتراضونه کيږي د تعجب خبره ده، ډېري خويندې په دې مسلمانې سوي دي چې له کارونو ستړي دي روحي پريشانيو وړي دي باطني سکون نلري خو کله چې اسلام قبول کړي بيا د کور سرداره سي او هوسا سي.

 

نور بیا...

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته