تازه سرليکونه
د (د نر او ښځي توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نر او ښځي توپیر: د نکاح ګټي د ساینس له نظره (۳۲)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 29, 2018
  0

د نر او د ښځې توپیر په اسلام او ساینس کي (۳۲)


لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


په ساينس کي د واده کولو ځيني ګټې:


۱ـ د اندېښنو کمېدل: مشروع جنسي اړيکې د وينې فشار په ټېټدو او د فشار په کمېدو کي مهم رول لري. هغه کسان چې په منظم ډول مشروع جنسي اړيکې ساتي د هغوی د وينې فشار نورمال وي، آن خپله مېرمن په غېږ کې نيول هم په ښځو کې د وينې فشار د ټيټېدو لامل کيږي.


۲ـ د بدن د خونديتوب سيستم پياوړتيا: جنسي روغتيا له جسمي روغتيا سره برابره ګڼل کيږي. هغه کسان چې په اونۍ کې لږ تر لږه يو ځل هم مشروع جنسي اړيکې نه ساتي نو له وجود څخه يې يوه زياته اندازه ايمنو ګلوبين ضايع کيږي، چې کولای سي د يو شمېر مکروبونو له هغې ډلې د زکام يا ريزش په وړاندې ستاسو ساتنه وکړي.


۳ـ د کالورۍ سوځېدل: په هر ځل جنسي اړيکو کې ښايي تر ۸۵ کالوريو پورې وسوځوي، ممکن ستاسو په نظر دا اندازه لږ معلومه سي، خو دا چې دغه اندازه کالوري په ټول بدن کې لګول کيږي، نو د ورزشي حرکتونو په شان ډېره اغېزمنه ده.
۴ـ د زړه د حالت ښه والي: ځينې د لوړ عمر کسان په دې باور دي چې ښايي د جنسي اړيکو پر مهال يې زړه ودريږي.

خو څېړنکو موندلې او دې نتيجې ته رسېدلي چې په منظمه توګه مشروع جنسي اړيکې د زړه له درېدو سره هيڅ تړاو نه لري. آن دا چې مشروع جنسي اړيکې د زړه د درېدو يا سکتې په مخنيوي کې مهم رول هم لري.


۵ـ پر نفس باور: د څېړنو له مخې مشروع جنسي اړيکې پر نفس باور پياوړی کوي. ان هغه کسان چې پر خپل نفس ډېر باور هم لري وايي د ښه احساس لرلو لپاره مشروع جنسي اړيکې ټينګوي.


۶ـ د مينې ډېروالی: مشروع جنسي اړيکې د اکسي توکسين هورمون کچه لوړوي، دغه هورمون د مينې هورمون په نوم پېژندل کيږي چې د زړونو د نژدې کېدو او د باور په برخو کې مرسته کوي.


۷ـ د خوږ يا درد کموالی: د اُکسي توکسين را خورېدو سره اندروفين هم آزاديږي، چې د خوږ يا درد په آرامولو کې ډېر اغېزمن دی. نو له دې کبله د مشروع جنسي اړيکو په وسيله د سر خوږو په ګډون يو شمېر دردونه ښه کيږي.


۸ـ د پروستات په سرطان د اخته کېدو کموالی: هغه نارينه چې عمر يې د دېرشو او څلوېښتو کلونو ترمنځ وي، مشروع جنسي اړيکې د عمر په راتلونکو کلونو کې د پروستات په سرطان اخته کېدو امکان راکموي. د پاخه عمر کسان هم دغه تګلاره خپلولی سي.


۹ـ ښه خوب کول: څېړنو ښودلې هغه اوکسي توکسين چې په غړو کې خپور سوی د خوب د ګډوډېدو لامل کيږي. او مشروع جنسي اړيکې دغه ماده له وجوده باسي.


پورتنۍ ښېګڼې په هغه صورت کي ولاسته راځي چي کله واده وسي ، او برعکس که واده نه وي نو نه د خوراک انتظام برابروي، نه د جنسي اړيکو وخت او ځای برابروي، نه دماغ برابروي او داسي نور... 


په امريکا کي د ودونو د نشتوالې له کبله د ماشومانو ناوړوه حالت


په امريکا کي ۱۵ ميليونه ماشومان بې پلاره دي، او۵ ميليونه ماشومان بې موره دي، په دې هکله ډيکارو(Vincent DiCaro- vice president of the National Fatherhood Initiative  دا تور لګوي چي زموږ ټولنه ددې ستونځو په درلودلو سره ناروغه ټولنه ده، څېړني داښيي چي هغه ماشومان چي  پلرونه نلري په واقعيت کي يوه ټولنيزه نه زغمل کېدونکې ستونزه ده د ماشومانو لپاره،بايد ودې ته توجه وسي او د حل لارې چارې ئې وسنجول سي، په ۲۰۱۱ ميلادي کال کي د ملبورن پوهنتون (University of Melbourne) په يوه څېړنيزه مقاله کي ويلي دي چي هغه ماشومان چي پلرونه نلري په ټوله هيواد کي ئې د جرمونو ګراف لوړ دی، چي دا يوه ملي ستونزه ده، کاناډايي پوهان په دې آند دي چي پلار د ماشوم په روحي، ذهني، فزيکي او اخلاقي روزنه کي پوره ونډه لري او که پلار نه وي نو ضرور به خلا راځي، هغه ماشومان چي پلرونه نلري هغه تل د مسکنت ښکار وي، همدا مسکنت دئ چي و ټولو ناوړو کړونو ته لار هواروي، په امريکا کي په ۱۰ ماشومانو کي ۴ ماشومان ميندې نلري، يعني ماشوم پيدا سي او د مور ئې خپله او د ماشوم ئې خپله، د۲۰۱۴ ميلادي کال سروې ښيي چي ټوله ۱۸ ميليونه ماشومان لوی سوي دي بېله پلرونوڅخه چي په دې کي ۴۵٪ ئې له غربت سره لاس او ګريوان دي.


۴۹٪ ميندې بې واده دي، يعني اولادونه لري خو ودونه ئې نه وي کړي، ۵۱٪ ښځې طلاقي وي، بيله طلاق جلا سوي وي او يا کونډي سوي وي، چي په دې کي ئې نيمايي ښځې يو ماشوم لري او۳۰٪ ښځې ئې دوه ماشومان لري؛ ۴۹٪ ښځې ودونه نه کوي.

 

۲۴٪ ښځې ئې بې وظيفو دي، نيمايي ښځې ئې بشپړ وخت وظيفې لري چي له زياتو ستونزو سره مخ دي، ۲۳٪ ښځې ئې د خپل ژوند عوايد له رسمي دندو څخه ولاسته راوړي، لکه بوټونه پالشول، په هوټلونو کي مزدوري کول، او داسي نور...

 

د۱۰ ميليونه څخه اضافه هغه کورنۍ دي چي له ماشومانو سره په ډېر لږ عايد سره ژوند کوي، ۳۹٪ هغه کورنۍ دي چي يواځي ماشومان ميندې لري او پلرونه نلري- هغه ښځې چي ماشومان لري او ودونه ئې نه وي کړي هغه د ډېرغربت سره مخې دي، چي دا و۴۰٪ ته رسيږي، او هغه ماشومان چي مور او پلار دواړه لري هغوی صرف ۷٪ دي چي توپير ئې ډېر زيات دی.

 

په امريکا کي هغه ښځې چي په ۲۰ کلنۍ کي حملداره سي ۶۰٪ ئې ماشومان د زيږيدو وروسته له منځه وړي او۲۶٪ ئې ماشومان د پيدايښت مخکي ضايع کوي، او نور ماشومان بيا د نه روزنې له کبله له منځه ولاړ سي.

 

 په امريکا کي په ۲۰۱۳ کال کي ۲ميليونه ماشومان بيله نکاح پيدا سويدي چي په عام ډول سره ورته حرامي وايي، چي په دې کي ۳۷٪ هغه ښځې دي چي عمرونه يي ۲۰ او يا کم دي، تور پوستي امريکايان بيا په دې کي مخته دي هر کال ۷۲٪ زيږون بيله نکاح صورت نيسي.

 

نور بیا...

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته