تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څو پاته سوي سنتونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 5, 2018
  0

رالېږونکی: مولوي محمود / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2016-01-10

 

هسي خو ډیر اهم مبارک سنتونه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارک ژوند اهداف او لارښووني د امت څخه پاته دي که څه هم اوس هم داسي وفاداره امتیان سته چي د ټولو سنتو د عملي کولو توفیق لري خو بیا هم ځیني سنتونه چي عموماً ترک ښکاري په لاندي ډول دي چي باید ژوندي سي:

 
صحابه کرامو رضي الله عنهم مسنون وه ټول عملي کول ځکه هغوی ویل چي دا خو " سنت " دي، 
او موږ يې په دې پرېږدو چي دا خو صرف " سنت " دي! (استغفرالله!)
  • په اذان کي به مؤذن د کلماتو پرلپسي والي کاوه او سامع به هغه شان کلیمات ویل.
  •  شپې شروع په دوه رکعته لمانځه سره کول.
  • خوراک په درو ګوتو کول.
  • په تاسو کي دي څوک په ولاړه اوبه نه چیښي.
  • اوبه په درو ساه چیښل
  • په اوداسه سره بیدیدل.
  • د مسلمان ورور زیارت د الله جل جلاله د رضا له پاره کول.
  • د کور په کارونو کي د خپلي کورنۍ سره مرسته کول.
  • سپین ورېښته ته په رنګ سره تغیر ورکول بیله تور رنګه.
  • د نارینه له پاره سپیني جامې اغوستل.
  • د ملاقات په وخت کي روغبړ کول.
  • لویدلې ګوله را پورته کول کوم خاشاک یا خاوره چي وي هغه ځیني لیري کول، پاکول او خوړل.
  • پر راسته اړخ خوب کول.
  • د مریض پوښتنه کول.
  • نوږي یا ترچي کوونکي ته چي الحمدالله ونه وايي، یرحمک الله مه وایاست.
  • د شرموښکۍ وژل (ځکه خلګو ته ډول ډول ضرر او مریضۍ رسوي او د پخوا څخه یو مضر حیوان دی، څیړني ښيي چي ددې حیوان په ذریعه د میکروب ضد درملو سره مقاومت پیدا کیږي یعني د میکروب ضد درمل مریض ته ګټه نه کوي).
  • د لاري څخه د ضرري شي لیري کول.
  • په اوبو کي نه پوکل.
  • د امت مشکلات په اجتماعي روحیه د حلولو کوښښ کول
  • نکاح په مسجد کي کول
  • د خلګو اړتیاوي پوره کول
  • د قهر زغمل
  • وصیت لیکل 
  • د جمعې لمانځه ته وختي تلل
  • د ظلم مخنیوی کول
  • همسایه ته طعام استول
  • تلاوت، اذکار او دعاګاني کول
  • پر مسلمان ښه ګمان کول 
  • د مسلمان دفاع کول
  • نوافل لمونځونه لکه د څاښت لمونځ، تهجد...
  • مسواک وهل
  • د دوستانو سره صله رحمي
  • د بدو څخه منع او په ښو امر کول
  • د یتیمانو سره مرسته او ښه سلوک
  • د هري میاشتي د ایام بیض روژې نیولي
او داسي نور.........
 
دا سنت باید عملي کړو او تر نورو مؤمنانو يې ورسو ترڅو د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک سنتونه ژوندي کول زموږ وظیفه وګرځي. 
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
 
ژباړه: که څوک زما د سنتو څخه یو سنت را ژوندی کړي چي هغه زما څخه وروسته ترک سوی وي (څوک يې نه عملي کوي) نو یقیناً ده لره همدومره ثواب ورکول کیږي څومره چي پر دې (سنت) عمل کوونکو ته ورکول کیږي بېله دې چي د دوی په ثوابونو کي کمی راولي. او که چا د ګمراهۍ یو داسي بدعت جوړ کړی کوم چي الله او د الله رسول یې خوښ نه لري نو پر ده دومره ګناه راځي څومره ګناهونه چي پر دې بدعت عمل کوونکو ته ورکول کیږي. بیله دې چي د هغو په ګناهو کي کمی راسي.  رواه الترمذي و رواه ابن ماجه 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته