تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دعلمانیت یا سیکولرزم مفهوم او ورته کلمات
  تعلیم الاسلام
  February 25, 2017
  0
 ژباړه او اوډونه: اسد الله انعام / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

الف- په انګريزي کي
 
څرنګه چي د علمانيت لفظ له انګريزي ژبي څخه په غلط مفهوم راژباړل سوی دی، نو لازمه بولو چي د همدې لفظ معنی ګاني له هماغه اصلي منابعو څخه رانقل کړو، تر څو مفهوم ئې ښه راته واضح سي.
 
د سيکولريزم تر مطرح کېدو وړاندي که څه هم د دين او حکومتونو ترمنځ ټکرونه ډېر پېښ سوي دي، خو دا اصطلاح ډېر وروسته رايج سوه، دغه اصطلاح د برتانوي ليکوال او د برمنګهم د يو مدرس جارج جيکب هولی اوک (George Jacob Holyoake) طرف ته منسوبېږي، نوموړي کس، چي کله په (۱۸۴۰) م کي خپله نظريه ښکاره کړه، هغې ته ئې د سيکولريزم اصطلاح استعمال کړه. وروسته بيا ياده اصطلاح د هغي سياسي نظريې او تمدني رويې لپاره استعمال سوه، کوم چي اروپا د عيسايت څخه د خلاصون په موخه اختيار کړې وه. (۱)
 
په انګريزي قاموسونو کي د سيکولريزم (Secularism) زياتي معناګاني رانقل سوي دي، چي اکثره سره مترادفي او نژدې دي، دلته د سيکولريزم د مادې د مشتقاتو ژباړه رانقل کيږي:
 
۱- سيکولر (Secular)
 
سيکولر)Secular) اصلا له لاتيني کلمي(saeculum) څخه اخيستل سوې کلمه ده، چي مفهوم ئې (مکان او زمان) دی، د زمان څخه مراد اوس وخت يا عصري احساس او فهم دی او له مکان څخه مراد نړۍ ده، يعني دنيوي احساس درلودونکی يا په نړۍ کي عصريت او جديديت فکر کوونکی. (۲)
 
سيکولر په ځيني انګريزي قاموسونو کی په لاندي څو معناګانو سره راغلی دی: 
 
الف- ,worldly temporal ,earthly profane ,، يعني دنيوي او مادي کس.
 
باء- non-religious, sacred هغه کس چي دينداره او روحاني نه وي.
 
جيم- not spiritual ,lay هغه څوک دی، چي رهباني او يا د رهبانيت بلونکی نه وي.
 
دال- Christian Church not subject to or bound by religious rule يعني هغه مسيحي کليساء چي ديني او مذهبي اصولو ته وفاداره نه وي.(۳)
 
هاء- secular means not connected with religious or spiritual matters.
ژباړه: سيکولر يعني هغه كس, چي د ديني او معنوی مسائلو سره تړاو نه لري. (۴)
 
۲- سيکولريزم (Secularism)
 
سيکولريزم د انګريزي ژبي په منابعو کي په مختلفو معنی ګانو او مفاهيمو سره استعمال سوی دی، چي ځيني ئې موږ دلته رانقلوو:
 
Secularism is a belief system that rejects religion, or the belief that religion should not be part of the affairs of the state or part of public education. The principles of separation of church and state and of keeping religion out of the public school system are an example of secularism. (۵)
 
ژباړه: سيکولريزم داسي يو عقيدوي سيستم دی، چي دين او مذهب ردوي، يا داسي عقيده ده، چي وايي: دين او مذهب بايد د سياست او عامو زده کړو برخه نه وي، د کليسا او سياست تر منځ بېلتون او يا دين له تعليمي سيستم څخه ليري ساتل د سيکولريزم مثالونه دي.
 
هغه نظريه ده، چي وايي:اخلاق او تعليم بايد پر ديني بنسټونو بناء نه وي.
 
Indifference to or rejection or exclusion of religion and religious consideration
ژباړه: دين يا د دين په نظر کي نيولو په اړه بې تفاوتي کول او يا هم ردول.
 
د- د لورنيزو زوکو (Lorenzo Zuccu) په اند سيکولريزم دوې مختلفي معنی ګاني لري:
 
Political project with a set of normative claims as to the relationship between religion and state. Secularism and secularization may go hand in hand as it was the case in Europe until the end of the last century (۶).
 
ژباړه: سياسي پروژه او د ادعاګانو مجموعه ده چي د دين او دولت تر منځ د اړيکو تر عنوان لاندي وړاندي سوې ده، سيکولريزم او سيکولرایزیشن کېدلای سي سره لاس په لاس سي، لکه څنګه چي د تېري پېړۍ تر وروستيو پوري په اروپا کي همدا جريان درلود...
 
 
په هغو ديموکراتيکو حکومتونو کي، چي اداره ئې د قانون له مخي مخته وړل کيږي د دين او دلت ترمنځ بېلتون او په ځينو برخو کي د حکومت او سياست بېلوالی عادي خبره ده، دا ډول سيکولريزم په بېلابېلو مختلفو لارو او نومونو سره پلي کېږي، لکه : (fighting secularism) په فرانسه کي، (positive secularism) په ايټاليا او هسپانيا کي، (opened secularism) په کيوبا کي. (۷)
 
Secularism as a worldview (claims to provide a value system common to all citizens by expelling religion into the private sphere) (۸)
 
ژباړه: سيکولريزم د يو نړيوال نظر په توګه ادعا لري، چي د يو مشترک ارزښتناک سيستم په توګه بايدد ټولو اوسېدونکو لپاره دين خصوصي ساحې ته وايستل سي.
 
Secularism (describes and ideology that is, and has been since its inception, anti-religious) 
ژباړه: سيکولريزم دا توضيح کوي او يا داسي نظريه ده، چي دکار له پيله د مذهب پر ضد د فعاليت په هڅه کي وي.
 
Secularization, according to Olivier Roy, (is a social phenomenon that requires no political implementation) (۹)
 
ژباړه: د اوليور روی په نظر سيکولرايزشن يوه داسي ټولنيزه پديده، چي د سياست پلي کېدو ته پکښي هيڅ اړتيا نسته.
 
Secularism means: in philosophy, the belief that life can be best lived by applying ethics, and the universe best understood, by processes of reasoning, without reference to a god or gods or other supernatural concepts (۱۰)
 
ژباړه: په فسلفه کي د سيکولريزم معنی ده: په دې باور چي ژوند هغه وخت ښه تېرېدلای سي، چي ښه اخلاق پکښي پلي کړل سي، نړی د استدلال له لاري وپوهول سي، بېله دې چي خدای يا خدايان او يا نور طبيعي مفاهيم د ماخذ په توګه ياد کړل سي.
 
 Secularism is a principle that involves two basic propositions. The first is the strict separation of the state from religious institutions. The second is that people of different religions and beliefs are equal before the law.(۱۱)
 
سيکولريزم يو اصل دی، چي دوو اساسي قضيوته پکښي ځای ورکړل سوی دی:
 
اول : له ديني جوړښتونو څخه په ټينګه د دولت بېلتون.
دوهم: مختلف عقايد او اديان د قانون په وړاندي سره برابر دي.
 
 په امريکايي دايرة المعارف کي دنيويت (سيکولريزم) داسي راپېژندل سوی دی: هغه نظام دی چي پر طبيعي اخلاقي جوړښتونو ئې اساس ايښودل سوی وي او د سماوي اديانو يا د طبيعت له خارق العاده قوې (supernatural) څخه بېل او مستقل وي. يعني د هر انسان حق دی، چي د خپل ځان په اړه فکر وکړي، پر هري موضوع باندي خپل د نظري اختلاف څرګندونه وکړي او په هر ډول مذهبي موضوعاتو لکه: روح، د الله بقاء او نورو باندي بحث او تمحيص وکړي. (۱۲)
 
 د دې نظريې له مخي بايد حکومتي نظام د مذهبي او ديني تړاو پرته تشکيل سي او د حکومت او نظام ټولي ادارې بايد د مذهبي او ديني هداياتو، اوامرو او احکامو څخه په آزادانه ډول اجراءات وکړي. 
 
په (penguin Dictionary of politics) کي د سيکولر نظام په اړه داسي راغلي دي:
 
د سيکولر نظام څخه مراد داسي نظام دی چي په حکومتي سطح د هيڅ مذهبي ډله او مقام سره اړيکه او تړاو ونه لري. انګلستان ته له دي وجي سيکولر نظام نسي ويل کېدای، چي هلته د انګليستان کليسا (Church of England) حکومتي مذهب ټاکي. په همدې توګه په (Scandinavian) مملکتونو(ډنمارک، ناروی او نورو) کي (Lutheran Church) کليسا حکومتي حيثيت لري، البته امريکا يو سيکولر حکومتي نظام لري، ځکه د دوی د قانون له مخي په حکومتي سطح د دين او کليسا قيام ممنوع کړل سوی دی، په عملي توګه ددې اصطلاح اطلاق پر هغو هيوادونو باندي کېږي چيري چي حکومتي اداره په هيڅ صورت کي له دين او مذهب سره تړاو نه ساتي، د همدې امله انګلستان، امريکا، سکنډنيويا او ځينو نورو حکومتونو ته هم سيکولر حکومتونه ويل کېږي. (۱۳)
 
د هارورډ پوهنتون يو عيسوي استاد (Harvey cox) د سيکولريزم د وضاحت په ترڅ کی وايي: 
 
په عام ډول مغربي پوهان سيکولريزم يوازي د دين او سياست د بېلتون د ساده جلاوالي سره راوړاندي کوي، ګواکي دا يوه داسي بې ضرره او معصومه پاليسي ده، چي حکومت د دين په اړه غير مسؤل دی او هر شخص په انفرادي ژوند کي پر خپلو مذهبي تصوراتو باندي داسي عمل کولای سي، چي هيڅ څوک يا حکومت ئې په وړاندي مزاحمت نسي کولای او حکومت په خپلو انتظامي چارو کي د هيڅ يوه مذهب سره ترجيحي رويه نه کوي. د مسلمانو ټولنو د واک څښتنان او سيکولر پوهان همدا په پوښ کي پېچلې نظريه وړاندي کوي او تبليغ ئې کوي، هاروي کوکس ددغه منافقت څخه پرده پورته کړه او د سيکولريزم نظري اساسات ئې په وضاحت سره بيان کړل.
 
 ددې نظرياتو مطابق د سيکولريزم لپاره خپل ځانته کلامي بحثونه او واضح علمي نظريات سته.(۱۳)
 
اړوند لیکني:
د سیکولرزم بنسټونه او فکري تګلاره
 
د سيکولر فکر لرونکو کسانو ډولونه
علمانیت سیکولرزم Secularism
 
----------------------------
۱: علوي، پروفيسور ډاکټر خالد، اسلام او سيکولريزم.
۲: Islam and secularism, by Sayed Muhammad Naquib Al-Attas, international institute of Islamic thought and civilization (ISTAC)1993
۳: Oxford University Press, 2004
۴: http://www.oxforddictionaries.com/definition/english/secular
۵: http://www.yourdictionary.com/secularism
۶: A secular Europe, p: 27 by Lorenzo zucca, Oxford University press, first edition 2012
۷: A secular Europe, p: 27 by Lorenzo zucca, Oxford University press, first edition 2012
۸: Legal dimensions of secularism: challenges and problems, Rafael palomino  
۹: Legal dimensions of secularism: challenges and problems, Rafael palomino  
۱۰: http://en,wikpedia.org/wiki/secularism
۱۱:http://www.secularism.org.uk/what-is-secularism.html
۱۲: Encyclopedia Americana.
۱۳: Encyclopedia Americana.
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته