تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فکري جګړې د مخنیوي لاري چاري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 23, 2023
  0

ژباړه : مولوي عبدالسلام حنفي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د فکري جګړې د مخنیوي لاري چاري


رواني جګړه د فکري، کلتوري او ایډیالوژیکي فضا د رامنځته کولو یوه هڅه ده، چي د مناسبو رسنیو د وسایلو د کارولو په ګډون په ټولو برخو کي فکري هوښیارتیا او هنري مدیریت ته اړتیا لري.  موږ باید د دښمن له رواني جګړې سره د دښمن په همدې طریقو سره مقابله وکړو او د اسلامي ارزښتونو، کلتور او اخلاقو مراعات وکړو او د هغوی ښکاره او پټي دسیسې شنډ کړو.  له دې جګړې سره د مقابلې تر ټولو مهمي لاري، چي موثریت یې د تجربې له مخي ثابت شوی دا دي: 


 ۱ :  پر الله جل جلاله توکل او د اسلام له دښمنانو سره په مقابله کي د  الله جل جلاله  په مرسته باور کول.


 ۲ : د دوست او دښمن د پېژندلو بصیرت او د رواني جګړې د بېلابېلو ډولونو او د هغې سره د مقابلې د لارو چارو پوهاوی. 


۳ : پر ځان باور او خپل دیني هویت ته راګرځیدل: که یو ملت په خپله سرمایه، امکاناتو، وړتیاوو، امتیازاتو او برتری باور ولري، هیڅکله به د بهرنیانو په وړاندي د کمترۍ احساس ونه کړي او ډیر لږ به  له رواني جګړو اغیزمن شي.


۴ : د خپل هیواد داخلي خلکو کنټرول او د دوی ترمنځ همغږي رامنځته کول: دا د هري ټولني د مشرانو او واکمنانو مسؤلیت دی، چي که چیرته د خپلو ځواکونو له تجاوز/ افراط او تفریط  څخه سترګي پټي کړي او یا د خپلو ځواکونو ترمنځ توازن رامینځته نه کړي. نو له امله یې د خپل هیواد د خلکو او یا د خپلو ځواکونو ترمنځ بې اتفاقي د دښمن د رواني جګړې د بریالیتوب لامل کیږي.


۵ : د ټولني د غړو تر منځ د دوستۍ او پيوستون رامنځته کول: د هیواد په مشرانو او مسؤلینو باندي لازمه ده چي د ټولني د وګړو ترمنځ باور او او د یو بل د خبرو د تحمل او پورته کولو توان رامنځ ته کړئ او د وېش او تفرقې مخه باید ونيول شي، چي ټولنه په  ډلو ډلو ویش د بې اعتمادۍ بنسټ جوړوي او د دښمنانو له ارادو سره مرسته کوي.


۶ : د ریښتیا ویلو عادت په خلګو کي  خپرول او له دروغو څخه ډډه کول.


۷ : د اسلامي وقار او واک په لار کي د داخلي وسایلو او وړتیاوو څخه کار اخیستل. 


۸ : د هیوادوالو روزنه ترڅو دوی وکولی شي د حقیقت او  دروغو تبلیغاتو تر مینځ توپیر وکړي. له همدې امله باید پوه شي او د افواهاتو د خپریدو په مخنیوي سره د دښمن درواغ بې بنسټه کړي او هغه څه چي په بیلابیلو ځایونو کي یې اورېدلي له بیانولو ډډه وکړي.


۹ : د دښمن په کمزورو ټکو پوهېدل، دښمن تل هڅه کوي، چي د خپلو کمزورو ټکو په پټولو سره د اورېدونکو په ذهنونو کي ناسم واک رامنځته کړي او په دې توګه  د دوي مخالف له جګړې څخه  نا امیده کړي او کله چي  د دښمن کمزوري ټکي روښانه او ښکاره  شي، نو له همدې سببه دښمن په ذهنونو کي د خپلي ماتي  نظریه رامنځ ته کیږي او دښمن ماته خوري.

 

www.taleemulislam.net

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته