تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سریالونه د نوي نسل د بې لارۍ اصلي سرچینه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 5, 2024
  0

لیکنه: بریالی فیضي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه  


بهرني سریالونه د نوي نسل د بې لارۍ اصلي سرچینه ده 


الحمدلله زموږ ټولنه یوه اسلامي او کلتوري ټولنه ده، د ژوند له پاره له نیکونو په میراث را پاته خورا ښه تهذیب لرو، باتوري، سنګین واله او غوره اخلاق زموږ د ټولني خاصي ځانګړتیاوي پاته سوي دي.


د تاریخ په بېلابیلو پړاوونو کي مو خپل برم ساتلی دئ. 


پر دې هر څه سربېره زموږ نیکونه په سیمه کي د یوه قوي او لوړ مورال لرونکي ملت په توګه پاته سوي دي، موږ ستر امپراتور احمدشاه بابا لرو، ملي قائد میرویس خان نیکه لرو، دینداره او عالمه مور نازو انا لرو او همدارنګه مو د تاریخ په بېلو پړاوونو کي خورا وړ کادرونه لرلي دي.


دا یو ویاړلی ملت دئ، د دې ملت سره نه ښايي چي د نورو قومونو په وړاندي د کمترۍ احساس وکړي او د هغوی تر فکري، فرهنګي، سیاسي او یا هم اقتصادي یرغل لاندي راسي. 


له بده مرغه باید ووایم، چي په دې وروستیو څلورو لسیزو کي د بهرنیو هیوادونو پر سیاسي او اقتصادي مداخلو سربېره د فرهنګي یرغل له پاره هم پوره بستر برابر و، چي له امله ئې زموږ زیات شمېر ځوانان د بهرنیو فلمونو او سریالونو له لاري د کلتور له اړخه زموږ څخه پردي سول.


بهرنیو هیوادونو وکولای سول، د سینما له لاري د دې ملت په ځوان قشر کي خپل فرهنګ ترویج کړي، چي له امله ئې زیاترو ځوانانو پر لباس، موډ او فېش سربېره په فکري برخه کي هم پردیو ټولنو ته میلان پیدا کړ.


په تېرو دوو لسیزو کي په پراخه پیمانه د هندي، پاکستاني، ترکي او غربي سریالونو او فلمونو له لاري د بهرني فرهنګ ترویج ته زمینه برابره وه، دلته به آن په کورنیو ټلویزیوني چینلونو کي بهرني سریالونه او فلمونه ملي ژبو ته ژباړل کېدل او نشرېدل.


په داسي حال کي چي بهرني سریالونه او فلمونه به اکثریت پر خورا بېځایه، وخت ضایع کوونکو او غیر اخلاقي موضوعاتو جوړېدل، اما بدبختانه شپه او ورځ به د کورنیو ټلویزیوني چینلونو پر پردو خپرېدل، چي له دې لاري به د دې هیواد هر ولایت، هري ولسوالۍ او هر کلي او کور ته بهرني کلتور او ارزښتونو لاره پیدا کول.


الحمدلله د اسلامي امارت په راتګ سره دغه ستونزه تر ډېره حده کنټرول سوې ده، په ټلویزیونونو او عامو ځایونو کي د دې ډول بهرنیو سریالونو او فلمونو پر نشر بندیز لګېدلی، خو دلته د اندېښنې وړ خبره دا ده، چي اسلامي امارت خو پر ټلویزیون د سریالونو او فلمونو نشر بند کړ، خو هغه چي د سمارټ موبایلونو له لاري ئې د انټرنیټ په مرسته ګوري باید په اړه ئې څه وسي؟


ځواب دا دئ، چي اسلامي امارت خو خپل کار کړی، چي په عام محضر کي ئې د دې بهرني یرغل د ترویج مخه نیولې، په کورونو کي دننه نو بیا د کورنیو د مشرانو مسؤلیت او مکلفیت دئ، چي باید خپل کشران په جدي ډول سره تعقیب کړي او په خورا ښه ډول سره ئې کنټرول کړي، ترڅو آینده نسل مو له بهرني فرهنګي یرغل څخه ژغورلی وي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته