تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فکري جګړه: ښکېلاک يا د اسلامي ځمکو نېونه (۸برخه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 30, 2018
  0

لیکنه: عبید الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

   لکه څرنګه چې صليبي لښکرې له سختې اوشرمونکې ماتې څخه وروسته خپلو مېنو ته له مړاوې ارمانونو سره ستانه شول او د خداى جل جلاله په فضل او د مسلمانانو د يو موټيتوب له امله یې يوه موخه هم ترلاسه نه شوه مګر اروپايان (صليبيان) لدې ماتې څخه وروسته آرام پاتې نه شول او خپله وسله يې پر ځمکه کښېنښوده او د خپلو ټپونو د درملنې لپاره يې چورتونه وهل او په اسلامي نړۍ باندې د نوي يرغل چې د نويو کړنلارو سره مل وي په فکر کې شول.

 

     د يادولو وړ ده چې په دې ځل هم د صليبيانو موخې هماغه موخې وې کومې چې د صليبي جګړو په بحث کې ذکر شوې ولې پدې توپير سره چې پدې ځل کې (د ښکېلاک په مرحله کې ) د صليبيانو موخو ډېر پروټه ايزو(اقتصادي) او د اسلامي هېوادونو له طبعي سرچينو او ذخيرو څخه په ګټه  اخيستنې باندې متمرکزه وې.

 

     اروپايانو د خپل سياست او کړنلارې د پلي کولو په وخت کې په ډېرې هوښيارۍ سره درک کړه چې اسلامي خلافت له اوسنۍ کمزورۍ سره سره د مسلمانانو د يوالى او وحدت د اصل استازيتوب کوي او مسلمانان د پتنګانو په شان د هغه (خلافت) پر شاه او خواه راڅرخي .نو ځکه يې خپلې ټولې هڅې او کوښښونه د اسلامي خلافت د نړولو لپاره متمرکزې کړې او ددغه کار لپاره يې خپل ګوډاګی او مزدور هېواد پلورونکى کمال اتاترک وګماره چې بالاخره دغه مزدور شخصيت د خپلو بادارانو په لارښوونو سره دغه موخه په برياليتوب سره ترلاسه کړه چې په پايله کې يې اسلامي خلافت ړنګ او د مسلمانانو د غوټې په څېريووالى دړې وړې شو، مسلمانان په ډلو او په کمزورو او وړو وړو هېوادونو باندې ووېشل شول ، داسې هېوادونه چې هغوى اصلاً د دفاع او مقاومت توان له لاسه ورکړ، وسله يې له لاسه ورکړه دلته وه چې د مسلمانانو په مينځ کې فتنې ، خپل مينځۍ جګړې او جهل او ناپوهي رامينځ ته شوه.

 

په دغه وخت کې لوېديځ والو وليده چې د مسلمانانو د هېوادونو د غصبولواو د هغه سيمو د طبعي سرچينو څخه د ګټې اخيستنې  ښه وخت او فرصت په لاس راغلى چې د همدې حالت په رامينځ ته کېدو سره صليبيانو د اسلامي نړۍ د مستعمره کولو لپاره دوه کاره ترسره کړل چې يو يې د اسلامي نړۍ کلابندول او دويم يې د اسلامي ځمکو وېشل وه چې هر يو به يې په لاندې ډول تشريح کړو:


الف:- د اسلامي نړۍ کلابندي (محاصره کول ):

پدې وخت کې ښکېلاکي ځواکونو د اسلامي نړۍ ترمينځ د ټولو سوداګريزو، سياسي ، فرهنګي او تعليمي اړيکو په پرې کولو باندې کار وکړ.

 

      چې همدې کار ته هسپانوي مسيحيانو او پرتګاليانو د پنځلسمې ميلادي پېړۍ په اخرکې ملاوتړله او خپلې تجارتي لارې يې په هغه لوري وغځولې چې اسلامي نړۍ له هغو ګټو څخه چې د همدې تجارت له برکته ترلاسه کولې محرومه کړي ، د همدې کار ترڅنګ هسپانويانو او پرتګاليانو چې د مسيحيت له بلاک څخه يې استازيتوب کاوه په جنوب ختيځه اسيا يې يرغل پيل کړ، د همدې بريد په پايله کې يې د اسلامي نړۍ يوه يوه ټوټه خاوره اشغالوله، د بېلګې په توګه فلپين په ۱۵۶۵م کال کې هغوى تر خپل استعمار لاندې راوست او د فلپين اوسېدونکي يې په دوه برخو ووېشل مسلمانان (مورو) اومسيحيان (انديو) ، دغو استعمارګرانو وکولاى شول چې د فلپين مسيحيان د مسلمانانو په وړاندې راجګ کړي او مسلمانان يې د فلپين په جنوب کې د مندونا په ولايت کې کلابند کړل حتى تردې چې نن ورځ د فلپين مسيحيان پدې اند دي چې ګويا مسلمانان د فلپين خلک ندي.

 

    کله به چې دوى يو اسلامي هېواد اشغال کړ نو د هغه اړيکې به يې د نورو اسلامي هېوادونو سره پرې کړې یعني که په ځانګړي ډول ووايو چې پدې مرحله کې استعمارګرانو د ټولو اسلامي هېوادونو ترمينځ  ټولې سياسي ، تجارتي ، اقتصادي او تعليمي او داسې نورې اړېکې پرې کړي ترڅو مسلمانان ونکړاى شي چې د يو موټي او پياوړي قوت په څېر د دوى په وړاندې راښکاره شي.

 

ب:- د اسلامي هېوادونو وېشل :

 

دغې دورې يو سل او شل کاله وخت ونيو وروسته لدې چې غربي اشغالګرو اسلامي نړۍ له ټولو خواوو څخه کلابنده کړه او د هغو سيمو د نېولو لپاره يې ښه زمينه برابره کړه وروسته يې د اسلامي هېوادونو په نېولو پيل وکړ چې په دې لړ کې لاندې اشغالګرو هېوادونو لاندې اسلامي هېوادونه ونيول:

 

فرانسې لاندې اسلامي هېوادونه ونيول:

 

١: په ١٨٣٠م کال کې يې الجزاير ونيو
٢: په ١٨٨١م کال کې يې تونس ونيو
٣: په ١٩١٢م کال کې يې مراکش (المغرب) ونيو
٤: په ١٩٢١م کال کې يې سوريه (شام) ونيوله
٥: په ١٨٨٢م کال کې يې سينګال ونيو

 

انګلستان لاندې اسلامي هېوادونه ونيول:

١: په ١٨٥٧م کال کې يې هند ونيو
٢: په ١٨٨٢م کال کې يې مصر ونيو
٣: په ١٩١٤م کال کې يې عراق ونيو
٤: په ١٩٢٨م کال کې يې فلسطين او اردن ونيول
٥: په ١٨٩٨م کال کې يې سوډان ونيو
٦: په ١٨٥١م کال کې يې نيجريا ونيوله
٧: په ١٨٧٠م کال کې يې زنګبار ونيو

 

 ايټاليا لاندې اسلامي هېوادونه ونيول:

١: په ١٨٨٧م کال کې يې صوماليه او اريتيريا ونيول
٢: په ١٩١١م کال کې يې ليبيا ونيوله

 

یهودو پر فلسطین یرغل وکړی.

 

او په وروستیو کي امریکا او نړیوالو قوتونو زموږ پر ګران هیواد افغانستان او دارنګه پر عراق باندي یرغل وکړی.

 

      همدارنګه د غربي استعمار ترڅنګ روسي استعمار هم پر اسلامي نړۍ بريد وکړ او د شپاړسمې پېړۍ په نيمايي کې يې د قزاقستان ، قوقاز، ترکمنستان ، قرم ټاپو، تاشکند، بخارا او د ترکستان خاورې تر ولکې لاندې راوستلې. کله چې دغو اشغالګرو هېوادونو پورتني اسلامي هېوادونه او سيمې ونيولې نو بيا يې په اسانۍ سره وکولاى شول ترڅو خپله فکري جګړه په دغو سيمو کې پرمخ بوځي ځکه چې له دې نه وروسته ددغو هېوادونو ټولي دولتي او غير دولتي هراړخيزه منابع لکه سياسي، دفاعي ، تجارتي ، فرهنګي ، خپرنيزې او داسې نورې منابع د اشغالګرو هېوادونو په لاس کې ولوېدې او کولاى يې شول چې په هر شکل او په پراخه کچه له دغو منابعو څخه د خپلې مفکورې د خپرولو او د خپلو شومو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره کار واخلي چې ددغو شومو موخو د لاسته راوړلو لپاره يې په نيول شويو اسلامي هېوادونو کې مختلف سازمانونه ، خپرنيزې رسنۍ، خيريه موسسې ، تعليمي ادارې او داسې نور ارګانونه چې په مختلفو خوږو او ښايسته نومونو سره يې نومولي دي رامينځ ته کړي دي. (٢_٢٨_٣٠)

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته