د بل په وژلو سره ته خپل رزق نه سي پراخولاي.
ژباړه: عبدالسلام حنفي.
په ۱۹۵۸ م کال کې د چین ريئس جمهور امر وکړي چي ټولي هغه مرغۍ باید ووژل سي چي زراعت ته تاوان رسوي.
نو په همدې سره بزګرانو د مرغیو په وژلو پیل وکړ.
چي په زرهاوو مرغۍ یي ووژلي او هرچا به چې ډیري مرغۍ ووژلي هغه ته یي ښه جایزي او تحفي هم ورکولي.
خو د الله جل جلاله حکم داسی نه وو. په همدې وخت کې الله جل جلاله د ملخانو داسي سیلونه پیدا کړل چې تر مرغيو یي ډیر تاوان بزګرانو او کښت ته ورسوئ. نو همدا خبره یو له هغه سببونو څخه سوه چې په ۱۹۶۱ م کال کې پنځلس میلیونه انسان له لوږي مړه سول.
نو ته دا سوچ او ګمان مه کوه چې د نورو مخلوقاتو په وژلو یا د هغوی په تنګولو سره به ستا په رزق کي پراخي راسي. بلکي رزقونه د الله جل جلاله په لاس کې دي په خپله اندازه سره يي په مخلوقاتو تقسیموي.
سبحان الله