تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په قران کي د غوږو، خوب او مېوو معلومات
  تعلیم الاسلام
  October 3, 2016
  0

 لیکنه: ډاکټر اسد الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

په خوب کی د غوږونو فعالیت 

 
( فَضَرَبْنا عَلَى آذانِهِمْ فِي الْكَهْفِ سِنِينَ عَدَدًا.) (کهف:۱۱)
 نو د هغوی (اصحاب کهف) غوږونه مو د څو کالو لپاره بند کړل.
 
داچی دلته یوازي د سامعې یا اوریدلو پر حس تاکید سوی دی نو د خاص اهمیت لرونکی هم دی .
 
ځکه چی  نویو څیړنو ښودلي‎ ده چی غوږونه د خوب په حالت کي هم اخیستل کولای سی نو ځکه موږ د خوب څخه د راپاڅیدلو لپاره د زنګ وهونکی ساعت  څخه ګټه اخلو.
نو الله (جل جلاله) د هغوی (اصحاب کهف ) غوږونه ور بند کړي وه تر څو په کلونو کلونو د خوب څخه راولاړ نسي.
 
 په خوب کی د حرکت ارزښت
 
(... وَهُمْ رُقُودٌ ۚ وَنُقَلِّبُهُمْ ذَاتَ الْيَمِينِ وَذَاتَ الشِّمَالِ ). (كهف: ۱۱۸)
او هغوی (اصحاب کهف) بیده وه او موږ هغوی پر راسته او چپه اړخ را اړول .
 
اصحاب کهف یا د کهف خاوندان  ۳۰۹ کاله بیده وه . هغه څوک چی د ډیر وخت لپاره پر یوه وضعیت (اړخ) باقي پاته کیږي نو ډیرو ستونزو ته به یي مخه سي ، لکه د وینی د دوران بندیدل، د هغه ځای زخم کیدل چی د بستر سره په تماس کي وي ، د وینی یخی کیدل په هغه رګونو کي چي د بستر سره په تماس کي وي  ..... او داسي نور .
 
 کله چی د ویني دوران بند سي نو په نتیجه کي اکسیجن او غذایي مواد نوموړي نسج او جلد ته نه رسیږي او د انساجو د مړیني سبب کیږي ، لومړی به جلد یا پوست  او بیا به تر جلد لاندي شحمیات او عضلات له منځه ځي نو بهترینه روغتیایي ساتنه ددې مرض لپاره خپل وضعیت ته تغیر ورکول دي. هغه مریضان چي خپله حرکات نسي کولای باید د کومکي وګړو په واسطه هر دوه ۲ ساعته وروسته پر یوه او بل اړخ واړول سي . دغه حقایق چی په شلمه پیړۍ کي وپیژندل سول نو د قرآن پر یوې بلي معجزې يي دلالت وکی . 
 
دغذا شروع په میوه سره
 
(وَأَمْدَدْنَاهُمْ بِفَاكِهَةٍ وَلَحْمٍ مِمَّا يَشْتَهُونَ) (الطور: ۲۲)
 
مطلب دا چي هر رنګه میوې او غوښي که دوی وغواړي نو موږ به یې ورته کښیږدو .
 
 
او حضرت رسول اکرم (صل الله علیه وسلم)فرمایی :
 
اِذا اَفْطرَ اَحَدُکُمْ فلیُفطرعلی تمرٍ فاِنهُ بَرَکة. (ترمذي)
 
هر کله چی ستاسي څخه یو چا وغوښتل افطار (روژه مات) وکړي نو په خرما دي افطار وکړئ ځکه چي په هغی برکت دی .
 
میوه د قندي موادو لرونکې ده ، د هضم او جذب لپاره اسانه ده ، میوه په څو دقیقو کي په کلمو کي جذبیږي او د کلمو د جدار د حجراتو لپاره لازمه انرژي برابروي او کلمې د ثقیلو او درندو غذاوو یعني شحم او پروټین (غوښي ) د جذب  لپاره اماده کوي . او د هغه سره سره د میوې بیړنی جذب په کلمو کي د مړیدو احساس رامنځته کوي او د همدی سببه د ډیري ډوډۍ د خوړلو څخه مخنیوی کیږي.
 
ساینس
 
اعجاز
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته