تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په حجاب کي نغښتي ښېګڼې
 
  October 24, 2015
  0

لیکنه: مولوي عبدالغفار جبیر

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۱: د الله عزوجل اطاعت دی:

حجاب کول د الله جل جلاله او د هغه د ستر پېغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم امر منل دي، چي دا جنت ته د داخلېدو سبب دی، الله جل جلاله په قرانکریم کي فرمایي:

وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُبِينًا. (سورة الاحزاب ۳۶)

اونه دی روا هیڅ مومن سړي او نه هیڅ ښځې مومني ته چي کله الله او د هغه رسول د یو امر حکم وکړي دا چي دوی ته اختیار وي له امره خپله (په خلاف د امر د الله او د رسول) هیڅ او هر څوک چي اطاعت نه کوي د الله او ددغه (الله) د رسول پس په تحقیق ګمراه سو په ښکاره ګمراهۍ  سره. 

د علماء کرامو په دې اتفاق دی چي ښځه باید په نن عصر کي چي کوم حجاب کوي باید مخ او لاسونه هم پټ کړي دا ځکه چي اوس د فتنو سیلاب هر ځای روان دی چي په کومه اندازه سره یوه مسلمانه مېرمن ځانه په حجاب کي پوټوي په هم هغه اندازه سره د الله جل جلاله د رحمت مستحقه ګرځي.

۲: حجاب عفت دی

الله جل جلاله حجاب د ښځي لپاره ددې عفت او عزت ګرځولی دی، چي ددې حیاء ئې پکښې نغښتې او ساتلې ده، لکه څنګه چي د (سورت الاحزاب ۵۹) کي ئې بیان سویدی، ددې ایات څخه دا په ښکاره ډول سره ثابتیږي چي د ښځي لپاره دا حرامه ده چي خپله ښکلا، زینت، او زېور وبل چاته ښکاره کړي، او دا حکم پکښې دی چي ځانونه د نارینه وڅخه ونغاړی چي د نارینه وو د دید ښکارنسی، خو البته هغه ښځي چي سپېن سري وي، دا جواز ورته سته چي لاسونه او مخ ئې ښکاره وي، خو بیا هم الله جل جلاله ورته فرمايي چي ددې ښځو (سپین سرو) لپاره هم دا ښه ده چي حجاب وکي، چي دا د دوی لپاره خیر دی.

۳: حجاب پاکی ده

الله پاک وموږ ته د حجاب حکمت راښی او فرمایي:

وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ ذَلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ. (سورت الاحزاب ۵۳)

او کله چي تاسی له دغو (مطهراتو ازواجو) څخه د کوم متاع کار کوم شی غواړی پس هغه له دوی نه د پردې دباندي غواړئ دغه (د پردې دباندي غوښتل)  ستاسی د زړونو ډېر پاک ساتونکی دی او د دوی د زړونو (ډېر پاک ساتونکی دی). 

حجاب د مومنانو لپاره (که نر وي او که ښځه) د دواړو لپاره د پاکۍ سمبول دی، دا ځکه چي دا حجاب د نفس خلاف یو کار دی، او د نه حجاب په صورت کي کېدای سي، د نر او ښځي په زړونو کي یو څه شیطاني تمایلات په څپو سي، او کله چي حجاب وي، نو د زړه د دید او خیالاتو دروازه هم بنده سي، او فتنه بیا دلته ذلیله سي، حجاب د ناروغه زړونو، احساسوتو او فکرونو لپاره یوښه دارو درمل دی، الله جل جلاله په دې ایات کي یواځي په حجاب باندي کفایت نه کوي بلکي فرمایي:

إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلًا مَعْرُوفًا. (سورة الاحزاب ۳۲)

نو که چیري پرهېزګاری کوی تاسی پس په ویلو کښې نرمۍ مه کوئ پس (که پسته خبره تاسی وکړه) نو په طمع کښې به پرېوځي هغه څوک چي په زړۀ کښي ئې مرض وي (د نفاق یا د فجور) او تاسی ښه (ځیږه) خبره ووایی. 

ددې ایات مبارک څخه دا ښکاره سول چي وښځې ته دا نه ده پکار چی د نامحرم سړي سره په نرمۍ سره خبري وکي دا ځکه چي په نرمه لهجه خبري پر هغه اغیزه کوي، او د هغه طمع پیدا کیږي، نو په کار دا ده د مومنو ښځو لپاره چي د چا سره خبري کوي په تونده لهجه او ځیږ اواز سره دي يې کوي چي دا هم د خبرو حجاب دی.

۴: حجاب پوښ دی
نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي چي الله جل جلاله حیاء خوښوي، 
او د یوه بل حدیث شریف مفهوم دی چي که کومه ښځه په کور کي د خپل مېړه څخه ماسېوا خپل ځان بې ستره کي، نو دې ښځې هغه د عزت پوښ (حجاب) چي الله جل جلاله ورکړیدی مات کړی، چي په دې سره به دا مجازات سي.

۵: حجاب تقوی ده

الله جل جلاله فرمايي:

يَا بَنِي آدَمَ قَدْ أَنْزَلْنَا عَلَيْكُمْ لِبَاسًا يُوَارِي سَوْءَاتِكُمْ وَرِيشًا وَلِبَاسُ التَّقْوَى ذَلِكَ خَيْرٌ ذَلِكَ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ. (سورت الاعراف، ۲۶)

ای د ادم زامنو! په تحقیق سره موږ پر تاسو لباس نازل کړی (لېږلې) دی چي ستاسي عورتونه پټوي ، او (درلېږلې مو دی لباس د ښایست او)) د زینت کالي، او د تقوی لباس (چي خلاصی پرې راځی له عذابه) دغه لباس د تقوی خیر دی له دغه نورو. دغه د (لباس رالېږل) د الله د ایتونو (د رحمت فضل قدرت د علامو) څخه دي، ددې لپاره چي دوی پند واخلي (غور وکړي او ددې نعمت قدر وپېژني)

نو نن سبا چي کوم د ښځو کالي په نړیوال مارکیټ کي خرڅیږي، د هغو موخه ځان ښودنه، فېشن او یو پر بل د ویاړ او فخرلپاره دي، نه د ځان د پوټولو او عورت پوټولو لپاره، کالی ئې اغوستي وي او لوڅه بربنډه وي.

خو د مسلمانو ښځو لپاره کالي او حجاب:
  • لومړی د الله جل جلاله امر دی، بیا
  • د رسول الله صلی الله علیه وسلم امر دی،
  • ځان پوټول او ځان ساتل دي، د یخنۍ او ناوړو اعمالو څخه
  • چي دا د تقوی لوړه مرحله او درجه ده چي دا هو به هو د تقوی په ښایسته باغ ور داخلېدل دي.

۶: حجاب ايمان دی

الله جل جلاله چي کله هم د حجاب امر کوي نو دا خطاب وغیرمسلمو ښځو ته نه کوي بلکي په ایاتو کی د (المومنات) لفظ راځي چي یواځي ومومنو ښځو ته بیان او حکم کوي، وحضرت بي بي عایشې رضی الله عنها ته د بنوتمیم د قبېلې څه ښځي راغلې چي نازک کالي ئې په تن وو، نو د مسلمانانو مور بې بې عایشې رضی الله عنها ورته وویل چي که مسلمانانې یاست نو دا کالي خو د مسلمانانو نه دي، او که مسلمانانې نه یاست بیا پر دغو کالو خوند واخلی.

۸: حجاب حيا ده
زه د ډېرو احادیثو څخه دوه حدیثونه لیکم:
اول: نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چي هر دین خپل ځانته عادت او اخلاق لري چي د اسلام عادت او اخلاق حیا ده.
دوهم: حیاء ایمان دی او ایمان جنت دی.
په حجاب کي د ښځي ټوله حیاء خوندي ده، چي دا حجاب د ښځي یو طبعي ځانګړتیا او اړتیا ده.

ددې ټولو ښېګڼو په درلودلو سره باید د اُمت مسلمه هر بچۍ په پوره ویاړ او سرلوړي سره حجاب عملي کړي، تر څو هم ددې دُنیا او هم د اخرت د ښېګڼواو جنت د لاسته راوړولو سبب وګرځي. 

(که څوک په بې حجابۍ او بې سترۍ باک نه کوي، نو دا دي یاد ساتي چي د ګناه انجام همېشه بد عواقب راوړي)
 
حجاب
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته