تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کار ترمخه د بسم الله ویلوعجیب حکمت!
 
  September 16, 2016
  0

په بسم الله سره د هرکار د شروع کولو حکمت

رالېږونکی: جاوید احمد سعادت

په اسلام کي د هر کار د شروع کولو په وخت کي بسم الله ویل ، ددې وجهي څخه مقرر کړل سوې ده چي په داسي کولو سره به  مسلمان په هر ګړي کي د خپل قسم د وفادارۍ تجدید وکړي چي د هغه وجود او د هغه کار د الله جل جلا له د ارادې څخه بغیر نسي کیدای دا کار که هر څومره کوچنۍ وي ،  نه دومره وخت پکښي لګیږي او نه څه تکلیف ته پکښي ضرورت وي ، لیکن فایده یې څومره قیمتي او لویه ده چي دنیوي  کار یې ددین کار ګرځي.

یو کافر هم ډوډۍ خوري او مسلمان هم لیکن یو مسلمان تر خپلي ډوډۍ مخکي چي بسم الله ووایي نو دا اقرار وکړي چي پر دې ډوډۍ باندي د مځکي څخه د پیدا کیدلو د وخت څخه بیا تر پخیدو پوري د مځکي او د آسمان ، د ستورو او هوا، د مخلو قاتو او بیا د لکونو انسانانو څومره محنت سوی دی د داسي ډوډۍ حاصلول زما په قدرت کي نه وه ، دا خو د الله جل جلا له ذات دی چي دا ډوډۍ یې تر داسي مرحلو راتيره کړه او بیا یې ماته راکړه. (مځکه، هوا، لمر، تخم، اوبه، اوسپنه، کاریګر، د وړولو حیوان، ژرنده، نانوای، پیسې او داسي نور ټول شیانو په یو ځای کېدو سره یوه ګوله ډوډۍ ما ته رارسيږي، د یوې ګولې ډوډۍ لپاره څومره لوی مخلوقات په کار لویږي).

مؤمن او کافر دواړه بیده کیږي او د خوب څخه راکښیني ګرځي راګرځي ، لیکن مؤمن د بیده کیدو تر مخه او د راویښیدو په وخت کي چي بسم الله ووايي نو د الله جل جلا له سره د خپل تعلق تجدید وکړي او په دغه ډول سره دا ټول دنیوي کارونه ، او د ژوند ضرورتونه ، د الله تعالی ذکر او عبادت وګرځي.

مؤمن چي پر سپرلۍ سپریږي او بسم الله ووایي نو دا شاهدي ورکوي چي ددې سپرلۍ پیداکول او بیا دا زما په اختیار کي راکول  د انسان تر وس وتلی کار دی دا خو د الله جل جلا له د محکمه نظام کار دی چي یو ځای یې لرګي ، یو ځای یې اوسپنه ، یو ځای یې ډول ډول ویلي کیدونکی مواد ، یو ځای یی کارګران او یو ځای یې چلوونکي زما په خدمت کي اخته کړي دي که چیري زه په لږو پیسو د الله جل جلا له دا دومره مخلوق په خپل خدمت کي راوستل وغواړم (اول خو دا ناممکنه خبره ده او بل که دوني پیسې هم ولرم) نو دا پیسې خو هم ما د خپل ځان سره د بل ځای څخه نه دي راوړي بلکه دا هم د هغه ذریعو څخه حاصلي کړل سوي دي چي هغه الله جل حلا له پیدا کړي دي .

فکر وکړه چي د اسلام پدې لږ تعلیم سره انسان د کم ځای څخه کم ځای ته رسیږي! نو ددې وجهي څخه دا ویل بالکل صحیح دي چی بسم الله ویل یو کیمایی او قیمتي نسخه ده چي پدې سره مِس خو لا څه کوې خاوره سره زر ګرځي. فلله الحمد علی دین الاسلام و تعلیماته

مأخذ: معارف القرآن ج ۱ ص ۶۶
مؤلف: مفسرالقران، علامه مفتي محمد شفیع رحمه الله
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته