تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلامي لارښوونو ته دهرمسلمان اړتيا ده
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 25, 2021
  0


اسلامي لارښوونو ته دهرمسلمان اړتيا اوددین دزده کولو غوره والی.


رالیږونکي : منصور زیار /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

وروڼو! په دومره خبره خو تاسوټول پوهیږئ چې اسلام د کوم قوم او قبیلې نوم نه دی چي په هغي کي دي پیداکیدونکی هر انسان پخپله مسلمان وي او د مسلمان کیدو د پاره دي پر هغه څه کول لازم نه وي، لکه څنګه چي دشیخ یا سید (سادات) په کورنۍ کي زیږیدونکی هرماشوم پخپله سيد يا شيخ وي او هغه ته دشیخ یا سید کیدو لپاره څه کول لازم نه وي بلکه اسلام د هغه دین او پر هغه تګ لاري دژوند تیرولو نوم دي چي د الله جل جلاله ریښتوني رسول (صلی الله عليه وسلم) د الله تعالی له لورې راوړی دي او هغه په قرآن مجید اود رسول الله(صلی الله عليه وسلم)په مبارکو احادیثو کې ښودل شوي دي،هرهغه څوک چي دغه دین ومني او پر همدي تګ لاري طريقي باندي روان شي نوهغه اصلي مسلمان دي او کوم وګړي چي په دغه دین باندي پوهیږي او نه ورباندې تګ اصلي مسلمان نه دي، معلومه شوه چي دمسلمانۍ لپاره دوه خبرو ته اړتیا ده ! یاداچي موږ داسلام سپیڅلی دین  وپیژنو لږترلږه د هغې د اړينو اوبنسټیزو خبرو په هکله او علم ولرو او دوهمه داچي دادین ومنو اوقبول یي کړو، او ددي سره عمل کولو پریکړه وکړو. د همدي نوم اسلام دي او د مسلمان کیدو همدا مطلب دي، نود اسلام  پوهه او علم تر لاسه کول یعني ددین په ضروري اواړينو خبرو پوهیدل د مسلمان کیدو لپاره ترټولو لومړني شرط دي.لکه څنګه چي په حديث شريف کې راغلي دي :


طلب العلم فريضة على كل مسلم (سنن ابن ماجه - (۱ / ۲۶۰)


یعنې ددین دعلم دلاسته راوړلو لپاره کوښښ او هلي ځلي کول پر هرمسلمان فرض دي .اوداخبره تل په یاد ساتل په کار دي چي په دین کي کوم شيان فرض دي دهغو سرته رسول عبادت دي. نو له دي کبله دین زده کول او ددین په خبرو دپوهیدلو کوښښ کول هم عبادت دي، د الله جل جلاله په وړاندې دا ډیر اجر اوثواب لري او رسول الله (صلی الله عليه وسلم)د دي ډیر زیات غوره والی اوفضيلتونه بیان کړي دي،
په يوحدیث شریف کې راغلي دي :


من خرج في طلب العلم كان في سبيل الله حتى يرجع ( ترمذي)


څوک چي ددین دزده کړي لپاره له کوره ووځي ترهغي پوري چي بیرته خپل کورته نه راغلی نو هغه د الله په لاره کې دي.
په يوبل حديث شريف کې راغلي دي :


ومن سلك طريقا يلتمس فيه علما سهل الله له به طريقا إلى الجة (مسلم)


څوک چي د دین دپوهي په طلب او ددین دخبرو دزده کولو لپاره په کومه لاره روان شي نو الله جل جلاله به هغه ته جنت لاره اسانه کړي )
په یوبل حدیث شریف کي راغلي دي :


من طلب العلم كان كفارة لما مضى (ترمذي)


( د دین دعلم طلب کول اوددې دلاسته راوړلو لپاره کوښښ کول دمخکینو ګناهونو کفاره ده یعني په دي سره انسان ګناهونه بښل کیږي )
لنډه داچي د دین زده کول اوداسلام دضروري او اړينو خبرو د علم او پوهې د لاسته راوړلو لپاره هڅي او کوښښ کول پرهر مسلمان فرض دي .
که هغه شتمن وي یا بیوزله زلمی وي یابوډا، دلیک لوست خاوند وي یا نالوستی وبيسواده، ښځه وي یا سړی پورتنیو احادیثو څخه داهم معلومه شوه چي په دي کار کي کوم وخت لګیږي او د دې لپاره چي څومره ستونزي اوکړاوونه ګالل کیږي د الله تعالی په دربار کي دهغې ډیر لوی اجر اوثواب ورکول کیږي نو ځکه موږ ټول باید ددي هوډ او عزم وکړو چي ددین دزده کولواوداسلام دضروري خبرو د پوهي دلاس ته راوړلو لپاره به هرومرو کوښښ کوو .


کوم مسلمان ورور چې د عمردزیاتوالې یا په کاروبارکې دبوختیا له کبله په کومه اسلامي مدرسه کي چې منظم ډول د زده کوونکي په توګه دداخلیدلو اوددین د زده کړې توان نه لري نودهغه لپاره ددین د زده کړي اود دین ضروري خبرو معلومولو آسانه طريقه داده: که چیرې نوموړی دلیک لوست خاوند وي نو ددین معتبر کتابونه دي ولولي او څوک چي دلیک لوست څخه برخمن نه وي نو هغه دې د ښو پوهو استاذانوڅخه دغه راز کتابونه واوري . 


که چیرې په کورونو، حجرو، ټولنیزو ځایونو او جوماتونو کي ددي ډول کتابونو لوستل، اوریدل او اورول رواج ومومي نودهر پور طبقې په مسلمانانو کې د دین علم و پوهه عمومي بڼه موندلای شي.


 دا وړوکی او کوچنې کتاب په ځانګړي ډول د همدې موخې او مقصد لپاره لیکل شوی دي، په دي کي ددین ټولي هغه اړیني اوضروري خبري اود رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه لارښوونې چيدهرمسلمان پوهیدل پرې اړین دي په ډیره ساده اواسانه ژبه لیکل شوي دي، راشئ دغه خبرې پخپله هم زده کړئ اونوروته یې هم وروښايو او په نړی کي د دغوديني لارښوونو د خپرولو کوښښ د خپل ژوند موخه وګرځوئ.
په حديث شريف کې راغلي دي.


« من جاءه الموت وهو يطلب العلم ليخيى به الإسلام في وبين النبيين درجة واحدة في الجنة »( سنن دارمي)


چې څوک ددین د زده کولو لپاره له دي کبله کوښښ کوي چي ددې په وسیله اسلام ژوندې کړي (یعنې په نورو وګړو کي یي خپور کړي اوخلک ددي سره سم روان شي) او په دغه وخت کي ورته مرګ راشي نو په آخرت کا هغه پيغمبرانو ته دومره نژدې وي چي دده او پيغمبرانو په مینځ کې به یواځې دیوې درجې توپیروي .


الله جل جلاله دي مونږ ټولوته ددي توفیق راکړي چي پخپله دین زده کړو نوروته یا وښایو، پخپله ددین په لاره روان شو.


ماخذ : اسلام څه شي دي ؟


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته