تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په موبایل باندي د خبرو کولو آداب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 4, 2021
  0

په موبایل باندي د خبرو کولو آداب

 


رالیږونکي : منصور احمد زیار /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


١- د خبرو څخه وړاندي " السلام علیکم " ويل.


۲- د چا سره چي د خبرو اړیکه نیول سوېده که هغه تا نه پېژني او یا خو يې شناخته يې، خو اوس دي نه پېژني، نو خپل ځان ور وپېژنه.


۳- غیر مسلم ته د احترام خبره وکړه، یعني په ښو الفاظو سره يې مخاطب کړه، خو "السلام علیکم" مه ورته وایه.


۴- که چیري د یوې نامحرمي ښځينې سره د مخامخ خبرو ضرورت پېښ سو، نو السلام علیکم مه ورته وایه، خو څرنګه چي په موبایل باندي د خبرو په مهال د فتنې بېره کمه ده نو "سلام" ورته ویلای سې خو بیا هم احتیاط ښه دئ.


۵- ځان ور ښوولو کي څه پروا نسته، چي زه فلانکی یم او د فلانکي سره خبري کول غواړم.


۶- درې ځله د زنګ ور وهلو سره سره که ځواب ور نه کول سو، نو پوهېدل پکار دي چي دا وخت د اړیکي د ټینګېدو نه دی، وروسته بیا کوښښ پکاردی.


۷- بېله کوم شدید ضرورته داسي وخت ټیلیفون نه دی پکار چې هغه وخت د هغه سړي د آرام، مشغولتیا او د عبادت وخت يې وي.


۸- که اوږد مجلس کول غواړې نو د مخکي څخه د هغه سړي څخه اجازت اخیستل پکار دئ، که اجازت درکول سو خوښه تر ښه او که نه درکول سونو بیا بل وخت ځني واخله او په هغه ټاکلي وخت اړیکه ور سره ونیسه.


۹- که چیري هغه سړی ستا څخه د خبرو معذرت و کي باید په تكبر او لويي حمل نه کړې، د هر چا کارونه وي، چي دخل اندازي پکښي مناسبه نه ده .


۱۰- کوم ځایونه چي د استوګني لپاره نه وي، لکه هوايي میدان، د اورګاډي تم ځای، حکومتي او عام دفترونه، دې ځایونو ته د ورتګ په وخت کی اجازت نه غوښتل کیږي نو ځکه د دې ځایونو سره د موبايل په ذریعه اړیکي نیول هم مخکي اجازه اخیستل نه غواړي، چي زه اوږد مجلس در سره لرم.


۱۱- بلا وجه او بې ضرورته خبری کول او یا هم د ټیلیفون ځواب نه ورکول دغه دواړه بد اخلاقۍ دي او یو قسم حق تلفی هم بلل کیږي.


۱۲- خپل ماتحت سړي ته دا تاکید کول چي دا ټیلیفون والا ته ووايه چي: دی نسته او یا هم ورته یوه بله بهانه جوړه کړي، دا د ګناه کار دی.


خو که چیري د خپل ځان، مال او عزت ساتني لپاره داسي بهانه جوړه سي بیا پروا نه لري.


۱۳- بار بار ټیلیفون کول او بل پرېشانه کول هیڅ درست کار نه دی، بلکه یو قسم ګناه ده.


۱۴- خپل آواز بدلول، اخطار ورکول، فحش ویناوي کول او بد رد ویل، دا ټوله بد اخلاقي ده او ګناوي دي او په شريعت کي خو حرام دي.


۱۵- په ټیلیفون باندي خبري داسي ملاقات دئ، چي اجرت يې ادا کیږي، نو ځکه ضروري او لنډه خبره پکار ده، غير ضروري او یا هم ضروري د ضرورت څخه اوږدول اسراف او فضول خرچی کي راځي، چي د شریعت د نظره ډېر بد کار دی.


۱۶- د چا سره چي خبري کوې هغه که پېژندل سوی وي او که نه وي پېژندل سوی، داسي طرز په خبرو کي خپلول پکار دی چي هغه یو مأنوس طرز وي، خشک نه وي، یو د محبت څخه ډک په ښه نرمه لهجه باندي خبري تر سره سي.


خو ښځينه که چیري د یوه نامحرمه سره خبري کوي باید سخته لهجه خپله کړي، په نرمه باید خبري نه ور سره وکړي.

۱۷- په عامو حالاتو کي د چا خبري ثبتول روا کار نه دي، هغه ځکه چي په مجلس کي خبري امانت وي.

 

۱۸- په داسي وخت یو چا ته زنګ وهل چي د يو چا پکښي حق تلفي راځي، دا هم مناسب کار نه دئ. د مثال په توګه یوه مزدور ته د مزدورۍ په دوران کي زنګ وهل او یا هم يو معلم ته د تعلیم په مهال زنګ وروهل.


۱۹- په موبایل باندي په مسجد کي دنيوي خبري کول د مسجد د آدابو څخه سرغړونه ده.


۲۰- په يوه غټ او ډک مجلس کي په غټ آواز باندي خبري کول نه دي پکار، بلکه د مجلس څخه يو طرف ته ولاړ سه او هلته په موبایل باندي خبري وکړه او همدا ډول که څوک پیده وي ورته نژدې خبري په لوړ آواز مناسب نه دي، چي هغه ته تکلیف ونه رسیږي.


۲۱- په اخير کي (څرنګه چي په موبایل باندي خبري هم يو ملاقات بلل کیږي) السلام علیکم ویل پکار دي.


"دغه یوویشت آداب که په غوږ کي ونیول سي او هغوی ته عملي جامه ورواغوستل سي او همدارنګه ملګرو، قریبانو، دوستانو او هم په کور کي ددې توصیه و سي او چي کوم سړي ددې آداب و خیال و نه ساته په ډېره نرمه او حکیمانه لهجه هغه ته تنبیه ورکول سي چي دا ادب در څخه پاته سو او د هغه وضاحت او ښوونه ورته وسي، نو به دغه ټول مجلس په ستو او آدابو روښانه سي او د يوې خوا به خپل ضرورت پوره سي او د بلي لوري به د نبي کریم ٹی ایم او د شریعت د طريقو ثواب راکول سي، چي تر ټولو غټه سرمایه ده ، الله تعالی دي موږ او تاسي ټولو ته په دین، سنتو او د شریعت په هر حکم باندي د عمل کولو، بل ته د رسولو او د توصیې توفیق راکړي او ددې نیمګړي دنيا څخه مو د ایمان او نېک عمل سره سره هغه بل ابدي ژوندون ته ور ورسوي.)

 

 ماخذ : د موبایل سره تړلي ۱۰۰ اړین شرعي حکمونه


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته