تازه سرليکونه
د (خبرتياوي) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تعلیم الاسلام ویب پاڼي ضروري خبرتیا
  تعلیم الاسلام
  August 29, 2015
  0
لومړۍ خبرتیا
 
د څه مودې راهیسي ځیني کسان د تعلیم الاسلام ویب پاڼي او تعلیم الاسلام مجلې لیکني ددې ویب پاڼي څخه اخلي او بیا د اصلي لیکوال یا ژباړن او یا هم تعلیم الاسلام نوم ایسته کړي پر ځای یې خپل یا د بل نوم ولیکي او بیا یې نشروي.

ځینو کسانو ته خبر ورکول سوو د هغوی يې کور ودان خبره یې ومنل خو ځینو کسانو ددې سره چي وعده يې هم وکړه بیا هم دغه کار کوي تر څو خپله صفحه د نورو په لیکونو مشهوره کړي، خو متاسفانه په دې نه پوهیږي چي دا یو ډول غلا ده، د نشراتو د حقوقو مخالفت دی، وعده خلافي ده، د مسلمان ازار او بد اخلاقي ده. که دوی دا کار د اسلام لپاره کوي نو د اسلام حقاني دین دا ډول غلا سوو لیکونو ته اړتیا نلري!
 
درواغ په اسلام کي یو ستر جرم دی چي په حدیث شریف کي د منافق د علایمو څخه بلل سوی دی باید مسلمان ځان ځني وساتي. بل دا چي درواغ د مکې مشرکانو لا لوی عیب بلی نو مسلمان به یې څنګه وايي؟!
 
الحمدلله ! دا د تعلیم الاسلام ادارې کامیابي ده چي لیکني يې دومره ګټوري او جالبي دي چي نور يې پخپلو نومونو نشروي.
 
کتونکي کولایسي چي ددې ادارې ځیني مواد ددې ویب پاڼي د نوم په یادولو نشر کړي خو د نشرولو اسانه طریقه یې دا ده چي د لیکني عنوان، لیکوال او بیا ددغه ویب پاڼي هغه اړوند لینک نشر کړي تر څو خلګ همدغه ویب پاڼي ته راسي او ددغه مضمون ترڅنګ ددې ویب پاڼي نور معلومات هم ووایي. مثال په لاندي ډول:
 
د انبياؤ عليهم السلام د دعوت فضيلتونه
---------------------------
رالېږونکی: جاوید احمد
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
دا ډول رسونه به ستاسو د اسلام د دین سره لویه مرسته وي!
 
د تعلیم الاسلام راډیو د نشراتو حقوق محفوظ دي ، که ددغو کسانو دا زړه نه غواړي چي ددې ادارې نوم ورسره نشر کړي نو بیا دي مهرباني وکړي خپل مواد دي خپله پیدا کړي.
 

په درنښت
د تعلیم الاسلام راډيو د ویب پاڼي څانګه
www.Taleemulislam-Radio.com
فیسبوک صفحه
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته