تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اعتكاف مكروهات
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 21, 2022
  0

د اعتكاف مكروهات

تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د اعتكاف په حال كښي دغه لاندي كارونه كول مكروه دي: 


پټه خوله په مسجد كي كښېناستل جائزدي ؟


پټه خوله اختيارول، ځكه په شريعت كښي چپ والى عبادت نه دي كه چپ والى عبادت هم وبولي نو د بدعت كولو په اندازه ګناهكار دى، البته كه يې چيري عبادت نه وبولي ليكن د ګناه څخه د ځان ساتلو په خاطر چپ والى اختيار كړي وي نو بيا هيڅ پروا نسته.(و يكره تحريماً صمت ان اعتقده قربة و الا لا لحديث من صمت نجى، و يجب الى الصمت كما في عذر الاذكار عن شر لحديث رحم الله امرا تكلم فغنم، اوسكت فسلم الخ رد المحتار صــ ۵۰۸ ج ۳.)


معتكف ته داړتيا پرته خبري كول جائزد ي؟


د معتكف لپاره بېله ضرورته او بې ځايه خبري كول مكروه دي كه څه هم د ضرورت سره سم لږ او ډيري خبري كول خو جائز دى ليكن مسجد د بې ځايه خبرو ځاى جوړول نه دي پكار.( و منه المباح عند الحاجة اليه لا عند عدمها، و هو محمل ما في الفتح انه مكروه في المسجد
در المختار صــ ۵۰۸ ج ۳.)


معتكف ومسجدته دخرڅولو سامان را وړلاى سي ؟


د معتكف لپاره و مسجد ته د تجارت سامان د خرڅولو لپاره راوړل مكروه دي.(او عقد احتاج اليه لنفسه او عياله فلو لتجارة كره قوله فلو لتجارة كره، اي و ان لم يحضرالسلعة و اختاره قاضي خان الدرمختار على هامش رد المحتار صــ ۵۰۶ ج ۳.)


معتكف په مسجد كي څومره ځاى اشغالولاى سي ؟


د معتكف لپاره د اعتكاف تيرولو لپاره د مسجد دومره ځاى نيول چي د نورو معتكفينو لپاره يا لمونځ كونكو ته تكليف ورسيږي مكروه دي.  (احكام اعتكاف صـ ۵۴.)     


معتكف كوللاى سي چي په مسجد كي كتابت او تعليم وركړي ؟


په اعتكاف كښي د معتكف لپاره كتابت كول يا تعليم وركول په پيسو باندي فقهاء كرامو مكروه بللىس دى.(و كذا  ذكره فيه التعلم و الكتابة و الخياطة باجرة . الدرمختار على هامش رد المحتار صــ ۵۰۶ ج ۳.) 


ماخذ : دروژې فضائل او احكام


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته