تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ټولني په اړه د پوهانو او علماو مسئوليتونه:
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 26, 2021
  0

د ټولني په وړاندي د پوهانو او علماو مسئوليتونه:(لومړی او دوهمه برخه)


لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د علومو او معلوماتو د تنوع او اختلاف له امله پوهان او علماو هم مختلف دي چي په ټوله کي يې موږ درې ډوله بللای سو:

 

۱ – هغه څوک چي د ديني او طبيعي علومو دواړو پوه او ماهر وي.


۲ – هغه څوک چي يواځي د ديني علومو ماهر وي.


۳ – هغه څوک چي يواځي د طبيعي علومو ماهر وي.


هغه څوک چي د ديني علومو عالم وي او په خپل علم کي داسي مهارت ولري چي په همدې علم باندي خپلي ټولني ته خدمت کولای سي د هغه ځيني مهم مسئوليتونه په لاندي ډول دي:


۱ – خپلي ټولني ته بايد حقيقي اسلام معرفي کړي تر څو خلګ په منحرفو انسانانو پسې ولاړ نسي او رښتيني اسلام ورڅخه ورک نسي همدا راز خلګ په شکونو او شبهاتو کي ډوب نسي.


۲ – خپلي ټولني ته سوچه اسلامي عقيده واضح کړي تر څو د عقيدوي انحراف ښکار نسي او سوچه مسلمانان ورڅخه جوړ سي ځکه بېله سموالي د عقيدې د انسان څخه سم مسلمان نسي جوړېدلای همدا راز بېله عقيدې د انسان هيڅ عمل الله پاک ته قبول نه  دی نو ددې لپاره چي د مسلمانانو فرعي اعمال الله پاک ته د قبول وړ وګرځي بايد دوی خپله عقيده جوړه کړي او د توحيد، رسالت او ميعاد په شمول د عقائدو ټول اصول پوره زده کړي.


۳ – خپلي ټولني ته د جهل او فساد اسباب وپيژني تر څو خلګ ځان ورڅخه وساتي او د جهل او فساد څخه نجات پيدا کړي همدا راز د علم او اصلاح اسباب هم ورته معرفي کړي تر څو په لاسته راوړلو يې د انسان څخه عالم او مصلح جوړ سي.

 

۴ – خپلي ټولني ته ديني اعتدال، بشري ارزښت او سيده فکري مسير معرفي کړي تر څو خلګ د افراط او تفريط څخه وساتل سي، خپل بشري ارزښت ورته ښکاره سي او د فکري انحراف څخه وژغورل سي چي په نتيجه کي په الهي فطري ښکلا باندي ښايسته سي او پوره انسانان ورڅخه جوړ سي.

 

۵ – خپلي ټولني ته رزائل او فضائل دواړه ښه معرفي کړي تر څو د ټولني هر وګړی د ځان څخه رزائل ليري کړي او په فضائلو باندي ځان ښايسته کړي ځکه د انسان په اصلاح کي همدغه دوه شيان ډېر رول لري، لکه په ښکاره چي انسان په زيوراتو هغه وخت ښايسته کيږي چي ځان د چټليو او مرداريو څخه پاک کړي په معنوي لحاظ هم د انسان څخه ښه سړی هغه وخت جوړيږي چي ځان د ګناهونو څخه پاک کړي او خپل عقيدوي او عملي ټول ناوړه کارونه پسې پريږدي.


د انسان څخه په نوافلو او ډېرو عباداتو باندي متقي نه جوړيږي تر څو چي د ګناهونو څخه لاس وانخلي او فرضي عبادات پر خپل وخت باندي آداء نکړي په حديث شريف کي ر اځي: من سره أن يسبق الدائب المجتهد فاليکف عن الذنوب.يعني که څوک غواړي د تکړه عبادت کوونکي سره سيالي وکړي نو د ګناهونو څخه دي ځان وساتي.


۶ – پدې خاطر چي په اسلام کي مادي او معنوي قوتونه دواړه مهم او اړين دي نو ديني علماء کرام بايد خلګ د دواړو قوتونو لاسته راوړلو ته تشويق کړي او ددې آيت په غوښتنه چي: و أعدوا لهم ما استطعتم من قوة. يعني ددوی لپاره چي مو د زور هر شي په توان وي برابر يې کړئ. خلګ دېته تشويق سي چي د معنوي قوت تر څنګ په مادي قوت کي هم پوره کوښښ او چټکتيا وکړي او په اقتصادي او نظامي دواړو برخو کي مسلمانان ځانونه د ټولو دښمنانو څخه خودکفاء کړي.


۷ – مسلمانان يووالي او اتحاد ته را وبولي ځکه  په يووالي کي د مسلمانانو بری او کاميابي ده تر څو چي مسلمانان سره يو موټی نسي تر هغه وخته خپل پخواني برم او زور لاسته نسي راوړلای، دا د الله جل جلاله لارښوونه ده چي فرمايي: وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ.[الأنفال 46]

 

ژباړه: د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړئ او په خپل مينځ کي جکړه مكوئ چي بيا بې غيرته سي او قوت مو ولاړ سي! صبر وکړئ يقنا چي الله د صبر کوونکو سره دی.


دوام لري.


ماخذ: اسلامي مقالي .

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته