تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د مـؤتـه جـنګ(۲برخه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 26, 2021
  0
 
سیرت نبوي (۲۴۹برخه)
 
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
د مـؤتـه جـنګ(۲برخه)
په بل روايت کي عبدالله بن عمر رضی الله عنه  وايي: زه د مُـؤته په جنګ کي موجود وم موږ په جعفر بن ابي طالب رضی الله عنه  پسي ګرځېدو چي په شهيدانو کي مو پيدا کړی او د ده په بدن کي مو څو نيوي زخمه وليدل چي د تورو او نېزو يا د غشو واري وه او دغه ټوله هم د ده د مخ په حصه يا طرف کي وه، د دغو احاديثو روايت امام بخاري رحمة الله عليه  کړى دى.
 
او هلته رسول الله صلی الله علیه وسلم  په مدينه منوره کي و اصحاب کرامو ته و ويل: جعفر پسله هغه څخه چي دواړه لاسونه يې پرې سوه شهيد و وژل سو، الله جل جلاله  و ده ته د دغو لاسو په عوض کي د ياقوتو  وزرونه ورکړه او دئ به د قيامت تر ورځي په جنت کي په دغو وزرو سره هر چيري چي د ده خوښه وي الوزي. 
 
نو ځکه و ده رضی الله عنه  ته (جعفر طيّار) ويل کيږي، يعني: الوتونکى.
 
دا يې تر قيامت د مخه أجر او بدله ده خو هغه درجې او نعمتونه چي الله جل جلاله  يې د قيامت په ورځ و ده او نورو في سبیل الله شهیدانو ته ورکوي، هغه تر دې ډيري لوړي دي چي موږ يې بيان کړو بلکه موږ يې هيڅ تصوّر او خيال هم نه سو کولاى. 
 
اوس نو د جعفر رضی الله عنه  په شهادت د دوهم وار دپاره بيا د مسلمانانو بيرغ و لوېدى، خو عبدالله بن رواحه رضی الله عنه  ورغلى او بيرغ يې پورته کړی، دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: بيرغ عبدالله بن رواحه پورته کړى، بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  چپ او ساکت سو، په خبرو کي يې سکته وکړه، څرنګه چي عبدالله بن رواحه رضی الله عنه  د انصارو څخه ؤ د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په سکته کولو يا چپېدلو سره انصار په تشويش کي سوه، وارخطا سوه چي څه پېښه سوه؟ 
 
 رسول الله صلی الله علیه وسلم ولي ساکت سو؟ ځکه هلته عبدالله بن رواحه رضی الله عنه  په شک او تردد کي سو چي بيرغ واخلم که يا؟ ده وليدل: هغه دوه نفره چي بيرغ يې اخستى ؤ د ده په حضور د جنګ په دغه شديد او خطرناکه حالت کي يو په بل پسي شهيدان سوه، نو دئ رضی الله عنه  د لږ وخت دپاره په فکر او تردد کي سو او هلته رسول الله صلی الله علیه وسلم  ساکت او چپه خوله سو، په هغه نورو دوو نفرو کي به رسول الله صلی الله علیه وسلم  و ويل: فلاني بيرغ واخستى او ور د مخه سو او د عبدالله بن رواحه رضی الله عنه  په وار رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: عبدالله بيرغ واخستى او بيا ساکت سو، نو خود د انصارو چهرو او رنګو د دې بيري څخه تغير وکړی چي عبدالله داسي کار نه وي کړى چي د دوى نه وي خوښ، خو عبدالله بن رواحه رضی الله عنه  د لږ وخت دپاره په شک او تردد کي ؤ او بيرته ژر متوجه سو او دا شعرونه يې و ويل:
 
أقسَمتُ يَا نَفسِ لَتَنزِلَنّـه
قَد اَقبَلَ النَاسُ وَ شَـدّوا الـرّنـه
کَارِهَـةً اَو لَتُطَا وِعَنّـه
مَالِى أرَاکِ تَکرَهِينَ الجنّـه
 
يعني: اې زما نفس او ځانه! ما قسم کړى دى که خوښ يې که نا خوښ چي ته به دې ميدان ته ور داخلېږې، خلک ور د مخه سوه خپلي کماني او لېندۍ يې ټينګي کړې، زه ولي تا وينم چي جنت نه خوښوې؟ نور شعرونه يې هم و ويل: چي په هغو کي يې د زيد او جعفر رضى الله عنهما همت او شجاعت، مړانه او قرباني بيانول او ستايل او وې ويل:
 
اِن تَفعَلِ فِعلاَهُما هُدِيتِ
وَمَا تَمَنّـيتِ فَقـَد اُعـطِيـتِ
 
يعني:که ته د هغو دوو زيد او جعفر کارونه وکړې نو هدايت درته وسو او هغه شئ چي تا غوښتى هغه درکول سو، چي مقصد يې في سبيل الله شهادت او جنت ؤ، نور بيتونه يې هم و ويل: او ور د مخه سو پرکفارو يې حمله وکړه، دغه د ده د حملې او هجوم په وخت کي يو د اصحاب کرامو څخه چي د ده د اکا زوى ؤ و ده ته ورغلى.
 
دا خو درته معلومه ده چي جنګ به د سهار څخه تر ماښامه پوري دوام درلودى په جنګ کي د تفريح، هوسايي او ډوډۍ خوړلو وخت نه ؤ، سهار چي به جنګ شروع سو تر ماښامه به پرله پسې جنګ کېدى نو خود مسلمانان به ډير وږي وه، په دغه وخت کي چي عبدالله بن رواحه رضی الله عنه  شعر وايي او غواړي چي دکفارو په لښکر ورننوزي هغه د اکا زوى يې راغلى او يو څه غوښي ور سره وې چي هغه د پُسه د ورانه هـډ ؤ او غوښي پوري مښتي وې، ويل: ستړی او وږی یې دغه وخوره ځان قوي او تکړه که، عبدالله بن رواحه رضی الله عنه  په دغه هـډ غاښ ولګاوه او يو څه غوښي يې په خوله کړې خو هلته په لښکر کي د تورو شرنګئ او نارې دي و ځان ته يې و ويل: ته لا په دنيا کي يې؟ غوښو ته يې وکتل او ويل: چي دغه غوښي خورم دا ډير اوږد ژوند دى، غوښي يۍ و غورځولې او توري ته يې ورحمله کړه د روم په لښکر ورننوتى د روم په لښکر کي د نصراني عربو يوه ډله وه چي د غسان د قبيلې څخه وه او د هغو مشر او قومندان مالک بن رافله نومېدى پر دغه ډله يې حمله وکړه او هغه مالک د دوى مشر يې و وژى، نور يې هم شديد جنګ وکړی څو هغه نصارا عرب پر ده رضی الله عنه  را ټول سوه او دئ رضی الله عنه  يې شهيد کړى. 
 
هلته رسول الله صلی الله علیه وسلم  په مدينه منوره کي و خپلو اصحابو ته د دغه جنګ حالات وايي او وې فرمايل: عبدالله د کفارو سره جنګ وکړی تر څو  چي شهيد و وژل سو،او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: دوى درې سره د سرو زرو پر چپرکټو جنت ته يو وړل سوه او زه د دوى تختونه په جنت کي  وينم، مګر د ابن رواحه تخت د هغه نورو دوو د تختو څخه لږ ليري يا وروسته دى، صحابۀ کرامو و ويل: ولي؟ يا رسولَ الله! رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: کوم وخت چي عبدالله بيرغ واخستى يو څه په تردد کي سو، دغه لږ تردد او تاخير د ده درجه د هغو نورو دوو ملګرو تر درجې لږ ورکمه کړه.
 
 اوس د عبدالله بن رواحه رضی الله عنه  په شهادت د مسلمانانو بيرغ بيا و لوېدى او کښته سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم پسله ده څخه بل څوک د بيرغ په اخستلو نه ؤ مکلف کړى، نو خود د مسلمانانو لښکر سره وپاشل سو، ځکه مشر، آمر  او قومندان نه لري او بيرغ هم ولوېدى او تاسي ته معلومه ده چي د فوج او لښکر دپاره مهم شئ بيرغ ؤ، د لښکر افراد به پر بيرغ سره را ټولېدل، د لښکر شکست او ثُبات هم په بيرغ معلومېدل، اوس چي بيرغ ولوېدى او نسته په مسلمانانو کي ماته او تېښته شروع سوه هر يو  پرخپل سر يوې او بلي خوا ته ځغلي، د حديث شريف راوي ابو رافع رضی الله عنه  وايي: مسلمانانو داسي شکست وخوړى چي د دغه په مثل يې هيڅ شکست نه ؤ ليدلى او قسم په الله د مسلمانانو دوه نفره يو ځاى نه سره ليدل کېدل، هر يو جلا جلا دى مسلمانان ځغلي او ميدان جنګ پرېږدي، په دغه وخت کي د مسلمانانو د پهلوانانو څخه يو قهرمان پهلوان چي ثابت بن أرقم رضی الله عنه  ؤ او دئ د هغو کسانو څخه دى چي و بدر ته حاضر سوى ؤ، ور د مخه سو او ځان يې و بيرغ ته ورساوه د مسلمانانو بيرغ يې پورته کړى. 
 
تاسي فکر وکړی په دغسي حالت کي څوک بيرغ پورته کوي يا يې پورته کولاى سي؟ په هغه وخت کي چي لښکر منظم ؤ دکوم چا څخه چي به بيرغ ور سره ؤ د هغه پر شا وخوا به ډير شديد امنيت نيول سوى ؤ، صحابۀ کرام به پر را ګرځېدلي وه او د هغه څخه به يې دفاع کول مګر اوس چي ثابت رضی الله عنه  بيرغ پورته کړى نه څوک ور سره دي او نه د ده څخه څوک دفاع کوي، لکه د مخه چي مو درته و ويل: مسلمانان دوه نفره هم نه دي سره يو ځاى خو بيا هم ثابت رضی الله عنه  بيرغ پورته کړی، هغه مسلمانان چي په دغه منطقه کي وه او وې ليدل چي بيرغ پورته سو په کراره کراره و بيرغ ته ور نژدې کېدل، خو اول هغه څوک چي و ثابت رضی الله عنه    ته ور ورسېدى هغه خالد بن وليد رضی الله عنه  ؤ، په دغه وخت کي ثابت رضی الله عنه  بيرغ و خالد ته ونيوى ويل واخله يا خالد! خالد رضی الله عنه  ويل: يا ثابت! ته تر ما مشر يې او د اهل بدر څخه يې، ثابت رضی الله عنه  و ويل: واخله يا خالد! 
 
په والله ما نه کړی را پورته مګر ستا دپاره دا د جنګ ميدان دى دا د بحث او نقاش وخت نه دى، دا کار يو تجربه کاره سړئ غواړي او ته د تجربې خاوند يې، خالد رضی الله عنه  هم نور دلايل و نه ويل او بيرغ يې واخستى. 
 
هلته په مدينه منوره کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: « اوس يوه سيف مِن سيوف الله خالد بن وليد بيرغ واخستى » او د دغې ورځي څخه خالد رضی الله عنه  په سيف الله سره مسمّْى سو يعني: د الله جل جلاله  توره چي پر کفارو يې مسلطه کړى دى. 
 
اوس چي خالد رضی الله عنه  بيرغ واخستى بيرغ ښوروي او په لوړ آواز نارې وهي: را ټول سى، راټول سى، مسلمانانو بيرغ وليدى چي بيا پورته سو نو سره را ټولېدل او يو ځاى کېدل، هغه تښتېدلو نفرو هم مراجعه وکړه او سره يو ځاى کيږي، خالد رضی الله عنه  هم په تلوار او فوري شکل امرونه صادرول او اوامر يې په لښکر کي نشريږي، په څو لحظو کي يې هغه تښتېدلى لښکر بيرته منظم کړى حتّْی روميانو هيڅ فکر نه کاوه چي مات سوى لښکر دي بيرته سره يو ځاى سي، په څو لحظو کي دي هغه مات سوى او تښتېدلى لښکر بيرته سره را ټول سي دا د هيچا و زړه ته نه لوېدل، کوم وخت چي لښکر سره يو ځاى او منظم سو خالد رضی الله عنه  امر وکړی چي د روميانو پر لښکر يو ځايي حمله وکړی، مسلمانانو هم پر روميانو حمله وکړه هغه په تعجب کي سوه يواځي دا نه چي مات سوى لښکر سره را ټول سو بلکه په نوې حمله يې هم لاس پوري کړی، مسلمانانو په کفارو کي قتل او وژنه شروع کړه.
 
 
 امام بخاري د خالد بن وليد رضی الله عنه  څخه روايت کوي چي وايي: د مُـؤته په ورځ زما په لاس کي (9) توري ماتي سوې، په لاس کي مي بېله يوې يمنۍ توري بله نه سوه پاته. 
 
لکه څرنګه چي د مخه مو درته و ويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم  هلته په مدينه منوره کي و خپلو اصحابو کرامو ته د جنګ حالات بيانول او کوم وخت چي عبدالله بن رواحه رضی الله عنه  شهيد سو او د مسلمانانو بيرغ و لوېدى رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: عبدالله شهيد سو او بيرغ و لوېدى، بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د څه وخت دپاره چپ او ساکت سو، يقينًا صحابۀ کرام وارخطاء او غمجن دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ګوري او هغه هم څه نه وايي تر سترګو يې اوښکي بهيږي، خو کوم وخت  چي خالد بن وليد رضی الله عنه  بيرغ  واخستى دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:
 
اوس بيرغ سيف من سيوف الله واخستى او جنګ شروع سو، واقعًا هم په مُـؤته کي د مسلمانانو او روميانو تر منځ ډير شديد جنګ جاري ؤ، دې جنګ تر ماښامه دوام وکړی او په روميانو کي يې ډير قتل او وژنه وکړه، مسلمانان په ډير شجاعت او مړانه، په صبر او تحمل د دغه لوى لښکر په مقابل کي ودرېدل، روميان په تعجب کي وه چي دغه کوچنئ لښکر څنګه د دغه لوى او بې پايانه لښکر د حملو و مخ ته لکه د درياب څپې چي را رواني وي طاقت کوي؟ کوم وخت چي ماښام سو او دوه لښکره سره جلا سوه د روميانو هيڅ و زړه ته نه لوېدل، په حيرت کي دي چي دا په دوى څه وسوه؟ پسله هغه څخه چي روم کاميابه سو خبره بيرته د دوى و ماتي او شکست ته واوښتل.
 
ان شاءالله نور بیا....
 
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.
 
www.taleemulislam.net

سرته