تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ظالم د سترګو څخه د پټېدلو آسانه لار
 
  December 3, 2016
  0
ترتيبوونکی :  محمد اسماعيل مخلص

دا چي د الله  جل جلاله  مبارک کلام د بشريت د هدايت په غرض نازل سوی دی او هم د مسلمانانو لپاره د شفا او حفاظت ذريعه ده نو د ځيني آيتونو د تلاوت کولو هغه فايدې به درته بيان کړو چي په نبوي احاديثو ثابتي دي : 
حضرت کعب بن مالک رضي الله عنه  فرمايي : نبي علیه الصلاة السلام په درو آياتونو د مشرکينو څخه ځان په پرده کي کوئ په هغه اياتونو چي  اوس به ذکر سي ، نبي کریم صلی الله علیه وسلم چي به دا درې آياتونه وويل مشرکينو به بيا نسوای ليدلای . 

حضرت کعب بن مالک  رضي الله عنه فرمايي : ما دا حديث شريف د شام يوه سړي ته بيان کړئ ، هغه چي کله روم ته ولاړئ هلته يې څه وخت تېرکړئ او بيا د هغه ځای څخه په تېښته راووتئ ،  د روم خلګ دده په لټون  پسي را ووتل، دغه سړي دا درې آيتونه تلاوت کړه بيا دا خلګ د ده سره پر لار روان وه خو دی يې نه ليدئ .

امام ثعلبي رحمة الله علیه  فرمايي : دا حديث چي کعب بن مالک  رضي الله عنه  يې روايت کړئ دئ ما د  اهل الریَّ( ۱)  يوه سړي ته بيان کړئ ، څه  وخت وروسته دغه کس په (دَيلم) ښار کي بندي کړل سو، په بند کي  تر څه مودې تېرېدلو وروسته هغه کس د بند څخه و تښتېدئ ، د دې ښار خلګ پسي را ووتل کله چي ده دغه اياتونه تلاوت کړه ددې خلګو کالي د ده څخه موښتل خودی يې نه ليدئ .

۱.  سورة الکهف : ﴿ وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن ذُكِّرَ بِآيَاتِ رَبِّهِ فَأَعْرَضَ عَنْهَا وَنَسِيَ مَا قَدَّمَتْ يَدَاهُ إِنَّا جَعَلْنَا عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَن يَفْقَهُوهُ وَفِي آذَانِهِمْ وَقْرًا وَإِن تَدْعُهُمْ إِلَى الْهُدَىٰ فَلَن يَهْتَدُوا إِذًا أَبَدًا ﴾ ﴿الكهف: ٥٧﴾. 
۲.  سورة النحل : ﴿ أُولَٰئِكَ الَّذِينَ طَبَعَ اللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ وَسَمْعِهِمْ وَأَبْصَارِهِمْ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ ﴾ ﴿النحل: ١٠٨﴾
۳.  سورة الجاثية : ﴿ أَفَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَٰهَهُ هَوَاهُ وَأَضَلَّهُ اللَّهُ عَلَىٰ عِلْمٍ وَخَتَمَ عَلَىٰ سَمْعِهِ وَقَلْبِهِ وَجَعَلَ عَلَىٰ بَصَرِهِ غِشَاوَةً فَمَن يَهْدِيهِ مِن بَعْدِ اللَّهِ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ﴾ ﴿الجاثية: ٢٣﴾.

امام قرطبي  رحمة الله علیه فرمايي : د دغه درو آياتو سره دي د سورة يس اول آياتونه هم ملګري سي تر (فَهُمْ لا يُبْصِرُونَ) پوري، ځکه نبي علیه الصلاة السلام  د هجرت په وخت کي کله چي يې حضرت علي رضي الله عنه  پر خپل ځای پرېښودئ او نبي کریم صلی الله علیه وسلم د کور څخه راووتی يو موټ خاوري يې په خپل مبارک لاس کي را واخيستې،  د سورت يس د دې آياتونو تلاوت يې کوئ او خاوري يې د هغه کفارو پر سرونو لږ لږ وراچولې تر څو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آياتونه پوره کړل ، او د دوی څخه يو هم نسو پاته ، چي پر سرو يې خاوره نه وي ور اچولې، او وروسته بيا نبي كريم صلي الله عليه وسلم هغه خواته ولاړ چي اراده يې وه.

 

۴ .  دسورت یس نهه اياتونه :  يس (1) وَالْقُرْآنِ الْحَكِيمِ (2) إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ (3) عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ (4) تَنزِيلَ الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ (5) لِتُنذِرَ قَوْمًا مَّا أُنذِرَ آبَاؤُهُمْ فَهُمْ غَافِلُونَ (6) لَقَدْ حَقَّ الْقَوْلُ عَلَى أَكْثَرِهِمْ فَهُمْ لا يُؤْمِنُونَ (7) إِنَّا جَعَلْنَا فِي أَعْنَاقِهِمْ أَغْلاَلاً فَهِيَ إِلَى الأَذْقَانِ فَهُم مُّقْمَحُونَ (8) وَجَعَلْنَا مِن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ سَدًّا وَمِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّا فَأَغْشَيْنَاهُمْ فَهُمْ لاَ يُبْصِرُونَ (9)  .

 


امام قرطبي رحمة الله علیه  وايي، ما ته پخپله زموږ د اُندلُس د ښارو څخه په يوه ښار (حصن منثور)‎ کي  يوه داسي واقعه راپېښه سوه، چي زه د دښمنه څخه مخامخ وتښتېدم او يوطرف ته سوم ، هغوی په ماپسي دوه کسان پر آسونو سپاره راواستول، دی وايي زه پر هواره مځکه ناست وم، داسي يو شی هم نه وو چي ما د دوی څخه پټ کړي، ما د سورت يس دا آياتونه تلاوتول،  دوی پر ما باندي تېرسوه او زه يې و نه ليدم، بيا دوی يوه و بل ته وويل دا لکه چي پېری وو، الله تعالی جل جلاله  دوی ړانده کړل او زه يې ونه ليدم .
 

د حضرت ابوبکرالصديق رضي الله عنه  د لور اسماء رضي الله عنها  څخه روايت دی فرمايي :  څه وخت چي (تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ) سورت نازل سو، د ابولهب ښځه اُم جميل په داسي حال کي چي درد ور غلی وو ، او ډبره يې په لاس کي وه را  روانه وه نبي اكرم صلي الله عليه وسلم او حضرت ابو بکرصديق رضي الله عنه دواړه په مسجد کي ناست وه حضرت ابوبکر رضي الله عنه  چي کله دا وليدل رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې وويل ، دا (اُم جميل) را روانه ده ، او زه بېرېږم چي تا به وويني ! نبي کريم  صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل  : دا هيڅ کله ما نسي ليدلای،  د قران کريم د الاسراء سورت۴۵  آيت مبارک يې ووايه چي دهغه په ذريعه دی محفوظ سو: 

{وَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ جَعَلْنَا بَيْنَكَ وَبَيْنَ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ حِجَابًا مَّسْتُورًا} ﴿الإسراء: ٤٥﴾

اُم جميل  راغله او د حضرت ابوبکر رضي الله عنه  سره ودرېدل خو رسول الله صلی الله علیه وسلم يې ونه ليدی، ابوبکر رضي الله عنه  ته يې وويل، زه په دې خبره سوې يم چي ستا ملګري زما سپکاوی کړی دئ، حضرت ابوبکر رضي الله عنه ورته وويل: زما دي د دغه بيت الله په رب سره قسم وي چي هغه ستا سپکاوی نه دئ کړئ، ابوبکر رضي الله عنه  وايي دا ولاړل، اوو يې ويل :

قريش پدې خبر دي چي زه د دوی د سردار لور يم !.

همداراز سعيد بن جُبَير رحمة الله علیه فرما يي: څه وخت چي (تَبَّتْ يَدا أَبِي لَهَبٍ) سورت نازل سو، د ابولهب ښځه نبي کریم صلی الله علیه وسلم  ته راغله ، د نبي کریم علیه الصلاة السلام  سره ابوبکر  رضي الله عنه  هم وو، ابوبکر رضي الله عنه  رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وويل، که چيري ته لږ ګوښه سې نو هغه څه به نه واور‌ې کوم چي تاته ضرر رسوي، يعني(څه بده خبره درته ونه کړي) ځکه دا يوه بد ژبې (بې شرمه) ښځه ده، نبي علیه الصلاة السلام ورته وويل، ډېر ژر به الله جل جلاله  زما او د دې په مابين کي پرده واچوي، حضرت ابو بکر رضي الله عنه وايي کله چي هغه راغله رسول اکرم صلی الله علیه وسلم يې ونه ليدی او ابوبکر رضي الله عنه  ته يې وويل، اې ابوبکره! ستا ملګري زموږ سپکاوی کړئ دئ، حضرت ابوبکر رضي الله عنه ورته وويل، زما دي په الله جل جلاله  قسم وي، هغه نه په اشعارو خبري کوي او نه اشعار وايي، اُم جميل (د ابولهب ښځي) ورته وويل، ته هم هغه رښتيا ويونکی بولې ؟ او بيا بيرته ولاړه، ابوبکر رضي الله عنه و رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته وويل، ايا دې ته نه وليدې، نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وويل، تر څو چي دا دلته ولاړه وه زما او د دې په مابين کي يوه ملائکه ولاړه وه چي زه يې پټولم.(۲)

پدې کي شک نسته چي د الله جل جلاله مقدس کلام نه يوازي د انسانانو د هدايت لپاره نازل سوی دی بلکي دا مبارک کلام د مسلمانانو د شفا او حفاظت ذريعه هم ده ، او زموږ  دغه ادعا د قرآن کريم په آيتونو او نبوي احاديثو ثابته ده نو هر مسلمان ته پکار ده چي ذکر سوي اياتونه په ياد کړي او د اړتیا  په وخت کي يې تلاوت کړي .

 (۱): د ایران يوښاروو 
(۲): معارف القران ج۵ صــ ۴۱۹   تفسير قرطبي  ج۱۰ صــ ۲۷۰
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته