تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د هامان نوم قراني معجزه ده
 
  April 25, 2013
  0
وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ مَا عَلِمْتُ لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرِي فَأَوْقِدْ لِي يَا هَامَانُ عَلَى الطِّينِ فَاجْعَل لِّي صَرْحًا لَّعَلِّي أَطَّلِعُ إِلَى إِلَهِ مُوسَى وَإِنِّي لَأَظُنُّهُ مِنَ الْكَاذِبِينَ . ( سورة القصص الاية:۳۸)
ژباړه :  او فرعون وويل : چي اې د مشرانو ډلي ! ماته ستاسو له پاره بېله ما څخه بل خداى نه معلومېږي ، نو ته اې هامانه ! خښتي را پخې کړه او جګه قلعه راته جوړه کړه ، ښايي زه د موسى و خداى ته وګورم او يقيناً دى زما په ګمان د درواغجنانو څخه دئ .  
 

        د قرانکريم د نزول له لمړيو ورځو څخه د مشرکانو له لوري د قرانکريم په اړه ډول ، ډول شکونه او شبهات راولاړېدل ، چي په خپله قرانکريم همهغه وخت هغوته جواب وايه ، او بيا د وحي د انقطاع وروسته همدغه شبهات او شکونه په بېلا بيلو بڼو او عباراتو د تاريخ په اوږ دو کي د اسلام د ښمنو غير اسلامي نړۍ د پوهانو له لوري رامنځ ته سوي دي او هم لا په هم دې لټه کي دي ، چي په قرانکريم کي ټکر ، تضاد او يا هم شبهه ومومي ، ترڅو ،  وکولاى سي د قرانکريم د صحت او حقانيت په اړه شکونه را ولاړ کړي او مسلمانان د خپل وحدت د رمز په اړه بې باوره کړي ، خو لا په دې نه دي بريالي سوي او نه به هم په دې بريالي سي . دا د دې خبري ښه ثبوت دئ ، چي دا کتاب د يو کامل ذات له لوري نازل سوئ دئ او هغه کامل ذات د الله جل جلاله  څخه پرته بل هيڅوک نه سي کېداى  او قران کريم هم يو دا سي کتاب دئ ، چي په سپېڅلو پاڼو کي يې په سلګونو او زرګونو معجزې شتون لري ، چي د بېلا بيلو علومو په ذريعه د هري ورځي په تېرېدو سره نوموړي معجزې را بر سېره کېږي ، چي يوه ښه بېلګه يې يوه هم د هامان د نوم معجزه ګڼلاى سو  هغه دا سي چي مستشرقينو څوکلونه پر له پسى د قران کريم پر خلاف د يوې شبهې په تکرار ولو او د هغې په خپرولو کي زياتي هلي ځلي کولې.  دوئ باور درلودئ ، چي دا د قرانکريم ترټولو ستره او قوي شبهه ده . 

          مستشرقينو ويل ، چي د موسى علیه الصلاة والسلام  په زمانه کي ، چي فرعون ته د ډېرو نژدې کسانو له ډلي څخه  چي د هامان نوم  را غلى دئ دا يوه تاريخي غلطي او اشتباه ده ، ځکه چي تورات د موسى علیه الصلاة والسلام د کيسې په بيان کي د بني اسرائيلو او فرعون سره د هامان نوم نه دئ ذکر کړئ او همدا رنګه هيڅ يوه پخواني يوناني مورخ د دې نوم يادونه نه ده کړې او نه هم د هامان نوم په هيڅ يوه تاريخي ليکنه کي راغلئ دئ ، چي د مصر د پخواني او لرغوني تاريخ څرګندونه دي وکړي ، مګر يوځاى ، چي د هامان د نوم يا دونه سوې ده هغه هم د تورات د يوې برخي استير (١) ( د استير کتاب د پروتستانت مذهب پلويان معتبر نه ګڼي ، دا ځکه په موجودو پرو تستانت انجيلونو کي دا کتاب موجود نه دئ . ) 

 کتاب څخه پرته بل ځاى نه دئ راغلئ هغه هم په دې ډول راغلئ دئ ، چي د بابل پاچا ( احوش بروش ) يو وزير درلود ، چي د هغه نوم هامان وو چي د بابل د پاچا سره يې نژدې اړيکي درلودې او نوموړي وزير پر بابل باندي تر واکمنېدو وروسته پرموجودو يهودو زښت زيات ظلمونه وکړل ، خو يهودو د دې ظالم او جابر وزير مستبد واکمن نظام ونه سو زغملاى ترڅو هغه وخت يې د نوموړي وزير د ظلم او بد چلند څخه يې د نجات لار ونه موندل  کله ، چي د بابل پاچا د يوې يهودي نجلۍ  سره واده  وکړ ،يهودي  نجلۍ  هڅه کوله  چي پاچا  تر خپل  اغېز لاندي  راولي  خو په  دې هم  وتوانېدل ، ترڅو په دې ډول  يهودي  نجلۍ ددغه  وزير په  وژني  او د خپل قوم  دغچ  په اخيستني  سره  بريالۍ سوه ؛ معنا دا ، چي هامان د فرعون او موسى علیه الصلاة والسلام  په  وخت کي په  مصرکي نه وو بلکي  په  بابل کي وو ، خو قرآن تقريباً زرکاله  د موسى علیه الصلاة والسلام  تر وفات  وروسته  په  دې ډول تاريخي خطاکي  دمستشرقينوپه گمان راشکېل سوئ دئ .

       په دې اړ وند د اسلامي څېړونو دټولني پخواني سرپرست دُکتورعبدالجليل شلبي  وايي : د فرعون او موسى  په وخت هامان په نوم د يوه سړي اوسېدل د هغه هامان سره ټړاو نلري ، چي د بابل پاچا وو ښاغلئ شلبي دې ته  په اشارې سره  وا يي  چي د استير په کتاب کي د يهودي نجلۍ کيسه، د بابل د پاچا او د هغه  د وزيرهامان کيسه يوه  خيالي کيسه ده ، چي د خرافاتو او باطلو کيسو له  جملې  څخه ده ، چي هيڅ حقيقت نه لري  او  ښاغلى شلبي  يې په لاندي ډول دليل بيانوي : د استير کيسه  د تورات  څخه پرته  په بل ځاى کي نه ده ذکرسوې (عزرا) او(نحميا) هغه دوه کسان دي چي بابل ته دلمړنيو ورګرځېدونکو کسانو څخه شمېرل کېږي ، هغو دواړو د سبي بابلي کيسه کړې ده هغه  چي په  سفر کښي راغلي دي او د نومړي په نوم سره نومول سوي دي ، چي نه يې استيرته اشاره کړې ده اونه هم بل څه ته .

           اوهمدا ډول ديونان مشهوره مورخ هيرودوت (HERODOTE) چي داکزسيس په وخت کښي يې ژوند کاوه ، چي دهغه وخت تاريخي پيښي يې ليکلي دي ، خواستير اودهغه پېښو ته يې هيڅ اشاره نه ده کړې اوهم ډېرځله داستير نوم دعشتاردکلمې څخه تحريف او  اړول سوئ وي ، ددې څخه داڅرګنديږي چي دغه کيسه دبابل دافسانوي اوخرافاتي کيسوڅخه اخيستل سوې ده،چي هيڅ  ريښتنوالى نه لري. ددې موضوع دحل لپاره ((داسلام حقيقتونه ،دشک اچوونکو دشبهاتو په وړاندي )) نومي کتاب څرگند اومؤجز جواب ويلى دئ ، هغه داسي چي : د((هامان)) کلمه ديو شخص نوم نه دئ ، بلکي دايو ځانگړى لقب دئ چي د ((فرعون مرستيال  ( نائب) لقب په توگه استعمالېږي ، لکه څه ډول چي دفرعون نوم يو ځانگړى لقب دئ ، چي مخکي دمصر دحاکم  ، خليفه اويادمصر پاچاته دلقب په توگه کارول کېدى.
 

         مگر چاچي په ښه ډول دهامان شرحه کړې ده، هغه مسلمان فرانسوي عالم (موريس بوکاى) دئ، چي په خپل کتاب ( موسى اوفرعون ) نومي  کتاب يې داموضوع په ښه ډول څيړلې ده . موريس بوکاى وايي : قرانکريم هامان دودانۍ جوړوني دمعمارانو اوښاريانو درئيس اومشر په توگه ياد کړئ دئ ،مګر سپېڅلي کتاب دفرعون په وخت کي د هامان په اړوند دهيڅ  شي يادونه نه ده کړې همدالامل وو ،ترڅو چي په هيرو غلو في ژبي (دمصرپخوانۍ ژبه ) باندي د (هامان) دکلمېۍ دليکني دڅېړني لپاره را وپاڅېدم ،لومړى مي دهامان کلمه دمصرد لرغوني تاريخ پوه متخصص اوڅېړونکي ته وړاندي کړه ،په دې سره هغه  ترکوم تاثير او اغېز ﻻندي  رانغى ځکه چي ماور ته ونه ويل چي دهامان نوم په قرآن کريم کي راغلي دئ ، بلکي هغه ته مي وويل چي دهامان دنوم يادونه په لرغوني پخوانۍ عربي ژبي کي سوې ده، چي تاريخ يې داوومي ميلادي پېړۍ څرگندونه کوي .
        څېړونکي راته وويل : دابه  ناشوني وي چي د اوومي پېړى په يوه لرغوني عربي ژبي کي دي داکلمه راغلې وي ، ځکه  چي دهيروغلو في ژبي په ليک دود اوليکنو  کي به هم هغه وخت داکلمه نه وي ليکل سوې  د څېړونکى د امر په  اساس  چي  زه  ددې موضوع   نوره  څېړنه  اوپلټنه وکړم  نوځيني لارښوني يې راته وکړې، چي يو له هغو څخه (په نوي امپراطورى کي  د اشخاصو  د نومونو قاموس  )  و  کتاب  ته  مراجعه کو ل وه ،  چي ددې قاموس  ليکوال:  (اللا مند رانک ) وو .

قاموس مي  وکوت ، د هامان نوم مي  پکښي پيداکړ  چي  په هيرو غلو في ژبي اوهمداراز په الماني ژبي سر ه ليکل سوئ  وو  اوهمدا ډول دنوموړي د نو م ترڅنگ يې معنا هم ليکل سوې  وه ، چي د  ډبرو دتراشلو(توږلو) دکارکونکو د ريس په معنى او مفهوم  وه ، چي دغه نوم اولقب په هماغه وخت کي هغه مشر او  ريس ته  ورکول کېده  چي  دلويو ساختماني  پروژو   د چارو مسؤليت  به  يې په غاړه  درلود.

دنوموړي قاموس دغه پاڼه مي کاپي (چاپ) کړه اوهغه څېړونکي ته ولاړم ، چي ددې قاموس په لوستلو يې راته لارښوونه کړې وه  بيا مي  ورته په الماني  ژبه  دقرآنکريم ژباړه پرانيستله  او دهامان نوم مي ورته وښود ، هغه تعجب يووړ ، حيران سو ، نور  يې نه سواى کولاى چي څه ووايې ، که دقرآنکريم څخه مخکي دفرعون او هامان نوم په بل کوم کتاب کي راغلي واى اوياپه سپېڅلي کتاب کي يې يادونه سوې واى نوبيابه اعتراض کونکي پر حق  واى ،مگر آن تر دې  چي  دا نوم دقرانکريم تر نزول پوري په هيڅ ډول ليکني کي نه دئ راغلى ، بلکي  فقط  يوازي  د مصر پر لرغونو او پخوانيو ډبرو  باندي په  هيروغلو في خط سره راغلئ دئ.

          په يقيني توگه بايد ووايو چي دغه نوم په قرآن عظيم الشان کي په  داسي  روښانه  او واضح  ډول راغلى ، چي نور څر گندتيا اوتفسير ته يې اړتيا نسته ، مگر دا چي دايوه معجزه وګڼو، چي هيڅ کومه  نيمگړتيا ورپکښي  نه ليدل کيږي . نو ويلاى سو ، چي قرآنکريم  يوه  ډېره  لويه  او ستره  معجزه  ده . 

 
دمخکنۍ ويناپر اساس  ويلاى  سو چي  هيڅ  يوه مورخ ، کتاب اوياکومي ليکني اونسخي دي  و هغه  شخص ته  چي  د هغه نوم هامان وو  او د موسى علیه الصلاة والسلام  په وخت کي د فرعون  د نژدې کسانو څخه گڼل کېدى  اشاره کړې  وي  او نه  هم هيڅ  يو د مصر په پخواني او لرغوني تاريخ  باندي زيات پوهيږي ،ځکه  چي پوهان د مصر د لرغونو ليکنو دلوستلوڅخه  چي  په انځوريز  خط ليکل سوي دي ، عاجزه دي، ځګه  چي  په مصر کي  د مسيحت  تر خپرېد و وروسته هيروغلو في ژبه په تدريجي  ډول کمزورې  سوه  حتا چي  بيخي  له  منځه  ولاړه  په (٣٩٤  م) کال کي يوازي  د د غي ژبي  اخرنۍ ليکنه پاته  وه  په ، همدغه  وخت کي هيچاپه همدغه ژبه خبري  نسواى کولاى او نه  يې څوک په لوستلو وتوانيدل  آن تر دې ، چي دکلونو لپاره چا لوستلاى نه  سواى ، تر څو ، چي  په (١٨٢٢  م) کال دشامپو ليون (CHAMPOLLION ) په نامه يو فرانسوي عالم د همدې ليکني چي د رشيد پر  ډبره  ( ډبره ليک) ( ROSETTA STONE ) باندي ليکل سوې وه په لوستلو بريالۍ سو ، د رشيد  د ډبري پلټنه  د هغه فرانسوي ضابط  د يرغل وړاندي هم ترسره سوې وه ،کوم چي نوموړي ضابط په (١٧٩٩  کال کي پر مصر باندي ديوي حملي په ترڅ کي دبحيري ولسوالۍ د رشيد پرکلي  باندي يې کړې وه  په نوموړي ډبر ليک ليکنه کي  د مصر دپنځه زره کلن   تاريخ پيښي ليکل سوي او همدا ډول دهماغه وخت د مصر دفرعون پاچا د لاسته راوړنو ستاينه هم کوي ، چي دغه ليک ته به يې هماغه وخت هېروگليف (HIEROGLIPHE ) يعني سپېڅلى ويل ، چي همدغه ليکنه په دريو ژبو باندي ليکل سوې ده چي دهيروغلو في (تصويري ) ديمو طبقي (دمصر عامه پخوانۍ ژبه ) او اغريقي  د يوناني  ژبو څخه عبارت دي ، چي د ليکلو تاريخ  يې (١٩٦  ق.م) کال څرگندونه کوي . 

 په نوموړي ډبرليک کي دپورتنيو دريو ژبو شتون د فرانسوي عالم  سره  دهيرو غلو في ژبي دليک دود په لوستلو کي مرسته وکړه ، هغه دا سي  چي نوموړي عالم  به اغرايقي (يوناني) خط به يې دهيرو غلوفي خط سره پرتله کاوه ، ترڅو په  همدې ډول يې دهير وغلو في ژبي دليک دلوستلو وياړترلاسه کړ. د هيرو غلو ژبي دليک دود تر لوستلو وروسته  د موجود  وليکنو څخه چي څو شمير لرغوني او مشهوري ډبري چي دمصر لرغوني پخواني تاريخ  داثارو  څخه شمېرل کيږي   داڅرگندوي  چي دموسى  علیه الصلاة والسلام  په وخت کي فرعون ته ډېر نژدې اومقرب شخص هامان وو، چي د تعميرونو د جوړوني مسؤليت يې پرغاړه درلود او همدا ډول يوه  بله لرغوني ډبره  چي د مصر د لرغونو او پخوانيو  تاريخي  ډبرو  له  جملې څخه  شمېرل کيږي ، چي په همدغه لرغوني تاريخي  ډبره کي دهامان نوم هم راغلى دئ  چي نوموړې ډبر ه اوس هم داتريش ( استريا) هيواد په پلازميني د(ويانا) ښار د(هوف)په موزيم کي سته .

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۰ ګڼه

ــــــــــــــــــــــــــــــــ
اخذ لیکونه: 
(١) حقائق الاسلام في مواجهة شبهات المشکين ، دمصر ستره غونډه .
(٢)مفتريات المستشرقين  علي الاسلام ،دعبدالجليل شلبي  ليکنه .
(٣)عبقرية الحضارة المصرية القديمة،احمدمحمد عوف
 اخيسته: حراء مجله ،دوهم کال (٧مه)گڼه ، د(٢٠٠٧  م)کال داپريل مياشت ،استنبول . 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته