تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة طه لنډه پيژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 20, 2023
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د سورة طه لنډه پيژندنه 

 

سورة طه مکي سورة دئ، د مصحف او تلاوت په اعتبار ۲۰ سورة دئ.


سورة طه ۱۳۵ آية او ۸ رکوع لري.


عبدالله ابن مسعود (رضي الله عنه) فرمايلي دي چي: سورة بني اسرائيل، سورة الکهف، سورة مريم، سورة طه او سورة انبياء د بهترينو پخوانيو او اوليه سورتونو څخه دي چي ما حفظ کړي دي. (بخاري شريف - ۴۹۹۴)


د ابو امامه (رضي الله عنه) څخه روايت دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: د الله (عزوجل) اسم اعظم په سورة البقرة، سورة ال عمران او سورة طه کي موجود دئ. (صحيح ابي داود - ۱۳۴۱)


په سورة طه کي لاندي بيانونه ذکر سوي دي 


۱-  د الله (رب العزة) وحدانيت او الوهيت؛


۲-  د حضرت موسی (عليه السلام) قصه چي کله دی مبارک په پيغمبرۍ مبعوث کېدی؛


۳-  سيدنا موسی (عليه السلام) او د فرعون تر منځه خبري او مجادله؛ 


۴-  د ساحرانو او جادوګرانو ايمان راوړل؛


۵-  د فرعون او د فوج د غرقېدلو بيان؛ 


۶-  د حضرت موسی (عليه السلام) ملاقات د څلويښت ورځو له پاره د الله (عزوجل) سره؛ 


۷-  سامري د سرو زرو څخه د غوايي بچی (يعني ګېله ګی) جوړ کی تر څو عبادت ور ته وکي؛


۸-  د قيامت د ورځي بيان؛ 


۹-  د حضرت آدم (عليه السلام) او د ابليس قصه؛ 


۱۰-  د تيرو قومونو هلاکت او د دوی سرغړونه.


په تفسير طبری، د قرآن کريم تفسير د (حضرت يوسف علی) په واسطه، او تفسير ابن کثير کي د سورة طه موضوعات په لاندي ډول ذکر سوي دي.


۱-  دا کتاب (قرآن کريم) تذکره (يعني يادوري) ده د هغه کسانو له پاره چي د الله تعالی څخه بيرېږي.


۲-  د راتلونکي ژوند په پرتله د دې دنيا ژوند يوه ورځ يا هم د ورځي د يوې برخي په اندازه ده.


۳-  د سيدنا موسی (عليه السلام) واقعه چي د فرعون څخه د بني اسرائيلو د خلاصون په موخه را استول سوی وو.


۴-  د الله تعالی مکالمه د سيدنا موسی (عليه السلام) سره، او د ده مبارک (عليه السلام) مشهوره دعا (قَالَ رَبِّ ٱشْرَحْ لِى صَدْرِى ...)، او د ورور (يعني هارون عليه السلام) له پاره د نبوت غوښتنه.


۵-  د ساحرانو او جادوګرانو ايمان راوړل چي کله ئې د سيدنا موسی (عليه السلام) معجزه وليدل.


۶-  د قيامت د ورځي بيان.


۷-  دا کتاب په عربي ژبه را نازل سوی دئ، تر څو تاسو ښه په پوه سی او د علم د زيادت په موخه دا دعا واياست، (رب زدنی علما). 


۸-  د سيدنا آدم (عليه السلام) خلقت او د ابليس کبر او د سجدې کولو څخه انکار.


۹-  د نورو سره د دنيا په ورکړه کي حسد مه کوئ.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته