تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة يوسف لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 16, 2023
  0

د سورة يوسف لنډه پېژندنه

 
لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

سورة يوسف د مصحف او تلاوت په اعتبار ۱۲ سورة دئ، چي د هجرت څخه تر مخه نازل سوی دئ، يعني مکي سورة دئ.
سورة يوسف ۱۱۱ آية او ۱۱ رکوع لري.

 

حضرت يوسف عليه السلام د حضرت يعقوب عليه السلام زوي او د حضرت اسحق عليه السلام لمسی او د حضرت ابراهيم عليه السلام کړوسی دئ.


د حضرت يوسف عليه السلام د اخلاقو او د صبر اوصاف په دې قصه کي ذکر سوي دي او د سيدنا يوسف عليه السلام قصه، يو د بهترين او ښايستو قصو څخه ده.


اپه دې سورة کي الله رب العزة و ټولو مسلمانانو ته دا پيغام ورکوي چي که تاسو صبر وکي او تقوا اختيار کي؛ نو ستاسو رب به ستاسو اجر در ضايع نه کي.


رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: تاسو خپلو قريبانو او ملگرو ته سورة يوسف ور زده كئ، هر څوک چي سورة يوسف وايي او خپل كورنۍ و خپلو غلامانو ته ئې تدريسوي، نو د مرګ د عذابه به په امن وي. او الله عزوجل به د نورو مسلمانانو سره د بغض او عناد نه كولو توفيق وركي. (ابن عساكر)


سورة يوسف ته احسن القصص (ښايسته ترينه قصه) هم ويل سوې ده.


د دې سورة خلاصه دا ده چي: د انسان ژوند د مشکلاتو او تکليفاتو څخه ډک دئ او دا هر څه بايد په ښه توګه او په پوره صبر سره تېر کړي.


د هر مشکل وروسته اساني سته او هغه رتبه او منزلت چي الله عزوجل چا ته ور په نصيب کوي، هغه هيڅ څوک نه سي بدلولای.


که په ګناهونو ملوس نه ئې، د تور او تهمت څخه مه بېرېږه. الله (رب العزة) به د خلاصون لاره در په نصيب کي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته