تازه سرليکونه
د (غربي نړۍ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ځوان نسل او کورنۍ مو له بحرانه وژغورئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 8, 2023
  0

ځوان نسل او کورنۍ مو له بحرانه وژغورئ

 
لیکنه: ذوالکفل ذکي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د اسمان له کنارو د اسلام لمر د نړۍ پر سهار طلوع وکړه، مکه روښانه شوه، د جهل د تیارو ټغر په ټولیدو شو، یو امین شخص له سرکشو او مشرکو عربو یو داسي نسل وروزه چي تر قیامته به تکرار نشي، پیغمبري نور او پیغام نسیم له ځانه سره هر سهارخپراوه، د اسلام فاتح لښکر د شرق او غرب په لور رهي شو، شمال او جنوب یې د اسلام ملکیت کړ، د هر فن او هنر استادان او علماء د اسلام په مرکزونو کي راټول شوي وو، چا تدریس او تجارت، چا تألیف او اختراع او چا هم علم حاصلوه، اسلامي خلافتونه پر نړۍ واکمن وو، له اندلس تر اندونیزیا او له شرقي ترکستان تر سنده یو خلافت او یوه رهبري وه، د اسلام د عروج دا ستوری د عثماني خلافت له ړنګېدو سره سم پریوت. امت ټوټه_ ټوټه شو، تورو وریځو پرې خپلي وزري وغوړولې، د استعمار یوه نه تم کيدونکي طوفان امت را ایسار کړ، زیرمي یې ولوټل شوې، د علم ډیوې په مړې کیدو شوې، په امت باندي بهرنۍ او داخلي جګړې وتپل شوې، په میلیونونو خلک ووژل شول، زندانونه ترې ډک شول، ښارونه په کنډواله بدل شول، ولسونه له غربت او فقر سره مخ شول. هماغه وو، چي د یو طرحه شوي پلان له مخي له اسلامي نړۍ څخه د غرب پر لور د مهاجرتونو یوه لویه او نه تم کیدونکي لړۍ پیل شوه، چي تر ننه دوام لري.


غرب کي ځوان ته ایښودل شوي دامونه


۱ - موډ او فیشن: نوی تللی ځوان د موډ او فیشن په مرض اخته کوي، دا ورته د تمدن او عصریت په بڼه ورتلقینوي، مینه او رغبت یې ورسره ډیروي، په نتیجه کي ځوان پدې زهرو ککړ او هرڅه د همدې موډ او فیشن لپاره مصرفوي، کورنۍ کلي او خپل کلتور او فرهنګ ته شا کوي اوغربي فرهنګ خپلوي.


 ۲ - مخلوط ماحول او تعلیم: غرب کي داسي ماحول جوړ شوی، چي د مور، خور او ښځي فرق پکي له منځه تللی، د ناوړه اړیکو او جنسي غرایضو د سړولو په پار night clabs جوړ شوي چي شراب او نور نشه یي توکي په ازادانه ډول او په آسانۍ سره په ټیټ قیمت پلورل کیږي. په تعلیمي مراکزو کي د یو پلان پر اساس د ځوان او پیغلي تر منځ د میني او عشق مزي غزوي، نسلونه پر دې نامشرعو اړیکو روږدي کوي، د فلمونو او سینما له لاري دا اړیکي تقویه کوي، چي همدا نامشروعي اړیکي د ژوند هدف ګرزوي او پدې لار کي هر راز قرباني چي له خپلي کورنۍ مور او پلار څخه جلاوالي ته هم چمتو وي. ځوان ورو ورو لدې ماحول څخه متأثره کیږي او پکي ښکیل کیږي.


یو وخت په امریکا کي د یو مسلمان اوعیسوي ترمنځ لفظي شخړه راغله مسلمان ورته وویل: ستاسو په هيواد کي زه لمونځ، روژه او د خپل دین هر مناسک په پوره اطمنان او ډاډ اجرا کوم، تاسو چیغي وهۍ چي موږ مسلمانان خپلو منځو کي کمزوره کړل، پر موږ خو مو هیڅ هم ندي کړي.


عیسوی مسکی شو وای ته نور زوړ شوی یې څه وخت بعد به مرې، تا سره زموږ کار نشته، زموږ کار ستا له اولادونو سره دئ. ستا زوی دچا نصاب لولي؟ د چا مکتب ته ځي؟ ستا لور د چا لباس اغوندي؟ د چا له ځوانانو سره ناسته ولاړه کوي؟ ستا ورور زموږ په دفتر کي زموږ خدمت کوي، زموږ تولیدات مصرفوی، بلاخره له موږ پرته تاسو ژوند نشی کولای. راتلونکي کي به ستا لور، زوی او ورور تش په نوم مسلمانان خو فکراً او عقیدةً به زموږ لاس کي وي.


۳ - مخدره موادو باندي اخته کېدل: موږ وینو هغه ځوانان چي غربي ممالکو ته تللي د بیرته راتګ په وخت کي تر ۹۵% په نشه یې توکو معتاد شوي، بغیر د مخدره توکو له استعمال ژوند نشي کولای، همدا لامل دې چي نن زموږ په هيواد کي تر ۷ میلیونو زیات ځوانان پدې مهلک مرض اخته دي، داد غرب هغه تحفه ده چي موږ ته یې بیرته راستولې. همدارنګه فلمونه، لوبې، موسیقي او نایټ کلبونه هغه دامونه دي چي غرب کي ځوانانو لپاره ایښودل شوي.


غربي ټولنه یوه پس فطرته ټولنه ده، د حلال او حرامو فرق پکښي نشته، هر څه د It is my wish پر اساس پکي ترسره کیږي، ټولنیز ژوند پکي له منځه تللی، صله رحمي پکي قطعه شوې، ښځي ته د یو ماشین په سترګه کتل کیږي، د خپلو اولادنو واک او اختیار ورڅخه اخیستل شوی، ځوانان ورځ په ورځ الحاد ته مایلیږي، د جنسي ځورونو ګراف لوړ حد ته رسیدلی، د ځان وژني پیښي د ریکارډ تر کچي زیاتي شوي، ټولنیز نظم له منځه تلونکی دئ او... خو دا هرڅه غربیان د رسنیو په مټ پټ ساتي.


یوه مورکۍ چي د سوریې اوسېدونکي وه، کور یې بمبار شو، میړه او یو زوی یې شهیدان کړل شول، مورکۍ د غم په دریاب کي غرقه وه، چي د یوې مؤسیسې لخوا ورته سویډن ته د تګ زمینه برابره کړای شوه، مورکۍ له خپلي ۱۳کلني لور سره سویډن ته ولاړه، ترڅو له جګړو په امان او یو څه د هوساینې او ښه ژوند لرل تجربه کړي، سویډن کي کور او وظیفه ورکړل شوه، وخت تېرېده او سوریایۍ مورکۍ له خپلې وړوکي لور سره په خوشحالی ژوند کاوه، یوه ورځ حکومتي منسوبین راغلل د مورکۍ یوازینۍ ۱۳کلنه لور یې ترې په یوه بهانه له ځانه سره یوړه. مورکۍ وایي: کله یې چي زما ۱۳کلنه لور راڅخه بووله، ډیره ځیرکه او هوښیاره وه، په درسونو کي ترټولو پوهه او بانزاکته وه، وروسته له څلور کلونو چي یې راته بیرته وسپارله، لکه له یوې بلي دنیا چي راغلې وي. دروغ وایي، غلا  کوي، سیګرټ  وهي، نه پوهیږم چي چیرته ده او له چا سره ګرزي، د سویډن حکومت له ما یوه ملایکه واخیسته خو بیرته یې راته، یو شیطان، بې ارزشه او پوچ انسان وسپاره، چي د خپلي کورنۍ په نسبت هیڅ احساس نلري، یوه ماهره دروغجنه ده، یو هوټل کي اوسي، چي څوک ورزي او رازي هیڅ ندي معلوم، چي ورته ووایم چیرته وې؟ وایي تا پوري اړه نلري، هیڅ ارزښت نه راکوي. 


دا له هغه زرګونو کورنیو څخه د یوې مورکۍ قیصه ده چي اولادونه یې په مختلفو بهانو ترې بوولي او کلونه وروسته یې بیرته ورته سپارلې.
 غربي ممالک د مسلمانانو اولادونه په مختلفو بهانو؛ لکه: ظلم پرې کوی، د دې مو شخصي ازادي صلب کړې، حقوق یې نه ورکوی، حجاب مو پرې جبري کړی او داسي نورو حربو وړي، هم جنسبازانو او نورو پست فطرته ټولنو او اشخاصو ته یې سپاري، هغوی بیا لدې ملایک صفته شخص څخه یو شیطان جوړوي، چي د خور، مور او ښځي فرق بیا نشي کولای، یو شهواني کالبوت وي.


پر دې اړه د امت سترو علماوو لوی لوی تحقیقات او څیړنې ترسره کړي چي دکتور ایاد قنیبي لدې جملې څخه د یادولو وړ دئ. 


نوټ: د یو څو پیسو او مادي ګټو په پام کي نیولو سره خپل راتلونکي نسلونه مه هلاکوئ،غربیان پدې طریقه غواړي ترڅو په اسلامي امت کي د مقاومت روحیه له منځه یوسي، د ځانونو په اړه حساسیتونه ختم کړي او موږ پخپلو ځانونو کي منحل کړي.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته