تازه سرليکونه
د (غربي نړۍ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښځو ورځنی ژوند په غرب کي (مارچ ۸)
  تعلیم الاسلام راډیو
  March 8, 2022
  0
لیکنه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 
 
په ۱۹۰۹ میلادي کال کي په نیویارک کي د یوې کمونیسټي ډلي لخوا د خپلو حقوقو د غوښتلو په مناسبت دا ورځ رامنځ ته سوه، وروسته په روسیه کي ښځو د خپلو حقوقو د غوښتلو لپاره په دې ورځ لاریون وکړی چي په تدریج سره په امریکا او نورو اروپايي هیوادونو کي هم رایج سوه.
 
غربي نړۍ چي د پاته نړۍ د یرغمل کولو موقع په لاس ورغلې ده داسي ښکاري چي دوی د ښځو د حقوقو د دفاع تر سرلیک لاندي غواړي پر خپلو جرایمو پرده واچوي او ددې لپاره چي د انسانانو پاملرنه د دوی د تیاره ټولني خوا ته متوجه نسي نو بعضي نمایشي دودونه رامنځ ته کوي، چي یوه بیلګه يي د ښځو ورځ لمانځنه ده. 
 
شاید د ښځو ورځ په دې وجه هم لمانځي چي دوی سر او کال د ښځو سره نهايي زیات ظلم او تشدد کوي نو ځکه په ټول کال کي صرف یوه ورځ د دوی د حق او ارزښت ښکاره کولو لپاره ټاکي او ښځي په همدغه یوه ورځ لمانځلو خوشحاله ساتي. خو د حیرت او ډير افسوس ځای دا دی چي همدغه (د ښځو د ورځ لمانځني) په ورځ لا هم په غربي نړۍ خصوصاً امریکا کي پر ښځو هغه ظلم او تیری جاري وي لکه د کال په نورو ورځو کي.
 
 
په پرمختللې نړۍ کي د ښځو سره ورځنی ظلم
 
په امریکا کي پر ۴۶٪ ښځو باندي جنسی تیری د خپلو شناخته وو لخوا ترسره کیږي. Ncadv
 
یوازي د امریکا په کارځایونو او دفترونو کي هره ورځ تقریباً (۱۸) تنې ښځي د جنسي تیري سره مخ کیږي.us today
 
په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۸ کال کي (۱۴۲) تنې ښځي په کارځایونو او دفترونو کي قتل سوي دي چي په دغه موده کي ۷۸٪ د ښځو قتل په همدغه کارځایونو کي ترسره کیږي. Ncadv
 
هر کال په لکونو ښځي د فاحشۍ او مینځیتوب په مارکیټونو کي خرڅیږي.
 
د نیویارک ښار د جنسي تیري پر ضد اتحادیې له مخي په هره یوه (۱) دقیقه کي پر یوې ښځي جنسي تیری کیږي چي د ورځي (۱۸۷۱) ښځي بې عفته کیږي. د کاله ۶۸۳۰۰۰ ښځي د زنابالجبر سره مخ کیږي.
 
په امریکا کي د امراضو د کنټرول او مخنیوي د مرکزي ادارې (CDC) د راپور په اساس په یوه ساعت کي تر (۱۰۰) زیاتو ښځو باندي جنسي تیری کیږي چي د ورځي (۳۵۶۱) ښځي کیږي. علت دا دی چي اکثریت ښځي ددغه جرم په اړه چپ پاته کیږي یعني په ساعت کي تر دغه هم زیاتي ښځي د بې عزتۍ سره مخ کیږي.wiki
 
په هرو (۹) ثانیو کي یوه ښځه په امریکا کي وهل کیږي. ncadv
 
په امریکا کي د یوې سروې له مخي ۴۷٪ خلګ وايي چي که چیري یو نارینه د ښځي سره تر ۶ میاشتي زیاتي د میني او محبت اړیکي ولري نو دغه نارینه حق لري چي پر دغه ښځه جنسي تیری وکړي. (د نیویارک ښار د جنسي تیري پر ضد اتحادیه NYCAASA)
 
د امریکا مخکنی رئیس جمهور کلنټن په خپل کاري دفتر کي پر مختلفو ښځو جنسي تیری وکړی او ټرمپ خو ښځي د نارینه لپاره هسي جنسي آلې بولي چي هر ډول کار ور څخه اخلي اخیستلای سي. نو چي د مشرانو يې دا حال دی د کښته طبقې حالت به یې څه وي؟
 
دا په پرمختللې نړۍ کي د ښځو ورځنی ژوند دی، تاسو فکر وکړئ چي د ښځو دا عاجزه طبقه يې د ازادۍ ، د بشر حقوق او د ورځ لمانځني په غولونکو شعارونو څنګه خطا ایستلې ده؟ همدا وجه ده چي نن په غربي نړۍ کي زیاتي ښځي د اسلام مقدس دین ته پناه وړي او ایمان قبلوي.
 
اوس دوی غواړي چي په خپلو تبلیغاتو زموږ با عزته او پاک لمني ښځي هم په دغو شعارونو او یو څه مادي امتیازاتو د خپل عزتمند مقام څخه د نارینه وو تر منګولو ورسوي او ددې کار د پاره زموږ د هیواد بعضي غرب پلوه خلګ ډير په فخر کار کوي.
 
اسلام هره ورځ د ښځو د عزت او احترام کولو حکم کوي، دا عزت او عفت ساتنه د حجاب او پردې په ښایسته کلا سره ساتي. 
 
مسلمانان باید د ښځو لپاره هغه مقام چي الله تعالی ورکړی دی د غرب په تبلیغاتو، کمپاینو او پروژو د لاسه ورنه کړي او پر ځان او دغه عاجزه طبقه رحم وکړي.
 
 
(فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلَّا الضَّلَالُ ) الایة
 
نیکمرغه میرمن
ښځه څوک ده؟ د مارچ د اتمي په پلمه 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته