تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
التحیات د زده کولو لپاره یوه میاشت سفر
 
  August 29, 2016
  0
 
 د حدائق په مقدمه کي یو واقعه په " رُوِیَ " سره نقل شوې ده څه حواله یا تخریج یې نه دی کړی، لیکي چي د حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت په دوران کي یو کس له شام څخه مدیني منورې ته راغی او اتیا (۸۰) کاله عمر یې وو، او په ګرمي کي د سفرکولو په وجه یې رنګ تور شوی و، حضرت عمر رضی الله عنه ترې پوښتنه وکړه چي څنګه راغلی یې؟ په دې کمزورۍ او سپین ږیرتوب کي مو دومره لوی سفر په څه غرض وکړ؟

هغه وویل چي د التحیات د زده کولو لپاره راغلی  یم، ددې خبري په اوریدو حضرت عمر رضی الله عنه دومره وژړل، چي د صاحب حداېق الفاظ دا دي:( ابتلت لحیته) دومره یې وژړل چي ږیره مبارکه یې لمده شوه، او څاڅکي څاڅکي اوښکي څاڅیدې. ډېر وخت یې وژړل بیا یې وفرمایل چي قسم دی په هغه ذات د چا په قبضه کي چي زما ساه ده تا ته به عذاب نه درکول کیږي ولي چي د دین یوې خبري د اوریدو او زده کولو لپاره هغه خپل کور پرښود او د اوښ پر شا دي وخت تېر کړ.
 
(پاشلي ملغلري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه)
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته