تازه سرليکونه
د (غربي نړۍ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په نړۍ کي مرګونه او زېږېدني
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 7, 2018
  0

ژباړه او راټولونه: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


په نړۍ کي د ورځي ۱۵۱۶۰۰ کسان مړه کیږي او ۳۶۰۰۰۰ کسان زیږي. چي په یوه ساعت کي ۶۳۱۶ کسان مړه کیږي او ۱۵۰۰۰ کسان زیږي چي د کاله ۵۵،۳ میلیونه  مړه کیږي او ۱۳۱،۴ میلیونه زیږي. 


له پورته جملي څخه له کاله ۱،۳ میلیونه انسانان یوازي د موټر په ټکر کي مړه کيږي او تقریباً تر شلو میلیونو زیات کسان پدې ټکرونو کي زخمي کیږي.


همدا ډول د WHO د راپور له مخي په کال کي اته لکه انسانان ځان وژنه کوي، کېدای سي تاسو ته دا شمېره لږ معلومه سي، که لږ نور هم دا شمېره ووېشو، نو په ورځ کي تقریباً (۲۱۹۱) کسان او په هرو ۴۰ ثانیو کي یو نفر ځان وژنه کوي.
په جنګونو کي د مرګونو شمېر خو بې له هغه هم زیات دی، یوازي د ۱۹۵۵ کال څخه تر ۲۰۰۲ پوري ۵،۴ میلیونه کسان په جنګ کي مړه سوي دي. 


یو له بله وژنه، نا آمني او د ویشتونو څخه خو به بیخي بحث نه کوو، یوازي به امریکا ته سر ورښکاره کړو؛ په امریکا کي د ۲۰۱۸ کال د جنوري د اولي نیټي څخه د اکتوبر د میاشتي تر ۲۷ نیټي پوري په (۴۷۲۲۰) وسلوالو پیښو کي (۱۱۹۸۴) کسان مړه سوي دي. که چیري دغه شمېرنه د یادي مودې پر ورځو ووېشو نو هره ورځ (۱۵۷) پیښي سوي دي او ۴۰ کسان پکښي مړه سوي دي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته