تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سورة المائدة
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 28, 2023
  0

سورة المائدة 

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

سورة المائدة  د تلاوت او مصحف د ترتيب په اعتبار د قران کريم پنځم سورة دئ. دا مبارک سورة تر هجرت وروسته، يعني په مدينه منوره کي نازل سوی دئ.


سورة المائدة ۱۲۰ آيتونه او ۱۶ رکوع لري.


د دې سورة نوم د ۱۱۲ آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي: ( إِذْ قَالَ ٱلْحَوَارِيُّونَ يَـٰعِيسَى ٱبْنَ مَرْيَمَ هَلْ يَسْتَطِيعُ رَبُّكَ أَن يُنَزِّلَ عَلَيْنَا مَآئِدَةًۭ مِّنَ ٱلسَّمَآءِ ۖ قَالَ ٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ)


ژباړه: او کله چي د عيسی ابن مريم حواريون (يعني پيروانو ئې) ور ته وويل: ايا ستا رب به موږ ته د اسمان څخه سترخان (يعني غذا او ډوډۍ) را واستوي، (عيسی عليه السلام) ور ته وويل د الله تعالی تقوا اختيار کئ که تاسو مؤمينان ياست.


مائده؛ يعني سترخوان، د ډوډی خوړولو دسترخوان. 


په دې سورة کي تر بل هر سورة د (يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓ) اې هغه کسانو چي ايمان مو راوړی دئ. خطاب ډېر کارول سوی دئ.


په سورة المائدة کي لاندني موضوعاتو ته اشاره سوې ده


۱-  د حلال او حرام غذا (يعني طعام) تر منځ تفکيک او واضح کول؛


۲-  د اهل کتاب د لاس خورک او د ښځو سره ئې د نکاح کولو بيان؛


۳-  بني اسرائيل د څلويښت ۴۰ کالو له پاره د ارض الموعده (يعني د وعده سوي مځکي) څخه بند سوه؛


۴-  د حضرت آدم عليه السلام د زامنو قصه چي قابيل هابيل قتل کی؛


۵-  د غله له پاره د سزا حکم؛


۶-  د غسل، اودس او تيمم بيان؛


۷-  لمونځ اداء کول او زکات ورکول پر يهودانو او عيسويانو هم دغسي فرض ول؛


۸-  يهودانو او عيسويانو ته د اسلام د دين دعوت؛


۹-  هغه څوک چي د الله عزوجل د اوامرو مطابق فیصلې نه کوي، هغه کافران، ظالمان او تر حد تېرېدونکي دي؛


۱۰-  شراب او خمار (قمار) مطلق حرام دي؛


۱۱-  د حضرت عيسی عليه السلام معجزې او د ده مبارک دعا چي الله تعالی د ده و حوارين ته د جنت څخه مائدة (د غذاء ډک سترخوان) راواستوي.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته