تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
غایب مسلمان ورور ته دعاء کول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 17, 2018
  0

منيراحمد- فاروقيه مدرسه

 

الله تعالی انسان په دنیا کي د دې لپاره پیدا کړی دی، چي د خپل رب جل جلاله  عبادت وکړي او د آخرت لپاره توښه برابره کړي؛ ځکه دا دنیا دارالفناء ده؛ یو څو ورځي ژوند دئ تېرېږي؛ وروسته دغه انسان او دنیا فناء کیږي. نو د انسان لپاره دا په کار ده، چي د ابدي ژوند لپاره څه توښه برابره کړي. د توښې د برابرولو څو طریقې دي. ځيني يې الله  جل جلاله  په قرآن کریم کي ذکر کړي دي او ځيني يې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم  په خپلو احادیثو کي ذکر کړي دي. د هغو طریقو څخه یوه طریقه دا ده چي یو مسلمان ورور خپل ځان ته دعاء وکړي؛ د الله  جل جلاله  څخه د مغفرت طلب وکړي او بل مسلمان ورور ته هم دعاء وکړي او د هغه لپاره هم د الله جل جلاله څخه د مغفرت طلب وکړي. 

 

په یو حدیث شريف کي د غايب ورور لپاره د دعاء فضیلت راغلی دی:
عن ابی الدرداء رضی الله عنه ان رسول الله  صلی الله علیه وسلم  کان یقول:

«دَعْوَةُ الْمَرْءِ الْمُسْلِمِ لأَخِيهِ بِظَهْرِ الْغَيْبِ مُسْتَجَابَةٌ عِنْدَ رَأْسِهِ مَلَكٌ مُوَكَّلٌ كُلَّمَا دَعَا لأَخِيهِ بِخَيْرٍ قَالَ الْمَلَكُ الْمُوَكَّلُ بِهِ آمِينَ وَلَكَ بِمِثْلٍ.» (رواه مسلم، کتاب الذكر والدعاء والتوبة.)


د حضرت ابوالدرداء رضی الله عنه څخه روایت دی، چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم به ویل، چي د یو مسلمان ورور دعاء د بل غائب مسلمان ورور لپاره قبلېدونکې ده. د دغه مسلمان سر ته به یوه ټاکل سوې ملائکه وي. هر کله چي دی یو غايب مسلمان ته د خیر دعاء وکړي، دغه ټاکل سوې ملائکه وایي، چي آمین او ستا لپاره دي د دغي دعاء مثل وي.

 

د دغه حدیث شريف څخه دا معلومه سوه، چي یو غايب مسلمان ورور ته دعاء کول ثواب لري؛ ځکه دغه دعاء قبلېږي او بل دا چي ستا د دعاء وروسته ملائکه تا ته دعاء کوي. ستا دعاء د هغه مسلمان په حق کي قبلېږي او د ملائکي دعاء ستا په حق کي قبلېږي. 

 

نو ښه عمل دا دی چي هم ځانونو ته او هم خپلو نورو غايبو وروڼو ته دعاوي وکړو.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۳ ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته