تازه سرليکونه
د (ادبي ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ژوند نغمه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 25, 2023
  0

د ژوند نغمه


لیکنه: عبدالقیوم مینه وال/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

موسيقي نه ده او نه هم د موسقۍ کومه اله ده، چي و يې ږغوو او خوند ځني واخلو.   

 

غزل نه ده او نه هم کومه غزليزه سندره ده، چي موږ د څولحظو لپاره خوښ او ارام وساتي.   


 کوم ښکلی او ښايسته و جود نه د، چي په ليدو مو يې سترګي يخي سي او زړه پر و بايلواو نه هم کوم ښکلی آواز دی چي زموږ د زړه زنګ پورته کړي. 

                                                                                                                   
دغمونو او دردونو درياب دی، چي د ستونځو او ربړونو په زرګونو نهنګان پکښي ژوند کوي. په دغه ياغي او څپڅپانده سمندر کي زموږ د ژوند بېړۍ روانه ده. غواړي، چي تر کوم ارام ساحله ځان ورسوي.

هره لحظه يې د غرقېدلو وېره سته. څکه: د دې سمندر نهنګان ډېر قوي دي. کوم څه چي له حرکته لوېدلي وي ‌ډېر ژر يې ډوبوي.         

                                                                                                                                                                  
 اې لار ويو! اې د همدې بېړۍ سپرو ملګرو! پام چي همدغه د ژوند بېړۍ له حرکته  و نه لويږي. دهمت لاسونه و خوځوی همدغه بېړۍ ته حرکت ور کړی. پرلپسې حرکت. ترڅو تر يوه ارام ساحله ځان ورسوي او هلته د ژوند تر وروستۍ وداع پوري د سکون ساه واخلي.  

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته