تازه سرليکونه
د (ادبي ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ګرمي شدیده ده؛ ماشومان مو خوندي کړئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 25, 2023
  0

لیکنه: بریالی فیضي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

ګرمي شدیده ده؛ ماشومان مو خوندي کړئ

 

په کندهار کي هوا ډېره ګرمه ده، د تودوخي لوړه درجه تر ۴۰ پورته ده او ښايي په دې ورځو کي ئې کچه لا زیاته سي.

 

کندهار د افغانستان د ګرمسیره ولایتونو له ډلي څخه دئ، د ګرمۍ په موسم کي هوا د نورو ولایتونو په پرتله ډېره ګرمه وي.

 

اوس یوه خوشبختي دا ده، چي د لومړي ځل له پاره د کندهار برېښنا هم دوامداره سوې ده، دا د کندهاریانو له پاره بهترین نعمت دئ.

 

په مخکني کلونو کي به ګرمي هم زیاته وه او د برېښنا درک به هم نه لګېدئ، خو اوس د برېښنا ریاست د کامیابه هڅو په نتیجه کي دغه ستونزه حل سوې ده او د برېښنا اړتیا پوره سوې ده.

 

خو بیا هم پر دې سربېره اړتیا لیدل کیږي، چي باید د کورنیو مشران د خپلو ماشومانو خیال وساتي، د ورځي په جریان کي ئې بېځایه د بهر وتلو څخه وساتي، اوس دولتي مکتبونه هم د درو میاشتو له پاره رخصت دي، نو تر ډېره حده اړتیا نسته، چي ماشومان دباندي را ووځي.

 

یوه بله ستونزه چي باید د کورنیو مشران ئې ډېره جدي ونیسي دا ده، چي په کندهار کي فعلا په ویالو کي اوبه سته، د دغه ویالو اوبه د کرهڼي له پاره سمي دي، خو د څښاک او آن لامبو له پاره ښايي مناسبي نه وي او د بېلابېلو ناروغیو لامل سي، نو د کورنیو د مشرانو له پاره لازمه ده، چي خپل ماشومان په ویالو کي د لمبېدو څخه منع کړي.

 

د دې یو ښه مثال لویه ویاله ده، د دې ویالې یوه بدبختي دا ده، چي د زیاتو کورونو د خرابو او ناولو اوبو پیپونه ورته را وتلي دي، خو پر دې سربېره په دې ویاله کي په زرګونه ماشومان هره ورځ لمبیږي، چي دا چاره به ئې د صحت له پاره خورا زیانمنه تمامه سي.

 

د کورنیو مشران په دې برخه کي د خاص مسئولیت لرونکي دي، باید پاملرنه ورته وکړي.

 

دباندي وتل او لمر ته بېځایه ګرځېدل، په دې ګرمه هوا کي انسان له ژونده باسي، په دې یو څو ورځو کي په کار ده، چي د ډېر احتیاط څخه کار واخیستل سي، که لږ بې پروايي وسي، خدای نخواسته د ډېرو ناروغیو لامل به سي، چي بیا به ئې علاج په ډېرو پیسو نه کیږي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته