تازه سرليکونه
د (ادبي ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
باسواده
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  June 12, 2023
  0

لیکنه: محمد ریحان محمدي/ تعلیم السلام ویب پاڼه 


باسواده
چاته باسواده یا د زده کړو لرونکو کسان ویلای سو؟ 


لومړی: هغه کس چي ناڅاپي حالات او شرایط په ښه ډول مدیریت کړي او یا چي ناڅاپي حالات په صحي معنا درک کړي که څه په حل کي تېروتنه وکړي. 


دوهم: هغه کسان چي د خلکو سره په راکړه ورکړه کي صادق وي، د نورو هغه خصوصیات چي دده نه خوښیږي، تحمل کوي او له همکارانو سره تر هغو ښه چلند کوي چي په وسه یې وي. 


دریم: هغه کسان باسواده ګڼل کیږي چې پر خپلو غوښتنو کنټرول ولري، بدبختۍ ته نه تسلیمږي او په زړورتیا یې پر وړاندي دریږي. 


څلورم: تر ټولو مهمه دا چې د بریالیتوب پر مهال غرور نه کوي او خپل اصلیت نه هېروي. 


لنډه دا چي د زده کړو لرونکي او باسواده کشان هغه دي چي په هر ډول شرایطو وړتیا او زړورتیا د ځان لپاره غوره کوي. لکه دوی چې ذکاوت ته پر حماقت او ښو ته پر بدو ترجېح ورکوي.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته