تازه سرليکونه
د (ادبي ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تېره ورځ
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  May 30, 2023
  0

لیکنه: عبدالقیوم مینه وال/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


تېره ورځ


تېره ورځ يو كوچنى پر يوه لاره تېرېدى. د لاري په څنګ كي څو ګلبوټي ولاړ ول. د غوړېدلو ګلابونو ننداره يې ډېره شوخه وه. د هر لاروي نظر يې خپلاوه. كوچنى هم ور وګرځېدى. په څو غوړېدلو غوټيو يې لاس تېر كړ او څو ګلابو ته يې پزه ورنژدې كړه. وېويل: څومره ښكلي ګلان دي. كه يو په غوږ كي وټومبم. بل په جيېب او بل په لاس كي واخلم څومره ښكلى به ښكاره سم. په دې وخت يې. دلاري څنګ ته په نژدې ګلبوټي نظر ولګېدى، چي مړاوى سوى و. وېويل: زه بايد داسي ونه كړم. كه ګلابونه پرېكړم. په غوږ او جېب كي يې وټومبم. يوازي به زه ښايسته ښكاره سم. زه بايد دا مړاوى  ګلبوټى له مرګه وژغورم، چي نوري غوټۍ و غوړوي او دا لاره چي موږ پر ځواو راځو، نوره هم ښايسته سي.

 

ژر په منډه سو. له كوره يې كوزه راوړه. د اوبو له ليري ډنډه يې څو كوزې ډكي كړې او د ګلبوټي په پښو كي يې توى كړې. ګلبوټي سا واخيسته. نوري غوټۍ يې و غوړولې. د مازديګروخت و. بل كوچنى پر لاره تېرېدى. په غوړېدلو ګلابونو يې سترګي ولګېدې. له لاري وروګرځېدى. د غټي كېډۍ جوړولو په نيت يې ژر ژر څو ګلابونه يو په بل پسي  وشكول.

 

له وروستي ګلاب پرېكولو سره يې زور وكړ د ګلبوتي په ځوزانو يې لاس هم خوږ كړ او د ګل بوتي غټه څانګه يې هم پرېكړه. يو سپينږيرى بوډا چي له سهاره دلته ناست و، وويل: علم او پوهنه مړو ته سا وركوي. تربيه سوي كوچنيان مړاوي ګلبوټي له مرګه ژغوري او بې تر بيې كوچنيان يې څانګي پرې كوي او ګلابونه وژني. 

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته