تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سيرت:دوهم وار د قريشو سره خبري
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 1, 2020
  0

نبوي سیرت (۹۲ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

دوهم وار بيا د رسول الله  صلی الله علیه وسلم سره د قريشو خبري

 

امام طبري او ابن کثير او نور سيرت پوهان روايت کوي چي دوهم وار بيا د قريشو مشران چي په هغو کي وليد بن المغيره، عاص بن وائل هم وه، و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغله او دا وار يې بيا پر عرض کړه چي دومره مال به  درکړو چي په موږ ټولو قریشو کي ته غني سې او زموږ د پېغلانو څخه به هغه تر ټولو ښايسته پېغله در په نکاح کړو اوکه دغه  شئ مرض وي یا د پيري څخه درته پيښ وي موږ به دي په هر څومره پيسو سره چي وي علاج وکړو او داسي نور دنيوي شیان یې پر عرض کړه او ویل ته فقط دا زموږ د آلهه او خدايانو بد ويل پريږده او زموږ عادات د ناپوهۍ او جاهليت عادات مه بوله، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: زه د دغو شيانو دپاره چي دغه تاسي يې را باندي عرضوى نه يم رالېږل سوى چي په هغه سره دي زه ستاسي مالونه وغواړم، يا دي په تاسي کي شرف وغواړم، يا دي پر تاسي پاچهي وغواړم، مګر الله عزوجل  زه و تا سي ته رسول را لېږلى يم او پر ما يې کتاب نازل کړى دى او زه يې امر کړى يم چي و تا سي ته بشير او نذير سم، ما د خپل رب رسالت در و رساوه او تاسي ته مي نصيحت وکړى، که تاسي دغه شيان چي ما د خپل رب د طرفه درته را وړي دي قبول کړی دا مو په دنيا او آخرت کي ګټه ده او که يې نه و منى تر هغو صبر درته کوم چي الله عزوجل  زموږ او ستاسي په منځ کي فيصله کوي. 

 

 قريشو ورته و ويل: که ته د دغو شيانو څخه چي دغه موږ درباندي عرض کړل هيڅ شئ نه قبلوې او ته دعوه کوې چي زه رسول الله يم، نو تر تا د مخه ټولو انبياوو و خپلو قومو ته معجزې را وړي دي او تا موږ ته معجزه نه ده را وړې، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: ما تاسي ته د رب عزوجل  کلام را وړى دى، کفارو ويل: يا! که ته غواړې چي موږ ستا دين ته داخل سو، نو تا ته دا معلومه ده چي زموږ مځکه د هر چا تر وطن تنګه ده، شا وخوا غرونه راباندي را ګرځېدلي دي او اوبه هم هيڅ نه لرو، اقتصادي حالت مو ډير تنګ دى، نو دي د خپل هغه ربه څخه چي ته يې په دغه رسالت را لېږلى يې وغواړه چي دغه غرونه را څخه ليري کړي او موږ ته داسي ولې او چِينې و بهوي لکه د شام او عراق ولې چي د هغه په واسطه موږ ته باغونه، زراعت او واښه را شنه سي او الله مو غنيان کړي، نو موږ به هم ستا څخه يوه فايده و وينو، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: دا د الله جل جلاله  کار دى که يې خوښه وه دغه شيان به در کړي او که يې نه وه خوښه نه يې درکوي. 

 

کفارو و ويل: يا محمّد! داسي نه کيږي که دا نه سې کولاى موږ ته زموږ مړه سوي پلرونه او نيکه ګان را ژوندي کړه ښه دى چي موږ خپل پلرونه او نيکه ګان و وينو او د هغو په جمله کي به قُصَى بن کلاب هم وي، هغه يو صادقه شيخ ؤ چي موږ د هغه څخه ستا په باره کي پوښتنه وکړو چي دا ستا خبري حق دي که باطلي، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: مړي الله ژوندي کوي زه مړي نه سم ژوندي کولاى، قريشو ويل: ګوره هيڅ نه سې کولاى خو بيا هم ته وايې چي تا ته ملائکې راځي موږ غواړو چي دغه ملائکې و وينو ځانونه دي را ښکاره کړي د هغو په ليدلو سره به موږ ستا تصديق وکړو، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: تاسي د ملائکو د ليدلو توان او طاقت نه لرى او دا هم د الله جل جلاله  کار دى که يې إراده وه در ښکاره به يې کړي او که يې إراده نه وه نه يې سى ليدلاى، کفارو  ويل: يو کار دي هم و نه کړى او ته غواړې چي موږ ستا متابعت وکړو، حال دا چي ته غريب يې، خلك د غريبانو متابعت نه کوي، نوکه ته غواړې چي موږ ستا متابعت وکړو د خپل رب څخه و غواړه چي باغونه او قصرونه مريان او مالونه درکړي، کوم وخت چي ته غني سوې بيا حق لرې چي خلك ستا متابعت وکړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: د الله جل جلاله  رسالت او نبوت بلکه الْهي ټول فضيلتونه په مال او غنا پوري تعلق نه لري، مال سړئ و الله ته نه نژدې کوي بلکه علم، تقوْى او وحيِ دي چي انسان او رب سره نژدې کوي، نه زه دا کار کوم او نه زه هغه څوک يم چي د خپل رب څخه دغه شيان غواړي، کفارو و ويل: ښه اوس خو دي زموږ د غوښتنو سره برابر يو کار هم و نه کړى او ته همېشه موږ د الله په عذاب سره بېروې، نو اوس موږ و دغه عذاب ته تيار او آماده يو، آسمان را باندي ونړوه ټوټه ټوټه يې کړه، را باندي را وايې چوه چي موږ دا ستا عذاب و وينو چي دا دي په وسه پوره دى که يا؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: دا هم د الله جل جلاله  په إراده پوري تعلق لري، دلته نو قريشو ورته و ويل: والله ته کاذب يې هيڅ شئ دي په وسه نه دى پوره، بلکه ستا استاد يو نفر دى چي نوم يې رحمان دى او په يمامه کي اوسيږي (يمامه په جزيرة العرب کي بلکه په نجد کي د يو ځاى نوم دى) او ته موږ د هغه سړي په عبادت سره امر کوې.

 

 قريشو به داسي ويل: چي رحمان د الله جل جلاله  د نومو څخه نه دى، لکه څرنګه چي د دغه موضوع په باره کي الله جل جلاله   فرمايي:
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اسْجُدُوا لِلرَّحْمَٰنِ قَالُوا وَمَا الرَّحْمَٰنُ أَنَسْجُدُ لِمَا تَأْمُرُنَا وَزَادَهُمْ نُفُورًا [الفرقان /60]  
يعني: کوم وخت چي به دغه کفارو ته و ويل سوه چي رحمان ته سجده وکړی او د رحمان عبادت کوى، دوى وايي: رحمان څه شي دى؟ آيا موږ به هر هغه شي ته سجده کوو چي ته مو په امرکوې؟ او دغه د رحمان د نامه يادول! د ايمان څخه د دوى نفرت ور زياتوي. 


نو قريشو ويل: دغه د يمامې سړئ چي نوم يې رحمان دى او تا ته تعليم کوي ته موږ د هغه په عبادت سره امرکوې، په والله موږ به هيڅکله پر رحمان ايمان را نه وړو، دغه د معجزو د خبرو په آخر کي عبدالله بن ابى اُمَيه بن مغيره چي د قريشو د مشرانو څخه ؤ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عمه زوى ؤ ولاړ سو او ويل: يا محمّد! هغه ټول شيان چي موږ درته و ويل و هغو ټولو ته عاجزه سوې هيڅ شئ دي و نه کړى، زه  خو ايمان نه در باندي را وړم که څه هم و دي وينم چي په هوا الوتى يې او په دغه هوا کي آسمان ته ورسېږې او د آسمان څخه يو کتاب در سره را وړې او زه دغه کتاب په خپل لاس کي هم ونيسم، بيا هم ايمان نه درباندي را وړم او وايم: ته ساحر يې، رسول الله صلی الله علیه وسلم هيڅ نه وايي، آيا دغسي د عقل د چوکاټ څخه وتلي خبري جواب لري؟ 

بيا نورو كفارو و ويل: والله موږ پرتا ايمان نه را وړو ترڅو چي الله و نه وينو او ټوله ملائکې و نه وينو چي دغه الله ته راځي، که مو دا وليدل بيا نو ايمان را وړو، بېله دغه څخه زموږ ايمان را وړل هيڅ امکان نه لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه ټوله خبري اوري او چپه خوله دى هيڅ نه وايي. 


خو بيا د کافر قریشو د دغو غوښتنو او دغه سوال او جواب په باره کي د سورة بنى اسرائيل يا سورة الإسراء دغه آياتونه  نازل سوه چي الله جل جلاله  فرمايي:
وَقَالُوا لَن نُّؤْمِنَ لَكَ حَتَّىٰ تَفْجُرَ لَنَا مِنَ الْأَرْضِ يَنبُوعًا ﴿الإسراء: ٩٠﴾
 او قريش وايي: يا محمّد! تر هغه وخته به پر تا ايمان را نه وړو ترڅو چي جاري کړې ته موږ لره د مځکي څخه بهېدونکې چينه 
أَوْ تَكُونَ لَكَ جَنَّةٌ مِّن نَّخِيلٍ وَعِنَبٍ فَتُفَجِّرَ الْأَنْهَارَ خِلَالَهَا تَفْجِيرًا ﴿٩١﴾ يا وي تا لره يو باغ د خرما او انګورو او وبهوې ته په دا باغ کي ولې په بهولو سره
أَوْ تُسْقِطَ السَّمَاءَ كَمَا زَعَمْتَ عَلَيْنَا كِسَفًا يا را واچوې پر موږ باندي آسمان ټوټه ټوټه لکه څرنګه چي ته ګمان کوې
أَوْ تَأْتِيَ بِاللَّهِ وَالْمَلَائِكَةِ قَبِيلًا ﴿٩٢﴾ يا را ولې الله او ملائکې مخامخ ښکاره چي موږ يې و وينو، 
أَوْ يَكُونَ لَكَ بَيْتٌ مِّن زُخْرُفٍ  يا وي تا لره يو کور چي په سرو زرو ښايسته سوى وي
أَوْ تَرْقَىٰ فِي السَّمَاءِ يا په آسمان کي لوړ وخېژې
وَلَن نُّؤْمِنَ لِرُقِيِّكَ حَتَّىٰ تُنَزِّلَ عَلَيْنَا كِتَابًا نَّقْرَؤُهُ  او هيڅکله به ستا په تش او يواځي ختلو ايمان را نه وړو ترڅو چي پر موږ داسي يو کتاب را کښته کړې چي موږ يې لولو او ستا تصديق پکښي موجود وي
قُلْ سُبْحَانَ رَبِّي هَلْ كُنتُ إِلَّا بَشَرًا رَّسُولًا ﴿٩٣﴾ يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم دوى ته و وايه: پاکي ده زما رب لره ( آيا يم زه) يعني: زه نه يم مګر يو را لېږل سوى انسان. 

 

او بيا هم په دغه باره کي د سورة الانعام دغه آياتونه نازل سوه کوم چي الله جل جلاله  کي فرمايي:
وَلَوْ نَزَّلْنَا عَلَيْكَ كِتَابًا فِي قِرْطَاسٍ فَلَمَسُوهُ بِأَيْدِيهِمْ لَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَٰذَا إِلَّا سِحْرٌ مُّبِينٌ ﴿الأنعام: ٧﴾ 
او که موږ پر تا په کاغذ کي ليکل سوى کتاب نازل کړى واى او بيا دوى دغه کتاب په خپلو لاسو مسحه کړى واى نو خامخا به هغو کسانو چي کافران سوي دي ويلاى: چي نه دى دغه کتاب مګر ښکاره او معلومداره سحر. 


وَقَالُوا لَوْلَا أُنزِلَ عَلَيْهِ مَلَكٌ او کفارو به ويل: ولي پر ده مَلَکَه نه نازليږي؟ يعني: د آسمانه څخه ولي مَلَکه نه ورته راځي چي موږ يې و وينو، الله جل جلاله   فرمايي: 
وَلَوْ أَنزَلْنَا مَلَكًا لَّقُضِيَ الْأَمْرُ ثُمَّ لَا يُنظَرُونَ ﴿الأنعام: ٨﴾ او که موږ ملکه نازله کړې واى نو خامخا به د دوى د هلاک خبره فيصله سوې واى، بيا به دوى ته مهلت نه واى ورکول سوى. 


وروڼو! د تلاوت سوو آياتو په ترجمه کي ډيري خبري او تفصيل سته خو زه نه غواړم چي زموږ د سيرت النبي صلی الله علیه وسلم مضمون و تفسير ته واوړي، نو ځکه په مختصره او کو تا ه ترجمه سره کفايت کوم. 

 

وَلَوْ جَعَلْنَاهُ مَلَكًا لَّجَعَلْنَاهُ رَجُلًا وَلَلَبَسْنَا عَلَيْهِم مَّا يَلْبِسُونَ ﴿الأنعام: ٩﴾ او که چيري موږ دغه رسول ملکه ګرځولې واى، يعني: انسانانو ته مو ملکه په رسالت را لېږلې واى، نو خامخا به موږ دغه ملکه د يوه سړي په شکل ګرځولې واى (ځکه انسان د ملکي د واقعي شکل د ليدلو طاقت نه لري) نوکه ملکه د سړي په شکل سوې واى نو خامخا به موږ دوى په شک او شبهه کي اچولي واى لکه دغه اوس چي دوى پکښي پراته دي، يعني: اول خو مو ملائکه په دې سبب په رسالت نه را ولېږل چي انسان د ملائکې د ليدلو توان او طاقت نه لري اوکه يې فرضاً د ملکي د ليدلو طاقت هم را وړى واى او بيا يې هغه ملکي ته د درواغو خطاب کړى واى، نو فوراً عذاب پر نازلېدى، نو ملکه خو په دغو سببو نه را ولېږل سوه او که مو بيا چيري ملکه د انسان په شکل او صورت کي را لېږلې واى نو دغه شک او اشتباه چي اوس يې پر تا کوي پر هغه ملکه يې هم کاوه او دا به يې ورته ويلاى چي ته ساحر، شاعر، کاهن يا کاذب يې.

 

وروڼو! اوس خو درته معلومه سوه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند خبرېدل د قرآن مجيد د معنْی د پوهېدلو دپاره څومره فايده لري، که د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند په دغه واقعاتو او سيرت نه سو خبر، آيا د دغو آياتو په ترجمه پوهېدلاى سو؟ هيڅکله نه. 
ښه دلته يوه پوښتنه پيداکيږي: چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دکفارو دغه غوښتني ولي نه کړې ور د سره؟ يعني: هغه شيان چي دوى غوښتل رسول الله صلی الله علیه وسلم ولي نه کړه ورته موجود او هغه د دوی د غوښتني معجزې يې ولې ور ښکاره نه کړې ؟ 
جواب: د دې څوسببه وه: 

اول: هغه انبياء عليهم السلام چي تر رسول الله صلی الله علیه وسلم د مخه وه آيا هغو خپلو قومو ته معجزې نه وې ور ښکاره کړي؟ موسْى علیه السلام  و فرعون او د هغه و قـوم ته (9) معجزې ور ښکاره کړې او هره يوه يې تر هغه د مخنۍ معجزې لويه او مشکله وه، آيا هغو يعني: د فرعون قوم د دغو معجزو په ليدلو سره ايمان را وړى؟ يا! نه يې را وړى. 

 

د قريشو د معجزو غوښتنه هم د ايمان را وړلو دپاره نه وه بلکه جدل او بېځایه بحث ؤ، آيا عيسْى علیه السلام  خپل قوم ته معجزې نه وې را وړي؟  بلکه را وړي يې وې، مګر قوم يې د هغو معجزو په ليدلو سره بیا هم ايمان نه راوړى. 


نو الله جل جلاله  په قرآن مجيد کي دا هم ذکر کړي دي چي دغه د دوى غوښتني يې ولي نه کړې ور پوره، الله عزوجل  د سورة بنى اسرائيل يا الإسراء په (59) نمبر آيات کي فرمايي:
وَمَا مَنَعَنَا أَن نُّرْسِلَ بِالْآيَاتِ إِلَّا أَن كَذَّبَ بِهَا الْأَوَّلُونَ او موږ هيڅ شي د دې څخه نه يو منعه کړي چي د دوى د غوښتني معجزې ور ولېږو بېله دې څخه چي پخوانيو کفارو د معجزو تکذيب کړى ؤ، بيانو موږ هلاک کړه، يعني: که اوس موږ د دوى د غوښتني معجزې ورکړو او دوى ايمان نه را وړي دوى هم هلاکيږي
وَآتَيْنَا ثَمُودَ النَّاقَةَ مُبْصِرَةً فَظَلَمُوا بِهَا او ورکړې مو وه د ثموديانو قوم لره (اوښه) ښکاره معجزه، نو ثموديانو پرخپلو ځانو د هغې اوښي په زخمي کولو او وژلو سره ظلم وکړى
وَمَا نُرْسِلُ بِالْآيَاتِ إِلَّا تَخْوِيفًا ﴿الإسراء: ٥٩﴾
او نه لېږو موږ دغه فرمايشي معجزې مګر د بېرولو دپاره يې لېږو،
الله جل جلاله  د صالح علیه السلام  و قوم ته د دوى د غوښتني سره برابر د معجزې په شکل اوښه ورکړل چي ټولو په سترګو وليدل چي لويه، غټه او قوي اوښه د مځکي يا ډبري څخه را وزي، بيا يې هم ايمان نه را وړى، حتّْی هغه د معجزې اوښه يې زخمي او مړه کړه.

 

دکفارو د غوښتنو د نه پوره کولو دوهم سبب دا ؤ چي د دوى د غوښتنو پوره کول د اُمت آخره او انتهاء وه، هغه داسي: کوم وخت چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم او قريشو په منځ کي دغه بحث وسو جبريل علیه السلام  و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلى او ويل: يا رسولَ الله! الله جل جلاله  را استولى يم او فرمايي: دوې خبري دي هره يوه چي ستا خوښه وي هغه سي به وسي، اول دا چي د دوى پر بې معنْی او غلطو خبرو صبر وکړه او انتظار ورته وکړه،يا دا چي: هغه شيان چي دوى يې غواړي ټول به ورکړم مګر د دغو معجزو تر حاصلېدلو وروسته که يې بيا هم ستا د رسالت تصديق و نه کړى او ايمان يې نه راوړى ټول به هلاک کړم. 

 

اوس نو خوښه او اختيار ستا دى، يا به پر ټولو مشکلاتو، بې معنْی خبرو او ټولو هغو آزارو چي و تا ته در كول كيږي صبر کوې، يابه د دوى غوښتني ورکړم، که يې بيا هم تر هغه فرمایشي معجزو وروسته انکار وکړی نو ټوله مکه هلاکيږي، لکه پر پخوانيو امتو چي قِسم قسم عذابونه او خرابۍ نازلي سوي دي، نو يا رسولَ الله! کومه خوا اختياروې؟ 


رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: صبر او انتظار کوم، و الله  عزوجل   ته اميد لرم چي د دوى په وروستنيو نسلو کي داسي څوک پيداسي چي پر الله عزوجل  ايمان را وړي، رؤف او رحيم رسولُ الله صلی الله علیه وسلم د الله  جل جلاله  په قدرت او إراده دا کولاى سواى چي د دوى ټولي غوښتني ور پوره کړي، مګر دا نو د امت انتهاء او آخره وه ځکه دا د نبي او امت په منځ کي آخرنۍ فيصله ده، واقعاً هم پسله هغه څخه چي د امت د غوښتنو سره سم ټولي معجزې ښکاره او موجودي سي، بيا نو امت ته دوې لاري پاته کيږي، يا به ايمان را وړي، يا به انکار کوي،که يې انکار وکړی الْهي عذاب پر نازليږي، چي په دغه عذاب سره هغه قوم و انتهاء او آخرته رسيږي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دا نه غوښتل چي د دوى سره و آخري فيصلې ته ورسيږي، ويل:که په دوى کي فايده نسته و اولادو ته يې اميد  سته، ښايي په هغو کي مسلمانان پيدا سي او واقعًا هم داسي سوه، حتّْی د ابوجهل زوى عِکرمهرضی الله عنه  مسلمان سو، په همدې سبب رسول الله صلی الله علیه وسلم د صبر کولو او انتظار اړخ يا طرف اختيار کړى.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

 

 

سرته