تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت:د عمار بن یاسر او خباب بن الارت سره ظلم
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 13, 2020
  0

نبوي سیرت (۷۴ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د عمار بن یاسر ؓ  او خباب بن الارت ؓ  سره ظلمونه

 

عمار بن ياسر رضی الله عنه چي د بني مخزوم د آزاد سوو مريانو څخه ؤ، دئ او د ده کورنۍ د هغو کسانو څخه دي چي ډير تکليفونه او زحمتونه يې ليدلي دي، عمّار، د ده پلار چي ياسِر نومېدى او د ده مور چي سُمَيّه نومېدل مسلمانان سوه، مشرکانو به د ابوجهل په مشرۍ د ګرمۍ په شديد موسم کي دښت ته وايستل او هلته به يې سخت سخت عذابونه ورکول، د دوى په مثل عذابونه لږو کسانو ليدلي دي، رسول اللهﷺ چي به تېرېدى او دغه د دوى عذابونه به يې ليدل نو به يې ورته و فرمايل: «صَبراً  آلَ يَاسِر فَاِنّ مَوعِدَکُمُ الجَنَة» يعني: د ياسر کورنۍ يا اولادې صبر کوى ستاسي د پاره وعده سوى ځاى يا د ورتګ ځاى جنت دى او دوى همېشه په دغه عذاب کي وه، ترڅو چي يوه ورځ ابوجهل نور هم د دوى عذاب ور ډير کړى او د عذاب ورکولو په وخت کي يې و رسول اللهﷺ ته پوچ او فحش ويل، سُميه رضی الله عنها د ده د يوې خبري جواب ورکړی او په دغه وخت کي  يې د شهادت کلمې و ويلې، ابوجهل ملعون د ډيره قهره د پښو په منځ کي (د عفت په ځاى کي) په نېزه و وهل او ويې وژل، سُمَيه رضی الله عنها په اسلام کي اوله شهيده ده او بيا ابوجهل پر ياسر رضی الله عنه را واچول او وهي يې، ياسر رضی الله عنه چي سپين ږيرى او ضعيفه سړئ ؤ خو بيا هم پر دين ټينګ ؤ، ويل:هيڅکله دغه دين نه پريږدم، نو ياسر رضی الله عنه هم په دغه وهلو کي د ابوجهل ملعون د طرفه و وژل سو او شهيد سو، بيا يې پر عمّار چي د دوى زوى ؤ را واچول، پسله هغه څخه چي د ده مور او د ده پلار يې د ده په حضور شهيدان کړه و ده ته يې هم قسم قسم وهل او عذابونه ورکړه، يو وار به يې پرګرمو ډبرو پرې ايستى، يو وار به يې لو درنه ډبره د ده پرځيګر ورکښېښوول، يو وار به يې په اوبو کي غوټه کړی، دغه وهل او عذابونه و داسي اندازې ته ورسېدل چي د تحمّل او زغملو امکان يې نه ؤ او ابوجهل به ورته ويل: په والله تر هغو دي نه پريږدم چي و محمّد ته بد و نه وايې، پر لات او عزْى ښه و نه وايي، معلومه خبره ده چي عمار  رضی الله عنه دومره ځان ټينګ کړی چي په وسه يې پوره وه، مګر وهل او عذابونه و داسي اندازې ته ورسېدل چي ده يې نه طاقت درلودى او نه يې زغملاى سواى، نو مجبوره سو رسول اللهﷺ يې په بدو سره ياد کړى، ابوجهل په دې سره هم کفايت و نه کړى ويل يا! نور يې هم واهه او ويل تر هغو دي وهم (پرمځکه يوه توره خزدکه رهي وه) چي و نه وايې: دغه خزدکه زما رب دى.

 

عمار رضی الله عنه د عذاب د سختۍ او شدته څخه د ابوجهل د غوښتني خبري وکړې، بيا يې نو پرېښاوه، اوس نو عمار رضی الله عنه ډير غمجن او خواشينى دى چي ولي مي پر وهلو صبر و نه کړی او ولي دا خبري را څخه و ويل سوې، د پښېمانۍ په حالت کي په عذر او ژړا سره رسول اللهﷺ ته ورغلى او ويل: يا رسولَ الله! والله نه يې پريښوولم، مور يې را و وژل، پلار يې را و وژى او  زه يې هم تر هغو وهلم ترڅو چي تا ته مي بد و ويل او بيا مي و ويل: دغه خزدکه زما رب دى، رسول اللهﷺ و فرمايل: ستا زړه څه ويل؟ يعني: په زړه کي دي څه ويل؟ عمار رضی الله عنه و ويل: زړه مي پر ايمان مطمئن ؤ، يعني:  زړه  مي پر ايمان ټينګ او ثابت ؤ، رسول اللهﷺ و فرمايل:« يا عمار! اِن عَادُوا فَعُد » يعني: که بيا ستا د وهلو د پاره راغله بيا د دوى د خوښي خبري وکړه، د ظالم د ظلمه څخه د ځان خلاصولو د پاره دغسي خبري معاف دي او په دغه باره کي د الله جل جلاله دا قول نازل سو چي فرمايي:

 

مَن كَفَرَ بِاللَّهِ مِن بَعْدِ إِيمَانِهِ إِلَّا مَنْ أُكْرِهَ وَقَلْبُهُ مُطْمَئِنٌّ بِالْإِيمَانِ وَلَٰكِن مَّن شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا فَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ مِّنَ اللَّهِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ [النحل: ۱۰۶]

يعني: هر هغه څوک چي پسله ايمان را وړلو پر الله جل جلاله کافر سي پر هغه د الله غضب دى، بېله هغه چا څخه چي زور پر وسي (او د مجبوريه د کفر کلمه و وايي) او په داسي حال کي يې و وايي چي د ده زړه په ايمان سره مطمئن او آرام وي، مګر هغه څوک چي سينه يې وکفر ته پراخه وي (اعتقاداً دغه د کفر په کلمه راضي وي) نو پر دوى د الله جل جلاله د طرفه غضب دى او دوى ته په آخرت کي ډير لوى عذاب سته.

 

دغسي چا ته مرتد ويل کيږي.

 

نو عمار رضی الله عنه يا د عمار په مثل که پر يو چا زور ورسي او زړه يې پر ايمان ثابت وي خو په ظلم او جبر سره د کفر کلمه په و ويل سي هغه معاف دى.

 

بل هغه څوک چي عذابونه ورکول سوي دي ابو فُکَيهه رضی الله عنه دی چي نوم يې اَفلح ؤ او د بني عبدالدار مريئ ؤ، د ده پښې به يې په رسۍ ور و تړلې او پر ډبرينه مځکه به يې کشاوه.

 

بل هغه څوک چي د اسلام او ايمان په لار کي يې ډير وهل او ټکول زغملي دي خَباب بن الارت رضی الله عنه دى، چي د اُم انمار بنت سِباع الخزاعي مريئ ؤ، مشرکانو په ده د ډيرو سختو عذابو خوند کتلى دى، دئ رضی الله عنه به يې تر وريښتانو نيولى ؤ او کشاوه به يې، غاړه به يې ډيره سخته ور پېچل، څو واره يې پر داسي ډبرو پرې ايستلى دى چي پر هغو به يې اور بل کړى ؤ او بيا به يې پر ده يوه لویه ډبره کښېښوول چي د هغو ګرمو ډبرو څخه ښور و نه خوري، خباب بن الارت رضی الله عنه به يې پر سره ريګ لڅ پڅ پرې ايستى، يا به يې پر ډبرو اور بل کړی چي هغه ډبري به داسي سوې لکه اور، پر دغو ګرمو سوو او سرو سوو ډبرو به يې پرې ايستى او پرکشاوه به يې.

 

د حضرتِ عمر رضی الله عنه د خلافت په وخت کي حضرت عمر رضی الله عنه او نور اصحابِ کرام ناست وه خباب رضی الله عنه هم حاضر ؤ، حضرت عمر رضی الله عنه پوښتنه ځني وکړه ويل: يا خباب! په هغو عذابو کي چي پر تا تېر سوي دي کوم عذاب ډير سخت ؤ؟ خباب و ويل: يا اميرَالمؤمنين! د دغه په مثل مي بل عذاب نه دى ليدلى او شا يا ملا يې لڅه کړه، حاضرين ورته ګوري چي په ملا کي يې يو لوى تورکډئ يا واله ده چي د اوږو څخه نيولې بيا د ملا تر لاندي حصې پوري رسېدلې ده، د ده رضی الله عنه په ملا کي توره سوځل سوې واله وه، حضرت عمر رضی الله عنه په تعجب کي سو ملا کِندل سوې او سوځل سوې؟ ويل: والله داسي عجيب او غريب زخم مي نه دى ليدلى، دا يې څه در وکړه چي دغه زخم درپکښي جوړ سو؟ خباب ويل: يا اميرَالمؤمنين! کفارو پر ډبرو اور بل کړی او په دغه اور کي يې نوري ډبري هم کښېښوولې، څو دغه ډبري تکي سرې سوې، داسي وګرځېدې لکه اور او بيا يې زما څخه کالي وکښل او تر پښو يې ونيولم پر دغو ډبرو يې پرې ايستم او پر کشولم يې، د هغو ډبرو اثر دغه دى چي ته يې وينې.

 

پسله هغه چي کفارو و خباب رضی الله عنه ته دغه عذاب او د اسلام را وړلو سزا ورکړه، خباب  رضی الله عنه و رسول اللهﷺ ته ورغلى او د ډيره درده څخه يې ژړل، په دغه وخت کي رسول اللهﷺ د کعبې شريفي تر پوښو لاندي يا د کعبې شريفي د ديواله و سايې ته ناست ؤ، خباب رضی الله عنه ورته کښېنستى او ويل: يا رسولَ الله ! قريشو ډير عذاب راکړی او ډير يې آزار کړو، خپله ملا يې و رسول اللهﷺ ته ور ښکاره کړه چي دغه حال مي دى او دغه يې را سره وکړه، تر دغه نو زيات عذاب څومره او څه شي وي؟ آيا ته و الله جل جلاله ته دعاء نه  کوې؟ آيا ته د الله څخه زموږ نصرت نه طلبوې؟ د خباب مقصد دا دى چي د مسلمانانو ډېر ژر نصرت او برئ په نصيب سي او د دغو عذابو څخه خلاص سي، رسول اللهﷺ و فرمايل: يا خباب! هغه کسان چي تر تاسي د مخه وه، يو مسلمان به يې راوستى او غار به يې وکِندى په دغه غار کي به يې دغه مسلمان و دراوه او غار به يې په خاورو ډک کړی، بيا به يې د اوسپني اره د مسلمان پر سر ورکښېښوول پر منځ به يې اره کړی، دوې حصې به يې کړى، بل مسلمان به يې راوستى د اوسپني تېرې ږمونځي به يې ورته ونيولې د دغه نفر غوښي او رګونه به يې ور ږمونځول، بيا هم دغو عذابو هغه خلك د دين څخه نه اړول، يا خباب! والله! الله جل جلاله به دغه دين پوره او کاميابه کړي، تر داسي اندازې چي يو نفر به د حضرموت څخه تر صنعاء پوري يوازي ځي او بېله يوه الله د بل چا څخه به نه بيريږي (صنعاء او حضرموت په يمن کي د دوو ښارو نومونه دي) مګر تاسي تلوار کوى، نصر، مرسته او کاميابي را تلونکي دي، مګر د آزار د قبلولو څخه چاره نسته، دا امتحان دى صبر غواړي بايد صبر وکړی، دا امتحان دی چي مجاهد د منافق څخه وپيژندل سي او خامخا بايد صابر د بې صبره څخه جلا سي او خلك بيله الْهي امتحانه نه پيژندل کيږي او نه معلوميږي.

 

وروڼو! د الله جل جلاله دغه قول چي فرمايي:

(أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا أَن يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ) [عنکبوت/ ۲]

 يعني: خلك دا ګمان کوي چي دوى به پر دغه پرېښوول سي چي فقط دومره و وايي: موږ ايمان راوړى دى او دوى به امتحان نه کړل سي؟

 

د دغه آيات شريف مقصد هم دا دى چي خلك دي دا ګمان نه کوي چي فقط دومره و وايي: موږ مسلمانان يو، بس پر دغه به پرېښوول سي او امتحان دي نه کړل سي؟ يا! د هر مسلمان د اسلام او مسلمانۍ د معلومولو د پاره امتحان او ازمايښت ضروري دى.

 

د ايمان دعوه کول آسانه کار نه دى هرڅوک چي د ايمان دعوه کوي ابتلاء او امتحان ته دي هم تيار سي ځکه امتحان دى چي صادق او کاذب سره جلا کوي، که دغسي امتحانونه نه وي او نه وای خلكو صادق او کاذب نه سوای سره پېژندلاى او جلا کولاى.

 

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

سرته