تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د مُـؤته د جنګ اثر او نتيجه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 28, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۵۱برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د مُـؤته د جنګ اثر او نتيجه

د دغه جنګ په نتيجه کي که څه هم مسلمانانو د غسان د قبيلې څخه خپل هغه انتقام او بدله نه کړه حاصله کوم چي دوى د هغه دپاره دغه زحمتونه او تکاليف و زغمل مګر د دغه جنګ اثر د مسلمانانو د شهرت او عزت دپاره ډير زيات ؤ، د مسلمانانو دغه جنګ عرب په حيرت او دهشت کي واچول، ځکه په هغه وخت کي روم د مځکي پر مخ هغه لوى دولت او عظيم قوت ؤ او عربو داسي خيال کاوه چي د روم سره جنګ کول د خپل ځان بربادي او تباهي ده او اوس د مسلمانانو دغه کوچنئ لښکر چي ټول شمير يې درې زره نفره ؤ د روميانو د هغه لوى لښکره سره جنګ کوي چي شمېر يې دوه لکه نفره ؤ او په ليدلو کي داسي معلومېدى لکه يو درياب! چي شروع يې معلوميږي خو د آخر او انتهاء يې هيڅ درک نه وي معلوم او بيا هم مسلمانان د دغه جنګه څخه په داسي ډول سره بيرته راغله چي د يادولو  وړ تاوان نه ؤ ورته پېښ سوى، دا جنګ د زمانې او تاريخ د عجائبو څخه ؤ او د دې تاکيد يې کاوه چي مسلمانان بل قسم انسانان دي، دا د هغي جملې خلکو څخه نه دي چي عربو عادت ورسره درلودى يا يې پېژندل، دغه د مسلمانانو د ډلي مرسته او تائيد د الله جل جلاله  د طرفه څخه کيږي او د دوى لار ښوونکى په حقه سره د الله رسول  دى. 


نو ځکه موږ وينو چي د عربو هغه سر سخته او شريري قبيلې چي تر اوسه يې پر مسلمانانو حملې کولې پسله دغه جنګه يې و اسلام ته مخ ور واړاوه، د بنو سُليم، أشجع، غطفان، ذَبيان، فزاره او نوري عربي قبيلې په اسلام کي داخلي سوې.


دغه جنګ د روم سره د خونړيو جګړو شروع وه، دغه جنګ د روم د ښارو د فتحه کولو دپاره مقدمه او تمهيد ؤ، دغه جنګ ؤ چي په وروسته کي يې مسلمانان پر دې قادر ه کړه چي ډيري ليري مځکي تر خپل تسلط لاندي راولي. 


هغه وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په مسجد نبوي کي و مسلمانانو ته د جنګ حالات بيانول، پسله هغه څخه چي د دغه مجلس څخه ولاړ سو نو د  جعفر رضی الله عنه  کور ته ورغلى، تر دغه وخته د مسلمانانو لښکر په مُـؤته کي ؤ او مدينې منورې ته حال نه دى راغلى خو رسول الله  صلی الله علیه وسلم د جعفر رضی الله عنه  وکور ته و رغلى،

 

د دغه حديث شريف روايت په خپله عبدالله بن جعفر رضی الله عنه  کوي چي دغه عبدالله په دغه وخت کي کوچنئ ؤ او بيا په وروسته کي د مسلمانانو د لويو علماوو څخه سو، نو دغه عبدالله بن جعفر رضی الله عنه  روايت کوي چي د مؤته د جنګ په وخت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  زموږ کور ته راغلى او موږ د جعفر رضی الله عنه  اولادونه پر راټول سوو، موږ يې په غيږکي و نيولو او په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم  ډير شديد ژړل، کوم وخت چي د جعفر رضی الله عنه  ښځي وليده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دې اولادونه په غيږکي نيولي دي او ژاړي ويل: يا رسولَ الله! آيا د جـعفر د طرفه کوم حال او خبر راغلى دى؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هو جـعفر د  الله جل جلاله  په لار کي شهيد و وژل سو، دښځي څخه لويه چغه وسوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: نه به کالي څيرې او نه به ځان او ځيګر په چپلاخو وهې فقط و ژاړه.


 دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د طرفه و موږ او تاسي ټولو ته لار ښوونه ده چي د غم او مصيبت په وخت کي په پټه خوله ژړا جائزه او روا ده، مګر د کالو څيرل، د ځان وهل، د ورېښتانو شکول، چغي او بغاري، بېځایه خبري يا په لوړ آواز سره ژړا نه دي روا، په دغه وخت کي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خپله هم ژړل وې فرمايل: هر هغه څوک چي غواړي چي و ژاړي پر مثل د جعفر دي و ژاړي، يعني جعفر غوندي خلک په ژړا ارزي.


جعفر رضی الله عنه  د ښو او بهترينو مسلمانانو څخه ؤ، جعفر رضی الله عنه  د هغو اولو مهاجرينو څخه ؤ چي حبشې ته يې هجرت کړى ؤ جعفر رضی الله عنه  د هغو مسلمانانو څخه ؤ چي د اسلام دپاره يې ډيره قرباني ورکړې ده، اسلام يې پرخپل ځان تطبيق کړى او عملي کړى ؤ. 


وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم  و انصارو ته و ويل: د جعفر د اهل او کورنۍ څخه مه بېخبره کېږى، یعني: حال یې نیسی او وې فرمايل: د جعفر وکورنۍ ته خواړه ور جوړ کړی ځکه دوى په خپل غم مشغوله دي، يعني: د خوړو وجوړولو او خوړلو ته يې پام او فکر نسته نو تاسي خواړه ور ته راوړى. 


وروڼو او خوندو! دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  له طرفه و ټول امت مسلمه ته لار ښوونه ده او دغه د اسلام امر دى، کوم کور ته چي د يوه قريب په وفات سره غم او  مصيبت پېښ سي خواړه او د ژوند ضروريات يې تاسي ور وړى، واقعي غم شريکي او همدردي ور سره وکړی، دغه اوسني رواجونه او عادات نه صحي دي او نه شرعي دي، د هغه وفات سوي شخص کورنۍ په خپل غم مشغوله وي، دوى ته د هغه دوست په وفات سره د څومره مشکلاتو دروازې را خلاصي سوې او د بلي خوا نور نه را بلل سوي ميلمانه هم ور سي او پر واړوي،

 

بيا نو ښه عزت، ښه خواړه او مناسبات هم غواړي، د هغې کورنۍ پر غم يو بل تکليف او زحمت هم ور زيات کړي چي د دغه نه بلل سوو ميلمنو په خدمت او د خواهشاتو په پوره کولو مشغوله سي، خاصتاً چي بيا دغه درد رسېدلې کورنۍ غريبه او ناداره هم وي، نو د دغه اجباري مېلمنو د مصارفو د پوره کولو دپاره د پيسو و پورولو ته اړ او مجبوره سي، په زياته بيا د ښځو فاتحه، چي دوه منه د چلم خواږه تنباکو پکښي کاريږي، کشکي موږ او تاسي د دغسي غير معقول او غير شرعي رواجو او عادتو مخه ونيسو او د غمزده سره په واقعي او اسلامي ډول غمشريکه او همدرده سو، داسي نه چي د هغه پر غم نور تکاليف هم ور زيات کړو. 


موږ خو په ودو او ښاديو کي فسادونه او نا روا کارونه رواج کړي دي، سیالۍ او رقابتونه سره کوو خو بد بختانه نن ورځ مو فاتحې او د غم ورځي هم د فساد او سياليو څخه نه دي خالي، د فاتحو مصرفونه مو هم د سیالیو او حرامو رواجو په سبب په لكو کاداري او افغانئ كيږي او هغه هم فقط د نامه او ریا دپاره. 


دغه بېځایه فخرونه او سیالۍ پرېږدی که سیالي کوی د دین او آخرت په کارو کي یې وکړی، په علم او تقوْی کي یې وکړی، خپلو کړو وړو ته لږ متوجه سى! خپل خير او شر و سنجوی،د ښه او بد کار فرق وکړی! په فاتحو او ودو کي سیالۍ مه سره کوی. 


دا د جعفر رضی الله عنه  د شهادت واقعه وه او هغه د سيد البشر رحمةُ لِّلعالمين لار ښووني وې.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

 

www.taleemulislam.net

سرته