تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حواریین څوک وو؟
  تعلیم الاسلام
  June 14, 2015
  0

 

بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
رالېږونکی: مولوي عصمت الله عزام
 
حواريين يو شمېرکسان دي چي دعيسی عليه السلام شاگردان وو، ايمان ئې پرې راوړ،ورسره ملگري اود ډېرومعجزومشاهده ئې هم کړې ده.
 
حَور سپينوالي ته ويل کېږي، دوی ځکه په دې نوم يادېږي چي دوی دوبيان وو، جامې به ئې پرېمينځلې، ياپه دې چي د دوی جامې سپيني وې اويا له دې امله چي زړونه ئې صاف او دوی مخلص مؤمنان وو.
 
حواريينو د حضرت عيسی عليه السلام او دده د دعوت مرسته کړې، پرته له دې چي تحريف او تبديل دي وکړي، په صحيح توگه په دين عمل کوونکي وو.
 
الله جل جلاله په قرآن کريم کي د دوی ستاينه کړې ده، فرمايي: فَلَمَّا أَحَسَّ عِيسَى مِنْهُمُ الْكُفْرَ قَالَ مَنْ أَنْصَارِي إِلَى اللَّهِ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنْصَارُ اللَّهِ ءَامَنَّا بِاللَّهِ وَاشْهَدْ بِأَنَّا مُسْلِمُونَ، رَبَّنَا ءَامَنَّا بِمَا أَنْزَلْتَ وَاتَّبَعْنَا الرَّسُولَ فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ.(سورة آل عمران آيت:۵۲، ۵۳)
 
ژباړه : نوکله چي عيسی (عليه السلام) د دوی کفرمعلوم کړ، وئې ويل: د الله په لورمي څوک ملگري دي؟ حواريينو وويل : موږ د الله (د دين) ملگري يو، په الله مو ايمان راوړی او ته شاهد اوسه چي موږ مسلمانان يو. زموږربه! په هغه څه مو ايمان راوړی چي تارا نازل کړی او ددې رسول متابعت مو کړی، نو موږ له شاهدانو سره وليکه!!
 
حواريين سره د تکليفونو او کړاوونو تردې چي په دارشوي، اره شوي او وژل شوي دي، خو بياهم له اصلي دين څخه نه دي منحرف شوي.
 
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين
 
ليکوال : مولوي عصمت الله عزام
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته