تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
طلايي ویناوي (۱۵ ګڼه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 18, 2018
  0

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه


که ماشوم په کوچنيوالي کي په ژوند لوبي کولې، نو پوه دي سي، چي په لويوالي کي به ژوند په ده لوبي وکړي.
دوی ته ديموکراسي د خرما څخه د جوړ شوي بت په څېر ده. کله چي يې ګټه په کښې وي، بندګي يې کوي او کله چي يې تاوان په کښې وي، خوري يې.


یوه عالم ته چا وویل: څنګه مو پر خلکو دومره ښه اغېز کړی او پر هر چا ګران یې؟  هغه وویل: د ورځي یې د الله جل جلاله دین او ښو اخلاقو ته رابولم او د شپې دعاء ورته کوم.


سفیان ابن عُیَیْنه رحمه الله ته چا وویل: بې له سببه خپه یم! هغه وویل: په پټه دي د کومې ګناه نیت کړی دی؛ خو کړې دي نه ده. دا بې سببه خپګان د هغې بد نیتۍ سزا ده.


له ستونزو څخه مه وېرېږه ، ځکه چې ستوري په تیاره کې ځلېږي .


که غني يې نو د خوښۍ مطابق خواړه برابروه او که فقير سوې نو داسي غذاء خوره، چي تر وسع دي لاندي وي.
هیڅ مسلمان دي بل مسلمان نه سپکوي؛ ځکه د مسلمانانو کوچنی هم د الله تعالی په نزد لوی او دروند دی. (ابو بكر صديق رضی الله عنه)


دینار او درهم تر ټولو بد ملګري دي؛ چي له زړه يې لېري نه کړې، ګټه نه درته رسوي. (حسن البصري رحمه الله)


یو بزرګ وايي: ځناور خپل مالک پېژني؛ خو انسان خپل رب نه پېژني. 


کله چي ګناه کار انسان وژړل، نو پوه سه چي خپل پیغام يې تر الله تعالی پوري ورساوه.


هیڅکله د خپلي مېرمني پر انتخاب مه خانده؛ ځکه د دې له انتخاب څخه یو هم ته یې.


د هوښیاري مسلماني ښځي دعاء: یا الله عزوجل! ما ته داسي خاوند را نصیب کړه، چي تر لاس مي ونیسي او جنت ته مي بوځي.


ستا دوست هغه دی، چي ستا تېروتني درته ښيي. هغه دي دوست نه دی، چي ستا د خوشحالولو لپاره دي تعريف او ستاينه کوي.


د مځکي د ختيځ اوسېدونکو بدترين مشکل دا دی، چي پر دې يې اتحاد کړی دی، چي اتحاد به نه کوي.(سيد جمال الدين افغاني)


یحيی بن معاذ رحمه الله به ويل: یا الله عزوجل! زه ستا څخه څنګه دعاء وغواړم؛ په داسي حال کي چي زه ګناه کار یم؟ او څنګه يې و نه غواړم په داسي حال کي، چي ته کریم یې؟ 


ښې او پاکي خبري هر پاک زړه ته لاره موندلای سي.


کله چي غرور راسي، خوشحالي او انسانيت له منځه ځي.


د چا په سترګو کي، چي د اوښکو قحطي راغله، نو پوه سه چي زړه يې سخت سوی دی.


زه د۱۶ کلونو راهيسي نه يم موړ سوی؛ ځکه موړتيا جسم وژني؛ زړه سختوي؛ ذکاوت له منځه وړي؛ خوب ډېروي او انسان له عبادته را ګرځوي. (امام شافعي رحمه الله)


درې عملونه سخت دي: 
۱: د مال د لږ والي په وخت کي سخا.
۲: په يوازيوالي کي پرهېزګاري.
۳: د هغه چا په مخ کي حق ويل، چي هم طمع ورته لرې او هم ورڅخه وېرېږي. 


څوک چي بې عيبه ورور غواړي، بې وروره پاتېږي. (فضیل بن عیاض رحمه الله)


که چا په دنيا کي سيالي درسره کوله، ته په آخرت کې سيالي ورسره کوه.


جاهل ژوندی مړی دی او عالم مړی ژوندی دی.


بدبخته هغه دی چي دی مړ سي او ګناه يې ژوندۍ وي او نيک بخته هغه دی چي دی وفات سي خو نیک اعمال او نيکي لاري يې ژوندۍ وي او خلګ ورڅخه ګټه اخلي .


د علم په نشرولو کي مي بخل نه دی کړی او د علم په زده کولو کي مي حیاء نه ده کړې. (امام ابوحنیفه رحمه الله)


کله چي خېټه ډکه سي، نو د فکر قوه سسته او د علم او حکمتونو صلاحيتونه کمزوري سي.(عائشة رضی الله عنها)


ته دي اولاد ته قرآن ور زده کړه! قرآن به هغه ته نور هر څه ور زده کړي.


ځناور خپل مالک پېژني؛ خو انسان خپل رب نه پېژني. (عثمان رضی الله عنه)


د واکمنۍ تر ټولو ستر هنر دا دی، چي کارکوونکي د خپل کار له لاسه زاړه نه شي .


بې له فکره زده کړه ضایع سوي هڅي دي او بې له زده کړي فکر خطرناک کار دی.


كه څوك غواړي چي د خلګو سره انصاف وكړي ، نو ددوى لپاره دي هغه څه خوښ كړي چي د ځان د پاره يې خوښوي .
د هر عمل دار او مدار پر نيت او  اخلاص بنا دی،  د آخرت کار په فاسد نيت د دنيا کار ګرځي او په صحيح نيت د دنيا کار د آخرت کار ګرځي.


هغه څوک چي پرخپله ژبه تسلط اوحاکمیت نه لري یوه ورځ به حتماً د تباهۍ کندي ته لویږي ، او یا به خپل آخرت ته زيان رسوي .


ستاسو غيبت كوونكې په حقيقت كي تاسوته ګټه رسوونكي دی، ځكه خپلي ښېګڼي ستاسودعمل پر پاڼه ليكي.


حقیقت دادی، چي انسان  ډېر ضعیف او ناتوانه مخلوق دی؛ خو د حیرانتیاخبره داده چي څنګه له ډیرقوي او عزيز ذات جل جلاله څخه نافرماني کوي.


مولانا رومي وايي: پرون زه ځیرک وم. ما غوښتل چي نړۍ بدله کړم؛ خو نن زه هوښیار یم؛ غواړم چي ځان بدل کړم.


ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۵ ګڼه

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته