تازه سرليکونه
د (علوم القران) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قرآن کريم نزول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 22, 2018
  0

ژباړه: مولوي محمد اکبر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د قران کریم نزول


قرآن کريم په دريو مرحلو کي را نازل سوی دئ:


تر ټولو لومړی د لوح محفوظ څخه را نازل سوی دئ:
 (بَلْ هُوَ قُرْآنٌ مَّجِيدٌ  * فِي لَوْحٍ مَّحْفُوظٍ) (۱)، همدا مطلب ته په بل ځای کي کتاب مکنون ويل سوي دي:( إِنَّهُ لَقُرْآنٌ كَرِيمٌ * فِي كِتَابٍ مَّكْنُونٍ)  (۲)


دوهم نزول د دنيا اسمان ته لکه څنګه چي په قرآن کريم کي راځي: ( إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُّبَارَكَةٍ إِنَّا كُنَّا مُنذِرِينَ)(۳)، همدا ډول بل ځای راځي: (إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ) (۴) 


دريمه مرحله پر نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) نزول دئ چي تقريباً په (۲۳) کاله کي پوره سو.


 د قرآن کريم د نزول کيفيت ( څرنګوالی )


پر نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) باندي د قرآن کريم نزول په سيمه ايزه توګه دوه کيفيته درلودل:


۱ـ الله (جل جلاله) يې له کومي واسطې پر نبي (صلی الله علیه وسلم) باندي القاء کول او دا فقط د سورة البقره دوه آيتونه دي چي د معراج په وخت کي را نازل سوه، په حديث شريف کي د دې يادونه سوې ده، البته د الله (جل جلاله) دا خبري د حجاب په واسطه سوي وې، بالمشافهه نه وې.


۲ـ الله (جل جلاله) خپل کلام د يوه ملائيکي په واسطه پر نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) باندي رالېږلي.
په قرآن کريم کي د دې دواړو ډولونو طريقې په دې توګه بيان سوي دي:


 وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُكَلِّمَهُ اللَّهُ إِلاَّ وَحْيًا أَوْ مِن وَرَاء حِجَابٍ أَوْ يُرْسِلَ رَسُولاً فَيُوحِيَ بِإِذْنِهِ مَا يَشَاء إِنَّهُ عَلِيٌّ حَكِيمٌ (۵)
 ترجمه: يعني هيڅ بشر دا مقام نه لري چي الله (جل جلاله) د هغه سره مخامخ خبري وکړي، يا خو د هغه خبري په وحيو سره وي، يا تر پردې تر شا، ياکوم پيغام راوړونکي (ملائيکي) لېږي اوپرشته د الله (جل جلاله) په حکم سره هرڅه چي هغه و غواړي نو وحي کوي، هغه لوړ او د حکمت خاوند دئ.


پر نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) باندي د وحي د نازلېدو له پاره د ملائيکي انتخاب سوی وه حضرت جبرئيل (علیه السلام):


حضرت جبرئيل (علیه السلام) پر نبي کريم (علیه السلام) باندي وحي را نازلو له پاره د هغه درې ډولونه وه:


۱:  په پټ شکل کي راتګ چي نه به معلومېدئ، کله به يې پر نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) باندي وحي وړاندي کولې نو د يوې ږنګولې آواز يا هم د موچیو د بونګهار په څېر آواز به راتلی.


۲:  د يوه انسان په شکل کي راتګ، نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) وايي چي کله حضرت جبرئيل (علیه السلام) په انساني شکل کي راتلی او دا پر ما باندي تر ټولو اسان صورت ؤ.


۳: حضرت جبرئيل (علیه السلام) به په خپل اصلي شکل ؤ صورت کي راتلی، يو وار د اجياد پر ځای حضرت جبرئيل (علیه السلام) په اصلي شکل کي وليدئ چي د جمهورو په نزد د (وَلَقَدْ رَآهُ بِالأُفُقِ الْمُبِينِ) (۶) څخه حضرت جبرئيل (علیه السلام) په خپل شکل کي ليدل مراد دي. (۷)


پر انبياء عليهم السلام باندي د وحي دوه نور شکلونه هم دي چي د هغوی د جملې څخه يو په خوب کي لیدل دي لکه حضرت ابراهيم (علیه السلام) چي په خوب کي د حضرت اسماعيل (علیه السلام)  حلالېدل وليدل، يا لکه د الله رسول (صلی الله علیه وسلم) چي د يو خوب په نظر کي نيولو سره صحابه کرامو ته د عمرې کولو له پاره د سفر حکم وکړی چي په پايله کي يې د حديبيې د صلحي پېښه را منځته سوه.

 


دوهم صورت هغه ؤ کوم چي په حديث شريف کي په (تفث في الروع) (۸) سره تعبير سوی دی، د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) ارشاد دئ:


ان روح القدس نفث في روعي انه لن تموت نفس حتی تستکمل رزقها و أجلها فاتقوا الله و اجملوا في الطلب (۹)
مګر پر نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) باندي په دې دواړو طريقو کي (وحي غير متلو) را نازلېدلې چي بيا نبي (صلی الله علیه وسلم) په خپلو الفاظو کي بيان کړي دي چي موږ ورته حديث قدسي وايو، د قرآن کريم هيڅ آيت په دې طريقه باندي نه دئ را نازل سوی. 


ماخذ: آسانه اصول تفسیر

----------------------------------
۱: سورة البروج آيت: (۲۱-۲۲)
۲: سورة الواقعة آيت: (۷۷- ۷۸)
۳: سورة الدخان آيت: (۳)
۴: سورة القدر آيت:  (۱)
۵: سورة الشوری آيت: (۵۱(
۶: سورة التکوير آيت: (۲۳)
۷: تفسيرقرطبي ۹/۲۴۱ او فتح القدير ۵/۵۵۲
۸: فتح الباري: ۱/۳
۹: ابو نعيم في الحلية بسند صحيح، ۱/ ۲۷ همدا راز مصنف ابن أبي شيبة، کتاب الزهد، حديث نمبر: (۳۴۳۳۲)

 

سرته