تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مسجد القبلتین
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 30, 2018
  0

 رسول اللهﷺ چي څه مهال مدینې منورې ته تشریف راوړی نو شپاړس یا اوه لس میاشتي يې لمونځونه د بیت المقدس و خوا ته کول ، بیت المقدس د مدینې منورې د شمال خوا ته راځي او مکه مکرمه بیا د مدینې منورې و جنوب خوا ته راځي.

 

امام بغوي رحمه الله په معالم السنن کي وايي : په مدینه منوره کي لومړی لمونځ چي رسول الله ﷺد کعبې پر لور کړی دی هغه د مازیګر لمونځ وو ، د بدر څخه دوې میاشتي وړاندي د رجب په میاشت کي قبله د بیت المقدس څخه و کعبې ته وګرځیده .

 

رسول اللهﷺ د جماعت پر لمانځه ولاړ وو چي قبله د کعبې و خوا ته وګرځېدله په هغه لمانځه کي رسول اللهﷺ او ورسره مقتديان د کعبې وخوا ته را وګرځیدل ، همدا مسجد د مسجد قبلتین په نامه یادېږي .


ماخذ: د حج ښه ملګری 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته