تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: يمن ته د فارسيانو داخلېدل
  تعليم الاسلام ویب پاڼه
  June 6, 2018
  0

نبوي سیرت (۲۲ برخه)


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

و يمن ته د فارس يا فارسيانو داخلېدل


اوس خو ابرهه مړ سو مګر بيا هم د يمن حکم د حبشيانو په لاس کي ؤ ځکه ابرهه خپل زوى چي (يَکسوم) نومېدى په يمن کي د خپل ځان پر ځای پاچا ګرځولى ؤ او تر يکسوم وروسته د ابرهه بل زوى چي (مسروق) نومېدى د يمن پاچا سو، د مسروق په وختو کي يو نفر پيدا سو چي عرب او د يمن د اصلي اوسېدونکو څخه ؤ، يواځي دا نه چي عرب ؤ بلکه د ربيعه بن نصر د اولادې څخه هم ؤ، هغه ربيعه چي زموږ په قصه کي د يمن اول پاچا ؤ هغه چي خوب يې ليدلى ؤ، د دغه يمني عرب نوم (سيف بن ذي يزن) ؤ، دغه سيف چي اصلي عرب او د پخواني پاچا ربيعه د کورنۍ څخه هم ؤ هميشه به په فکر کي ؤ چي د يمن د اصلي عربو حکم د حبشيانو په لاس کي دى او دغه تجاوز ګرانو څنګه د عربو مځکه په خپل قدرت کي را وستلې ده او د ده د نيکه ګانو پاچهي يې غصب کړې ده، نو يې نيت وکړى چي داسي یو کار  وکړي چي د حبشيانو څخه بيرته پاچهي واخلي مګر د ده په خپله د حبشيانو سره هيڅ په وسه نه وه پوره نو همېشه به په فکر کي ؤ او په چاره پسي ګرځېدى، څو و دې نتيجې ته ورسيدى چي دئ بايد د روم د پاچا قيصر څخه مرسته وغواړي، د دغه مقصد دپاره شام ته ولاړى او د قيصر ملاقات ته ورغلى، قيصر چي د ده غوښتنه واوريدل د ده يې سوړ هرکلئ وکړى او د مرستي وعده يې نه ور سره وکړه، 

 

د دې سبب دا ؤ چي قيصر نصراني ؤ او حبشيان هم نصارا وه، قيصر نه غوښتل چي د نصارا وو په مقابل کي د اهل يمن مرسته وکړي، کوم وخت چي سيف وليدل چي د قيصر څخه يې شئ لاس ته نه ورځي نو يې فکر وکړى چي د يوه عرب پاچا څخه مرسته وغواړي، په دغه وخت کي يې نعمان بن منذر چي په عراق کي با قدرته پاچا ؤ ور په ياد سو او دغه پاچا هم د (ربيع بن نصر) د اولادې څخه ؤ، هغه ربيع بن نصر چي خوب يې ليدلى ؤ او خپله پاچهي او اولاده يې د يمن څخه عراق ته نقل کړي وه، د سيف بن ذي يزن په فکر کي دغه نعمان بن منذر پاچا ور وګرځېدى او د روم څخه مخ پر عراق رهي سو څو نعمان بن منذر پاچا ته ورغلى او هغه ته یې خپل او د يمن حال و وايه، نعمان بن منذر ورته و ويل:

د حبشيانو حکومت ډير قوي دى او زما زور نه په رسيږي خو که ستا خوښه وي د حَل يوه بله لار سته، هغه دا چي زه په کال کي يو وار وکسرْی ته چي د فارس پاچا دى ورځم او د هغه په حضور مشرفه کيږم که ستا خوښه وي ته دلې زما سره و اوسېږه کوم وخت چي زما د تګ وخت راغلى ته به هم زما سره د کسرْی ملاقات ته ولاړ سې او هلته به کسرْی ته خپله غوښتنه او شکايت بيان کړې، سيف بن ذي يزن چي بله لار او چاره نه درلودل ويل:

 

ښه دى، سيف دلته په حِيره کي د نعمان بن منذر پاچا سره تر هغو پاته سو چي د هغه د تګ وخت راغلى، بیانو نعمان بن منذر سيف هم د ځان ملګرى کړى او فارس ته د کسرْی د ملاقات دپاره ولاړل.   

 

اوس به د کسرْی د دربار او مجلس شکل او عادت درته بيان سي:

 

کوم وخت چي به خلك و هغه صالون ته ور داخل سوه کوم چي د کسرْی ملاقات پکښي کېدى خلك به په ولاړي ولاړ وه نه به کښېنستل او پر هغه ځاى چي کسرْی کښېنستى د هغه و مخ ته پرده وه او هغه ځاى نسبت و دغه نور صالون ته لوړ ؤ، پر دغه لوړ ځاى بيا د کسرْی تخت چي په رنګارنګ جواهراتو ښايسته سوى ؤ پروت ؤ او پر دغه تخت سر بېره يو د سرو زرو د پاچهۍ تاج ځړېدى چي دغه تاج تر اندازې زيات لوى ؤ، ويل کيږي چي د دغه تاج وزن (۹۰) کېلو ؤ او دغه تاج د سرو زرو په ځنځيرانو لوړ په چت پوري تړل سوى ؤ، تر دغه تاج لاندي د کسرْی تخت او د ناستي ځاى ؤ، د ده او د خلكو په منځ کي پرده وه دغه پرده به تر هغو نه ايسته کېدل ترڅو چي کسرْی به راغلى او پر هغه خپل خاص د جواهراتو پر تخت به کښېنستى هغه تاج چي د دروند والي په سبب ده پر سر نه سواى ايښوولاى نو به دئ تر هغه لاندي کښېنستى او هغه به يې پر سر برابرکړى بيا به هغه پرده چي د کسرْی او د خلكو په منځ کي  وه کش سوه خلك خو به په ولاړي ولاړ وه، کوم وخت چي به خلكو د کسرْی دغه عجيب او شانداره شکل او منظر وليدى نو به ټولو سجده ورته وکړه (العياذ بالله) حتّْی پاچهانو هم سجده ورته کول، دغه نعمان بن منذر هم سجده ورته کول. 

 

اوس نو سيف بن ذي يزن په دغه مجلس کي د کسرْی د ملاقات په انتظار ولاړ دى څو چي پرده پورته سوه او ټول خلك پرسجده پرېوتل بېله سيف څخه، ده سجده و نه کړه فقط سر يې وښوراوه، کسرْی ته ډير قهر ورغلى ويل: دا احمق څوک دى چي ما ته سجده نه کوې؟ سبحان الله! کبر او غرور د انسان څخه هر څه هېروي، که يو څه فکر وکړو آيا هغه څوک چي خواړه خوري او بيا د هغو د ايستلو ضرورت ورته پېښيږي د دې وړ او لايق دى چي عبادت دي يې وسي؟ يا دي هغه رب او إله وبلل سي؟ 

 

خير فوراً سيف ورته را وستل سو کسرْی و ويل: ولي دي سجده ونه کړه؟ سيف و ويل: هغه غمونه چي زما سره سته هغو د کسرْی د سجدې څخه مشغوله کړم، کسرْی و ويل: څه غمونه لرې؟ ده خپل بيان ورته وکړى چي حبشيانو د يمن مځکه اشغال کړې ده، د ده د پلرو او نيکه ګانو مَلک او پاچهي يې ځني غصب کړي دي زه راغلى يم او ستا څخه مرسته غواړم چي يمن د حبشيانو څخه راخلاص کړې، کسرْی و خپلو مشاورينو او وزيرانو ته مخ ور واړاوه او ويل: څه واياست؟ هغو  وُرته و ويل: دا يې موږ يمن د حبشې څخه خلاص کړى او ده  ته مو ور تسليم کړى نو موږ څه فايده وکړه؟ 

 

د عربو په مځکه کي کوم د فايدې شئ نسته چي موږ د هغه دپاره د کسرْی لښکر و يمن ته وليږو، کوم وخت چي زموږ مصلحت او فايده نه وي نو د لښکر لېږل بې فايدې دي، تر دې مشورې وروسته کسرْی د سيف د مرستي او كومك کولو څخه انکار وکړى. 


 نن ورځ هم د دنيا د لويو او قوي مملکتو دا قانون او عادت دى: په کوم ملک کي چي خپلي خاصي ګټي او فايدې و نه لري هغه ښه و نه څيړي حساب ورته و نه کړي هيڅکله خپل عسکر او  فوجونه هلته نه ليږي، خو دا چي ځيني کسان د هغو په هدف او مقصد نه پوهيږي يا ځان نه په پوهوي دا د هغو جهالت دى، که نه هيڅوک خپل عسکر د بل په ملک کي زما او ستا دپاره نه وژني.

 

نور بیا...


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

سرته