تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د مدينې منورې د ژونددوهمه مرحله او دوره
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 19, 2020
  0

سیرت نبوي (۲۱۸برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د مدينې منـورې د ژونددوهــمــه مــرحــله او نــوې دوره

د حديبيې صلحه د مسلمانانو په ژوندکي د نوي دورې شروع کيدل وه، ځکه د اسلام او مسلمانانو په دښمني کي هغه تر ټولو قوي قوت، هغه ډېر معاند او شديد قوت قريش وه او اوس چي دوى د جنګ د ميدان څخه د أمن او صلحي و ميدان ته و وتل، نو د مثلث د اضلاعو څخه هغه قوي ضلعه ماته سوه، يا په بل عبارت د هغو درو قواوو څخه هغه قوي قوت مات سو، درې قوتونه څوک وه؟ قريش، غطفان او يهود، غطفان خو در معلوم دي: چي په نجد کي بت پرسته قبيلې دي، مګر څرنګه چي په جزيرة العرب کي قريش د بُت پرستۍ نمايندګان او رئيسان وه، د دوى په ګوښه کولو سره د نورو بُت پرستانو تُندي او تيزي پڅه سوه، د پاته بت پرستانو د مسلمانانو سره د دښمنۍ حالت تر ډيري اندازې لږ او کم سو، نو ځکه پسله دغي صلحي څخه د غطفان د قبيلو د طرفه پر مسلمانانو کومه لويه او غټه حمله نه ليدل کيږي،که بيا هم دوى کوم جنګي اقدامات کړي وي هغه هم د يهودو په شيطانت او خطايستلو سره سوي دي. 


مګر يهود: پسله هغه څخه چي د مدينې منورې څخه وايستل سوه نو يې خيبر د خپلو دسيسو او خيانتو دپاره ځالګۍ وګرځاوه، د دوى شيطانانو هلته هګۍ اچولې او هلته يې چيچيان زېږول، د هغه ځايه څخه يې د فتنې اورونه بلول، هغه اعراب چي د مدينې منورې پر شا وخوا پراته وه هغه يې د مسلمانانو پر ضـد لمسول او په خپله يهودو په دې اميد شپې تېرولې چي کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانان ختم او فيصله کړي، يا لږ تر لږه ډېر تاوان ور و رسوي، نو ځکه د حديبيې تر صلحي وروسته .


د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اول اقدام دا ؤ چي د دغي ځالګۍ د بينه وړلو يا ورکولو دپاره په يوه فيصله کونکي جنګ لاس پوري کړي. .


مګر دغه مرحله چي د حديبيې تر صلحي وروسته شروع سوه و مسلمانانو ته يې د اسلامي دعوت د نشرولو او تبليغولو دپاره مناسبه موقع او ښه فُرصه هم برابره کړه او په دغه وختو کي د مسلمانانو د دعوت او تبليغ اړخ او نشاط تر جنګي او عسکري حرکتو زيات او ښکاره ؤ. نو ځکه دا به بېځايه نه وي چي دغه مرحله و دوو حصو ته و وېشو: 


اول: د دعوت په لار کي هلي ځلي، د مځکي و پاچهانو او آمرانو ته د دعوت ليکونه. 


دوهم: عسکري نشاط او حرکتونه. 


خو څرنګه چي زموږ بحث د غزاوو او عسکري حرکتو په باره کي دوام درلودى نو زه به هم اول د عسکري حرکتو او فعاليتو بحث  پسي پوره کړم، که څه هم په اسلام کي د دعوت موضوع تر عسکري حرکتو د مخه ده، حتّْی مسلمانانو چي دغه ډير تکاليف او دردونه زغمل، جنګو او خطرو ته يې ځانونه اچول، د هغو ټولو څخه مقصد او هدف دا ؤ چي دوى او د دوى دعوت سره پرېښوول سي. 


نو په اسلام کي د ترتيب په اساس د دعوت مسئله ترجنګ د مخه ده.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته