تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
روژه په اسلام او ساینس کي (۳)
  تعلیم الاسلام راډیو
 
  0

روژه په اسلام او ساینس کي (۳)
 

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۱۱:  وعن عبدالله بن عمرو ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال: 
الصيام والقرآن يشفعان للعبد يوم القيامة يقول الصيام أي رب منعته الطعام والشهوات بالنهار فشفعني فيه ويقول القرآن منعته النوم بالليل فشفعني فيه قال فيشفعان.(اخرجه احمد ۱۷۴/ ۲/ ۶۶۲۶) 

حضرت عبدالله بن عمرو رضی الله عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي روژه او قرآن کریم د بنده لپاره د قیامت په ورځ، روژه به ووایي چي ای پروردګاره! ما دی په ورځ کي د خوراک او څښاک او خواهشاتو څخه منع کړی وو نو ځکه د ده په هکله زما شفاعت قبول کړه او قرآنکریم به ووایي چي ای خدایه! ما دی په شپه کي له خوب کولو څخه بند کړی وو نو ځکه د ده په اړه زما شفاعت قبول کړه، نو د دوی دواړو شفاعت به قبول کړل سي. (مشکوة شریف، جامع الاحادیث)

 

۱۲: عن عبدالله قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " لِلصَّائِمِ عِنْدَ فِطْرِهِ دَعْوَةً مَا تُرَدُّ ". (البیهقی فی شعب الایمان (۳۷۴۹)
ابن عمر رضی الله عنه وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي د روژه نیونکي دعاء د روژه مات پر مهال نه ردیږي.

 

۱۳: عن ابی هریرة قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : ثلاثة لا ترد دعوتهم الصائم حتى يفطر والإمام العادل ودعوة المظلوم... (رواه الترمذي و رواه الطیالسی فی مسنده (۲۵۸۴) و ابن مبارک فی الزهد ۱۰۷۵)، والحمیدی فی مسنده (۱۱۵۰) و ابن ابی شعب فی المصنف (۸۹۰۲)و والامام احمد فی المسند (۲/ ۳۰۴، ۴۴۵) وفی شعب الایمان (۷۱۰۱) وغیره......


حضرت ابو هریره رضی الله عنه وایي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي د درو اشخاصو دعا نه ردیږي:

۱: د روژه مات پر وخت د روژاتي دعا.
۲: د عادل پاچا دعا.
۳: د مظلوم دعا 

 

۱۴: عَنِ ابْنِ عُمَرَ، أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: " إِنَّ الْجَنَّةَ لتَزَّخْرَفُ لِرَمَضَانَ مِنْ رَأْسِ الْحَوْلِ إِلَى حَوْلٍ قَابِلٍ "، قَالَ: " فَإِذَا كَانَ أَوَّلُ يَوْمٍ مِنْ رَمَضَانَ هَبَّتْ رِيحٌ مِنْ تَحْتِ الْعَرْشِ فنَشَرَتْ مِنْ وَرَقِ الْجَنَّةِ عَلَى الْحُورِ الْعِينِ، فَيَقُلْنَ: يَا رَبِّ، اجْعَلْ لَنَا مِنْ عِبَادِكَ أَزْوَاجًا تَقَرُّ بِهِمْ أَعْيُنُنَا وَتُقِرُّ أَعْيُنَهُمْ بِنَا " (بیهقی شعب الایمان ۳۳۵۴، المعجم الاوسط للطبرانی،فضائل شهر رمضان لابن شاهین و غیره)

 

حضرت عبدالله ابن عمر رضی الله عنه وایي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي د روژې لپاره جنت د کال له پیل څخه بیا تر دا بله کاله پوري ښایسته کیږي، بیا چي کله د روژې لومړۍ ورځ سي نو تر الهي عرش لانده یوه ځانګړې هوا د جنت له پاڼو څخه پر ښکلو حورو لویږي نو هغوی وایي چي ای خدایه! زموږ لپاره له خپلو بندګانو څخه داسي جوړه غوره کړه چي زموږ سترګي په هغوی یخي سي او د هغوی سترګي په موږ یخي سي.


د پېشلمي فضيلت:


۱۵: قال النبي صلى الله عليه وسلم: تسحروا فإن في السحور بركة. أخرجه البخاري في الصوم (۱۹۲۲)، ومسلم في الصيام (۱۰۹۵).
حضرت انس رضی الله عنه وایي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي پېشلمی کوئ ځکه چي په پېشلمي کي برکت دی.

 

۱۶: وروی مسلم عن عمرو قال: فصل ما بين صيامنا وصيام أهل الكتاب أكلة السحر . رواه مسلم أخرجه مسلم في الصيام (۱۰۹۶).
عمرو بن العاص رضی الله عنه وایي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل چي زموږ او د اهل کتابو د روژې ترمنځ توپیر پېشلمی دی.

 

د روژې په ماتولو کي تلوار کول:
۱۷: عن سهل بن سعد رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: لا يزال الناس بخير ما عجلوا الفطر. أخرجه البخاري في الصوم (۱۹۵۷)، ومسلم في الصيام (۱۰۹۸).
 حضرت سهل رضی الله عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل: خلګ به تر هغه وخته پر خیر وي چي په روژه مات کي تلوار کوي.

 

۱۸: عن أبي هريرة : قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم قال الله عز و جل أحب عبادي إلي أعجلهم فطرا. (ترمذی، مشکوة شریف)
حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل چي الله عزوجل وفرمایل: په بندګانو کي و ماته تر ټولو محبوب هغه څوک دی چي تر ټولو ژر روژه ماتونکی وي.


  
روژه مات په خرما او په اوبو سره:
۱۹: فقد اخرج ابوعیسی الترمذي وغیره مرفوعاً: إذا أفطر أحدكم فليفطر على تمر فإنه بركة فإن لم يجد تمرا فالماء فإنه طهور (رواه الترمذی، مشکوة شریف)
حضرت سلمان بن عامر رضی الله عنه وایي چي رسول الله صلی علیه وسلم و فرمایل کله چي یو څوک د روژې د ماتولو تکل وکړي نو په خرما سره دي روژه ماته کړي، دا ځکه چي د برکت سبب دی؛ که چيری خرما نه وه نو په اوبو سره دي ماته کړي ځکه چي دا پاکې ده.
 

د روژه مات ثواب:


۲۰: عن عطاء عن زيد بن خالد الجهني : قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم من فطر صائما كان له مثل أجره غير أنه لا ينقص من أجر الصائم شيئا.  رواه أحمد وأصحاب السنن واللفظ للترمذي وقال الترمذي: "هذا حديث حسن صحيح"، وصححه ابن حبان (۳۴۲۹)، وهو في صحيح الترمذي (۶۴۷).

حضرت زید بن خالد الجهنی رضی الله عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل:  کوم څوک چي د روژه دار روژه مات برابر کړي نو هغه ته هم دومره ثواب ورکول کیږي لکه د روژه نیونکي او د روژه نیونکي ثواب هم نه کمیږي.

 

په بل روایت کي راځي که څه هم په یوه خرما یا ابو سره روژه ور ماته کړي.

 

د روژې په حالت کي د ناوړه کارونو څخه ځان ژغورل:
۲۱: قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : من لم يدع قول الزور والعمل به فليس لله حاجة في أن يدع طعامه وشرابه.( البخاري ۱۸۰۴)

حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل  کوم څوک چي په روژه کي درواغ او باطلي خبرې او بیهوده اعمال کول نه پرېږدي نو الله جل جلاله د هغه خوراک او څښاک پرېښودو ته کومه اړتیا نلري. (الله تعالی ددې خبري پروا نکوي چي ده خپل خوراک او چیښاک پرې ایښی دی). مظاهر حق شرح مشکاة

 

د روژه مات دعاء:
۲۲: معاذ بن زهره رضی الله عنه وایي چي ده ته دا روایت ورسېدئ چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم د روژه مات پر وخت دا کلمات وویل:


اللهم لک صمتُ و علی رزقک افطرتُ. (رواه ابوداؤد مرسلاً: ۲۳۵۸)
ژباړه: ای الله ما ستا لپاره روژه نیولې وه او ستا په (راکړل سوي) رزق مي ماته کړه.

 

۲۳: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ : لِكُلِّ شَيْءٍ زَكَاةٌ ، وَزَكَاةُ الْجَسَدِ الصَّوْمُ. (ابن ماجه)

هر شي لره زکات سته خو د بدن زکات روژه ده.

 

۲۴: نَوْمُ الصَّائِمِ عِبَادَةٌ، وَصَمْتُهُ تَسْبِيحٌ، وَعَمَلُهُ مُضَاعَفٌ، وَدُعَاؤُهُ مُسْتَجَابٌ، وَذَنْبُهُ مَغْفُورٌ ".( الجامع الصغیر: ۹۲۷۴، البیهقی فی شعب الایمان: ۱۴۳۷/ ۳)

  رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: د روژه نیونکي خوب عبادت دی، او دده پټه خوله تسبیح ده او دده عمل (په ثواب کي) زیاتیږي، او دده دعاء قبوله ده او دده ګناهونه بخښل کیږي. 

 

۲۵: عن ابن مسعود عن النبی صلی الله علیه وسلم انه قال: لو علم العباد ما في رمضان لتمنت أمتي أن يكون رمضان السنة كلها. (رواه ابو یعلی: ۱۸۰/ ۹، و ابن خریمة: ۱۸۸۶)
له حضرت ابن مسعود څخه روایت دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل: که چیري بندګان د روژې په (اهمیت او فضیلت) باندي پوه سي، نو ضرور به زما امت غوښتنه کړې وای چي روژه ټول کال وي.

نور بیا...

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته