تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د انسان پیدایښت څخه مقصد
  تعليم الاسلام
  October 20, 2017
  0

رالېږونکی: محبوب الرحمن رأفت / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

الله تبارک وتعالی پرځمکه او آسمانونو کښی ډیر موجودات خلق کړي دي چي ځیني یې پر ځینو نورو مسخر کړي دي او په دوی ټولو کښي يې انسان اشرف المخلوقات (ښه ترین د مخلوقاتو) پیدا کړی دی خو انسان داسي عبث نه دی پیدا شوی ځکه چي یو شی عبث وي نو هغه بیا نه کارول کیږي نو الله ﷻ د هغو خلکو په ځواب کې فرمایي څوک چې پس له مرګه په ژوند عقیده او باور نه لري:

 

اَیَحْسَبُ الْاِنْسَانُ اَنْ یُّتْرَكَ سُدًی (الایة)

ژباړه:ایا انسان ګمان کوي چی همداسي بیکاره به پرېښودلی شي ؟ (داسې نه ده چې انسان به مهمل او عبث پرېښودلی شي، امر او نهی به نه ورته کیږي)

 

الله تعالی په بل ځای کې فرمایې:

 

اَفَحَسِبْتُمْ اَنَّمَا خَلَقْنکُمْ عَبَثًا وَّاَنَّکُمُ الَیْنَا لَا تُرْجَعُوْنَ (الایة)

ژباړه: ایا تاسی فکر کوی چي تاسي عبث پیدا شوي یی تاسی به ماته رجوع نه  کوی؟

له پورته الهي ارشاداتو څخه معلومه شوه چي اللهﷻ انسان د یو هدف او مقصد لپاره پیدا کړی او هغه مقصد عبادت دی.

عبادت بیا په خپل کور کې په دوه ډوله دی:

 

۱انفرادي عبادت

۲اجتماعي (ټولنیز) عبادت

 

الله ﷻ د خلقت د هدف لومړی برخه په لاندې آیت کې بیان کړې ده:

 

وَمَاخَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْاِنْسَ اِلَّالِیَعْبُدُدْنِ. (الذاریات)

ژباړه: ما پیریان او انسانان نه دي پیدا کړي مګر د عبادت لپاره

 

وَاِذْقَالَ رَبُّكَ لِلْملئکَةِ اِنِّیْ جَاعِلٌ فِی الْاَرْضِ خَلِیْفَةً...البقرة۳۰

ژباړه:او کله چې الله ﷻ ملائیکو ته وویل:زه په ځمکه کې د خلیقه (نائب) ګرځونکی (پیدا کونکی) یم.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته