تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تعلیم الاسلام انلاین مدرسه !
  تعلیم الاسلام
  April 27, 2019
  0

د ديني زده کړو ارزښت او د تعليم الاسلام انلاين مدرسې ځانګړتياوي:


هر مسلمان پدې مکلف دی، چي د اړتياپه اندازه ديني زده کړي وکړي، تر څو له يوه اړخه خپل اسلامي مکلفيتونه ورته معلوم سي او د بله اړخه خپل حقوق وپيژني.


په بهرنيو هيوادونو کي په پښتو ژبه دديني زده کړو نشتوالي زياتي کورنۍ له ستونزو سره مخ کړي دي، چي ممکن په راتلونکي کي دغه ستونزي نوري هم زياتي سي او د مسلمانانو اولادونه له ديني زده کړو څخه محروم سي.


د دغه ستري ستونزي په درک کولو او په بهرنيو هيوادونو کي د زياتو افغانانو تر مکررو غوښتنو او اصرار وروسته د تعليم الاسلام ادارې تصميم ونيوی، چي تعليم الاسلام انلاين مدرسه پيل کړي.


تعليم الاسلام انلاين مدرسه په بهرنيو هيوادونو کي افغان ماشومانو ته وړيا تدريس کوي.


هر څوک چي غواړي د خپلي کورنۍ ماشومانو ته ديني زده کړي ورکړي، نو  په تعليم الاسلام انلاين مدرسه کي د زده کړو چانس ورته برابر دی.

 


 

د تعليم الاسلام انلاين مدرسې ځانګړتياوي:


الحمدلله د تعليم الاسلام اداره په کندهار کي د نارينه وو لپاره حضوري او د نجونو او ميرمنو لپاره انلاين منظمي او مجهزي مدرسې لري، چي ټول تعليمي کال تدريس کوي.


 ځيني ځانګړتياوي ئې دادي.


•  تعليم الاسلام انلاين مدرسه په تعليم الاسلام ادارې اړه لري، چي الحمدلله هم ئې مسلک معلوم او منلی دی او هم ئې خدمات معلوم دي.

•  د هر مضمون لپاره بيل استاد لرل.
•  استادان ئې مسلکي دي، چي هر استاد پر خپل مضمون باندي پوره حاکميت لري.
•  مجهز معاصر تعليمي وسائل اوسيسټم لرل.
•  جامع او مفيد تعليمي نصاب  لرل.
•  پر ټاکليو وختونو باندي ازمويني اخيستل او نتايج اعلانول.
•  د متعلمينو د ارزوني او مقايسې پړاوونه په کار اچول.
•  د مسلکي او اغېزمن تدريس لپاره د استادانو د سويو د ارتقاء ورکشاپونه او سيمينارونه دائرول.

 

تماس:

ایمیل: [email protected]
سکایپ: taleemulislamonlinemadrasa
واټسپ: 93791050827+

ټیلیګرام: 93791050827+

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته