تازه سرليکونه
د (اسلامي تاريخ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلام او مسلمانان په فرانسه کي
  تعلیم الاسلام
  April 10, 2017
  0

 اسلام او مسلمانان په فرانسه کي

لیکوال: علي الله متوکل الرحمن 
 
په لویدیځه اروپا کي فرانسه تر ټولو زیات مسلمانان لري چي د فرانسي د ټول نفوس ۷ فیصده کیږي او اسلام په فرانسه کي تر عیسویت وروسته دوهم لوی دین دی.پدې هیواد کي اسلاموفوبیا (د اسلام څخه بیره) اوج ته رسیدلي. 
 
په فرانسه کي د احصایو له مخي تر اویا زره زیات فرانسویان مسلمانان سوي دي او هغوی وايي چي موږ د غربي ماده پرستۍ څخه تر پزی راغلي او بېزاره یو .
 
په فرانسه کي د اسلام سره خورا تشدد او زور زیاتۍ روان دی، مسلمانان نه پریږدي چي خپل عبادات او عنعني ترسه کړي. مسلمانانو ته رنګا رنګ تکلیفونه ورکول کیږي، په عامو محضرونو کي ئې بې عزتي کیږي او د اسلام مخنیوی ئې کیږي. 
 
فرانسه هغه هیواد دی چي د چارلي هیبدو په نوم مجلي پکښي د رسول الله صلی الله علیه وسلم کاریکاتورونه د دري میلیونه په تراژ  چاپ کړل او کله چي مسلمانانو ږغ پورته کړ نو مسلمانان ترهګر وبلل سول او چارلي هیبدو مجله پردې سربیره بیا هم  ارامه نه کښیناستل او دا عمل ئې بیا تکرار کړ.
 
ددې هیواد د دونلس د ښار ښاروال روبیرت شاردون پر اسلام د بندیز لګولو او مخنیوي غوښتنه د پخواني رئیس جمهور نیکولاس سرکوزي څخه کړي ده او پدې هیله دی چي د ۲۰۱۷ کال په انتخاباتو کي به د دوی ګوند بریالی کیږي او اسلام ته به د پای ټکی ږدي. 
 
په فرانسه کي یوازي د ۲۰۱۵ کال په اوږدو کي د مسلمانانو په وړاندي تقریباً ۹۰۰ پیښي سوي،  د بیلګي په ډول د حجاب موضوع یادولای سو.
 
د ورستیو راپورونو او خبرونو له مخي حجاب هغه څه دی چي فرانسه نن ورسره سخت ټکر لري او کوښښ کوي چي د منځه څخه ئې یووسي، که څه هم ددې قانون مخالفین وایي: چې دا د فردي حقوقو پر خلاف عمل دى او ممکن د اساسي قانون پر خلاف هم وي. خو څوک غوږ ورته ځکه نه نیسي چي فرانسه د لویه سره د اسلام او حجاب سره په ضد ده.
 
فرانسه تر بلجیم وروسته دویم اروپایي هېواد دى، چې غواړي پر اسلامي حجاب بندیز ولګوي. ان تردې چي کله د فرانسي د پارلمان لخوا دا قانون تصویب سو چي ښځه دې په عام محضر کي حجاب نه کوي نو د فرانسې د عدلیې وزیرې مېشل الیوټ ماري د فرانسې ملي شورا ته د دې قانون تر تصویب وروسته وویل: ”دا همدا راز د جمهوریت لپاره او د هغو ارزښتونو لپاره يوه بريا ده، چې له هر ډول ځپلتیا څخه، چې د فردي اهانت یا سپکاوي سبب ګرځي د ازادي او د نارینه او ښځې ترمنځ د مساوات ارزښتونه رانغاړي.“
 
دحجاب موضوع اول ځل په ۱۹۸۹ کي راپورته سول. ځکه چي د فرانسي دولت حجاب یو دیني ارزښت بولي او په ښوونځيو کي ورباندي بندیز لګوي. همدا لامل وو چي په ۱۹۹۰ میلادي کال کي د پاریس په شمال کي د پاستور د ښوونځۍ څخه دري تني زده کوونکي  په دې خاطر لیري کړل سوي چي هغوي حجاب کاوه. او په ۱۹۹۴ کال کي ۱۰۰ تني انجوني ددوی د حجاب له امله د ښوونځيو څخه لیري کړل سوي. 
 
دې وروستیو کي د فرانسي دپارلمان لخوا د حجاب د بندیدو هغه قانون تصویب سو چي د۲۰۰۳ میلادي کال د ډیسمبر په میاشت کي ئې د فرانسي رئیس جمهور شیراک غوښتنه کړي وه.
 ----------------------------------
اړوند لیکني:
اسلام او مسلمانان په نیوزیلنډ کي
 

 

 
اسلام په هندوستان کي

 

 

 
اسلام او مسلمانان په برتانیه کي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته