تازه سرليکونه
د (اسلامي تاريخ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تاریخ په اوږدو کي پر مسلمانانو لګېدلي تورونه ۴
  تعلیم الاسلام
  October 8, 2015
  0
ژباړن: احسان ربي اَنفال
 
د تاريخ په اوږدو کي پر مسلمانانو لګېدلي تورونه (څلرمه برخه)
 
پر مخکنيو مؤمنانو لګېدلي تورونه

دا چي الله جل جلاله په قران کريم کي د مخکنيو رسولانو او مسلمانانو د ژوند حالات بيانوي، ددې تر شا يو لوی او عظيم حکمت پروت دئ. په دې آيت کي ئې داسي وضاحت کېږي:
لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِأُولِي الْأَلْبَابِ ﴿۱۱۱﴾ سورة يوسف (آيت، ۱۱۱) 
ژباړه: بې شکه ددوی په قصو کي د عقل د خاوندانو له پاره (د) پند (درس) دئ.
 
په قران کريم کي د مخکنيو امتونو قصې په دې خاطر بيان سوي دي، چي راتلونکي امتونه د هغه په اړه غور وکړي او عبرت ورڅخه واخلي. مثلاً: الله جل جلاله موږ ته داسي ډېر مثالونه وړاندي کړي دي، چي رسولانو علیهم السلام او د هغو ملګرو د تور او تهمت په وړاندي څه ډول غبرګونونه ښوول.  ددغه قصو په لوستلو سره مسلمان بايد په دې حيران نه سي، چي د کفارو له خوا له بدنامۍ او تورونو سره مخ کېږي، او نه په خپل مسلمان ورور باندي تور پوري کړي، بلکي دوی بايد د قراني اصل سره سم دغه پېښه په ډاکه کړي او د لفظي او فزيکي بريدونو مخه ونيسي. څنګه چي د الله جل جلاله رسولانو علیهم السلام او مخکنيو مسلمانانو د کفارو د تورونو په وړاندي په صبر او زغم سره غبرګون ښووئ، همداسي دوی هم بايد صبر او پر الله جل جلاله باندي توکل وکړي.
 
پر دې سر بېره دا د خوښۍ ځای دئ، چي مسلمانان همېشه د داسي چا له خوا له تور او تهمت سره مخ کېږي، چي هيڅ ديني او اخلاقي ارزښت نه لري، هم  ئې وينا بابېزه وي او هم ئې فکر او ذهن. دا ځکه د خوښۍ ځای دئ، چي الله جل جلاله ددې وعده کړېده:
 
سُنَّةَ اللَّهِ فِي الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلُ وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِيلًا. سورة الاحزاب (آيت، ۶۲)
ژباړه: د الله تګلاره د هغو کسانو په منځ کي ده چي پخوا له دې اوسېدل او د الله د تګلاري په هکله به هيڅ کوم بدلون و نه مومې.
 
د هغه ځانګړو مؤمنانو په ژوند کي د تېرو واقعاتو تکرار د الله جل جلاله د وينا تصديق کوي، او د هغه مؤمنانو له رښتينولۍ او سپېڅلتيا څخه مو خبروي، چي له دا ډول پېښو سره مخ سوي دي. په هر صورت، دلته تر ټولو مهمه او اساسي نقطه دا ده، چي مسلمانان بايد دهغه عالي اخلاقو نمونه وړاندي کړي، لکه رسولانو (عليهم السلام) او مخکنیو صالحو مؤمنانو چي رايج کړې وه.
 
په راتلونکو برخو کي به پر هغو تورونو او تهمتونو وږغېږو، چي مخکني مؤمنان ورسره مخ سوي وه. د هغوی له صبر او زغم، په معملاتو کي د هغو پر اخلاقو او پر هغه بريدونو به بحث وکړو، چي شخصاً پر دوی سوي وه.
 
پر سيدنا موسی علیه السلام باندي لګېدلي تورونه:
الله جل جلاله موسی علیه السلام بني اسرائيلو ته د رسول په توګه ولېږئ. د نورو پيغمبرانو او رښتينو مؤمنانو په څير دی هم د کفارو له خوا له ډول ډول لفظي او فزيکي بريدونو سره مخ سو. دده د زېږېدني په وخت کي فرعون اولس له سخت ظلم او فشار سره مخ کړی وو. تر داسي اندازې پوري، چي دده ظلم ټول نسل له مرګه سره مخ کړ. دغه ظلم په قران کريم کي داسي بيان سوی دئ:
 
إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَاءَهُمْ وَيَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ. سورة القصص (آيت، ۴)
ژباړه: بې شکه چي فرعون په مځکه کښي لويي وکړه او خلک ئې پر ډلو ووېشل، ددوی يوه ډله ئې ځپله، ددوی هلکان به ئې وژل او ددوی نجوني به ئې ژوندۍ ساتلې. بې شکه چي دی له بدکارانو څخه و.
 
د موسی علیه السلام مور پر دې وبېرېده چي د فرعون سپاهيان به ددې زوی هم ووژني، چي په دې وخت کي د الله جل جلاله له خوا الهام ورته وسو او خپل زوی ئې د نيل رود ته وسپاره. د الله جل جلاله د ټاکل سوي قسمت سره سم، موسی علیه السلام د فرعون کورنۍ پيدا او وائې خيستی. موسی علیه السلام د فرعون په کور کي لوی سو، خو دا چي الله جل جلاله دی خپل پېغمبر ټاکلی وو، نو د فرعون د تېري په وړاندي راپورته او ښکاره دښمن ئې سو.
 
له حضرت موسی علیه السلام سره د فرعون دښمني:
د الله جل جلاله له  امر سره سم حضرت موسی علیه السلام فرعون ته ورغلی، هغه ته ئې د الله جل جلاله د موجوديت په اړه خبري وکړې او د حقيقي دين دعوت ئې ورکړ؛ خو له ظلم، تېري او انکار څخه پرته ئې بل څه تر لاسه نه کړل. فرعون موسی علیه السلام او د هغه ملګري په مرګ او عذاب  وګواښل. ددغه ګواښ او تهديد له اسيته د مصر اکثره خلک له سختي بېري سره مخ سول. هغه حقيقي دين ئې ونه مانه، چي موسی علیه السلام دوی ته راوړی وو او د هغه له مرستي څخه ئې لاس واخيستی. قران کريم موږ ته وايي، چي فقط يو څو ځوانانو پر حضرت موسی علیه السلام باندي ايمان راوړ:
 
فَمَا آَمَنَ لِمُوسَى إِلَّا ذُرِّيَّةٌ مِنْ قَوْمِهِ عَلَى خَوْفٍ مِنْ فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِمْ أَنْ يَفْتِنَهُمْ وَإِنَّ فِرْعَوْنَ لَعَالٍ فِي الْأَرْضِ وَإِنَّهُ لَمِنَ الْمُسْرِفِينَ. سورة اليونس (آيت، ۸۳)
ژباړه: نو پر موسی دده د قوم له يو څو تنو زلميانو پرته بل چا ايمان رانه وړ. (هغه هم) د فرعون او د هغوی د قوم له مشرانو بېرېدل، چي هسي نه دوی وکړوي. بې شکه چي فرعون په مځکه کي سر کښ و او په رښتيا سره هغه له اسراف کوونکو څخه و.
 
الله جل جلاله فرمايي، دا باوري خبره ده چي د الله جل جلاله هغه رښتني او صالح بندګان به له پيله بريالي وي:
 
"... وَلَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا". سورة النساء (آيت، ۱۴۱)
ژباړه: او الله هيڅکله د کافرانو له پاره پر مسلمانانو (دبرلاسي له پاره) لار نه جوړوي.
 
په هر صورت دا د الله جل جلاله سنت دئ، چي د مؤمنانو عقيده، پر الله جل جلاله ئې توکل، صبر او زغم به د کفارو په انکار او د هغوی له لوري په تور پوري کولو او نورو ازمايښتونو سره ازمايل کېږي. او دا هر څه حضرت موسی علیه السلام او د هغه ملګرو ته پېښ سول.
 
فرعون خپل ځان ته خدايي منسوبول. ځان ئې د خلکو يوازنی مالک او بادار باله. هغه په دې ښه خبر وو، که خلک په دې پوه سي، چي د خلکو پر وردګار یوازي او يوازي الله جل جلاله دئ، دی به بيا هيڅکله پر خلکو باداري ونه کړي او نه به  خلک په  زوره غاړه ايښوولو ته مجبور کړي. نو ځکه هغه پر حضرت موسی علیه السلام باندي له ايمان راوړلو څخه خلک منع کول. خلک به ئې په مرګ تهديدول او په عذابول. پر موسی علیه السلام او دهغه پر ورور هارون علیه السلام پوري تورونه تړل د فرعون له معمولي کړنلارو څخه ول. موږ به ددغه بې ځايه او بې معنا تهمتونو په اړه په راتلونکو برخو کي بحث وکړو.
 
نوربيا...
 
ددې مقالې نوري برخي دلته کلیک کړئ
 

سرته